یکشنبه, سپتمبر 29, 2024
Home+پربانکونو بې اعتمادي؛ نه جبرانیدونکي زیان ته هرکلی دی

پربانکونو بې اعتمادي؛ نه جبرانیدونکي زیان ته هرکلی دی

محمدنعمان دوست

بانکونه که له یوې خوا د اسعارو، مهمو اسنادو او قیمتي شیانو د ساتنې لپاره خوندي ځایونه دي؛ نو له بلې خوا د سوداګرۍ او پانګونې په وده کې هم پوره ارزښت لري. همدغه ارزښت ته په پام، د نړۍ په ټولو هیوادونو کې بانکونه فعالیت کوي او د خپل اعتبار ساتلو لپاره دوامداره هڅې کوي.  

د بانکونو تاریخچه راته ښيي چې انسان یې له ډيرې پخوا زمانې څخه په اهمیت پوه شوی و. 

وګورئ، ایټالویانو له نن څخه ۵۵۰ کاله  وړاندې، بانک تاسیس کړی و. دغه بانک چې 

  (Banca Monte dei Paschi di Siena) نومیده، په کال ۱۴۷۲ ع، کې تاسیس شوی و.

اوس چې سوداګرۍ د پخوا په پرتله حیرانوونکې وده کړې او لا هم د ودې په حال کې ده، نو بانکونو لا خپل ارزښت ثابت کړی دی. 

ستر سوداګر او ستر پانګوال، په هغو هیوادونو کې کاروبار او پانګونې ته لیواله دي چې د ډيرې ګټې ترڅنګ، له بانکي سیستمه یې ډاډه وي. یعنې بانکي سیستم پکې شفاف، اسانه او باثباته وي.

دا چې زموږ په ګران هیواد کې له لسیزو راهیسې ستر پانګوال، پانګونې ته سم زړه نه ښه کوي او لوی سوداګر دلته له کاروبار سره چندان علاقه نه لري؛ نو شاید یو علت یې د هیواد بې ثباتي وي چې دا بې ثباتي مستقیما په بانکونو اغیز کوي. نو په دې حساب، پانګوال او سوداګر د خپلو پانګو په خوندیتوب ډاډه نه وي. همدا علت دی چې تل زموږ له هیواده پانګه د فرار په حال کې وي. 

د بې ثباتیو یو مهم لامل د واک د انتقال طریقه ده او متاسفانه دلته دا طریقه ډیره ناوړه ده او هغه دا چې دا انتقال د زور له لارې ترسره کیږي او د زور استعمال له بې ثباتیو سره مرسته کوي. 

لرې به نه ځو، راځئ له خپل نږدې ګاونډي سره ځانونه پرتله کړو:

که څه هم په دواړو هیوادونو کې بانکداري د خصوصي متشبثینو له لورې دود شوه؛ خو موږ ترې یو قدم مخکې یوو. زموږ په ګران هیواد کې لومړی بانک د مشهور سوداګر عبدالمجید زابلي لخوا په ۱۹۳۳ کې تاسیس شو(افغان ملي بانک). د اوسني پاکستان لومړنی بانک بیا حبیب بانک دی چې له دې نېټې شپږ کاله وروسته او د پاکستان له ایجاد اته کاله مخکې د حبیب فامیلي لخوا ، کراچۍ ښار کې تاسیس شوی و. 

که څه هم د پاکستان په خپل ۷۵ کلن تاریخ کې ۲۳ حکومتونه بدل شوي، یعنې له لیاقت علي خان راواخله تر شهباز شریف پورې ۲۳ کسانو صدراعظمي کړې، خو هیڅ حکومت په داسې طریقه نه دی بدل شوی چې پراخه جګړه دې شوي وي(  البته ذوالفقار بوټو د ضیاء الحق لخوا اعدام شو او د هغه لور بې نظیر بوټو ترور شوه) 

نو همدا علت دی چې هلته د ملک ثبات په دې ۷۵ کلونو کې په خپل حال پاتې او له دې ثباته د بانکدارۍ په شمول ټول ملي او خصوصي سکټورونه په خپل ځای محفوظ دي او د لا طرقۍ په حال کې دي. 

خو دلته بیا کیسه بل ډول ده. له پورته ذکر شوې مودې په کم وخت کې، څو ځلې پوره نظامونه ړنګ شول او له دې سره تازه رغیدلیو سیستمونو هم سر وخوړه.

تیرو شلو کلونو کې، که څه هم درنده جګړه روانه وه او حکومت کې اداري فساد په اوج کې و؛ خو بیا هم د ځینو نورو سیستمونو ترڅنګ بانکداري، په ځانګړې توګه غیر حکومتي بانکداري، ښه وده وکړه او شاوخوا ۱۵ بانکونو فعالیت کاوه. په دغه دوره کې یواځې یو بانک ( کابل بانک ) په ۲۰۱۰ کې دیوالي شو، خلکو ترې خپلې پیسې راوویستې خو ډير ژر همدې بانک د نوي کابل بانک په نوم په ۲۰۱۱ کې بیرته فعالیت پیل کړ او له لاسه وتلي مشتریان یې بیرته را خپل کړل.

په ټوله دغه موده کې خلکو په بانکونو خپل اعتبار جاري وساته. خپلې پانګې یې پکې خوندي کړې او بانکونو هم د وخت په تیریدو خپل سیستمونه عصري کړل او مشتریانو ته یې سهولتونه رامنځ ته کړل چې غوره بیلګه یې ماسټر کارډ و چې په لویو ښارونو کې پرې په اسانه  پیسې اخیستل کیدای شوې او د ځینو بانکونو دا کارډونه خو آن نورو هیوادونو کې هم د کارونې، وړ و.

که څه هم دا ځل بیا واک په یوه قانوني او له وړاندې په پیش بیني شوي شکل انتقال نشو او ان پوره نظام ړنګ شو؛ خو شکر دی، څومره چې ویره وه د هغې څو چنده سوله ییز و. ولې بیا هم سیستمونه وجړقیدل او پر بانکدارۍ یې هم ناوړه اغیز پریباست. د دې عوامل چې هرڅه وي، خو د بانکونو مراجعین یې سخت په جنجال ککړ کړل. 

وګورئ؛ هغه بانکونه چې یو وخت به یې مراجعین په عزت په هال کې پر څوکیو ناست ول او په مخامخ لګیدلي سکرین به خپل نمبر ته منتظر ول او یا به یې د ماسټر کارډ له لارې په ډيرې اسانۍ خپلې پیسې ترلاسه کولې، نن له ناوړه وضعیت سره مخ دي.

له دې ناوړه وضعیت به بل چیرته وي چې یو څوک دې خپلو پیسو پسې سرګردانه وي؟ یوه اونۍ وړاندې دې نیمه شپه ثبت نام وکړي او بیا دې له ډير انتظار وروسته له خپلو پیسو ایله ( ۱۰۰) ډالره یا (۱۰۰۰۰ ) افغانۍ ترلاسه کړي؟

 له دې علاوه، ځینو بانکونو خپلې ګڼې څانګې وتړلې، د ځینو بیخي دروازې بندې شوې چې په دې کار د ولس یوه مسلکي او با تجربه قشر هم بیکاره شو او د کلونو کاري تجربې یې په اوبو لاهو شوې.

په دغه شان حالاتو کې پانګوال او سوداګر خو پریږده، څنګه به عام ولس بیا پر بانکونو اعتماد وکړي؟ او چې کله دا اعتبار ختم شي، نو بانکداري خپله ختمه ده او چې کله بانکداري ختمه شوه، نو پانګوال او سوداګر به هیڅکله دلته کاروبار ته زړه ښه نه کړي. هیڅکله به دلته پیسو ساتلو ته زړه ښه نه کړي، بیا به د ګاونډیانو غوا لنګه شي. سوداګر به خپلې پیسې هملته ساتي او ګټه به یې هماغو هیوادونو ته رسیږي.

حکومتونه د خپلو خلکو د حقونو د تامین مسوول دي. دا د خلکو مسلم حق دی چې په بانک کې له ایښودل شويو پیسو څخه، هر وخت چې وغواړي، د خپلې خوښې مطابق پیسې په عزت او اسانۍ واخلي. دا خبره اوس بیخي اړینه ده. ځکه ډیرو کسانو دندې له لاسه ورکړي، دوی کې هغه کسان هم شامل دي چې که له بانکه خپلې پیسې واخلي نو لږ تر لږه کوچني کاروبارونه کولای شي. خو دا خلک هم اوس لالهانده او سرګردانه دي.

 مسوولینو ته په کار ده چې دا موضوع جدي ونیسي. که د بانکونو مشران ملامت وي، را ټینګ دې کړي. هغوی دې مجبور کړي چې د خپلو بانکونو بایللی اعتماد بیرته اعاده کړي. خلک، پانګوال او سوداګر بیرته بانکونه د خپلو پیسو د ساتلو لپاره خوندي ځایونه وګڼي.

په دې اړه معمولي غفلت هم دې غریب وطن ته په ډير لوی قیمت او زیان تمامیدای شي.

۱۴۰۱/ سنبله/۲۹

نعمان دوست 

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

پلمه | زهير سپېڅلی