یکشنبه, سپتمبر 29, 2024
Homeخبرونهسويس ته د بانکي زېرمو د لېږد غړی:افغانستان بانک دې زېرمو ته...

سويس ته د بانکي زېرمو د لېږد غړی:افغانستان بانک دې زېرمو ته مشروط لاسرسی ولري

تاند:( سې شنبه،د سنبلې ۲۹مه)‏ د امریکا متحده ایالاتو له لوري د سویس یوه بانک ته د درې نیم میلیارده ډالره کنګل شوې افغان بانکي زېرمې د لېږد او څارنې بورډ يو غړی شاه محمد محرابي وايي،چې د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان بانک ته بايد دغه زېرمې ته په مشروط ډول لاسرسی ولري.

د محرابي په وینا، یادو پیسو ته د افغانستان بانک د مشروط لاسرسي ځکه اړتيا ده،چې د افغانیو اقتصادي ثبات وساتي او نورې بانکي چارې په ښه توګه تنظیم کړي.

د هغه په وينا، هره میاشت ۱۵۰میلیونه ډالره باید د افغانیو د ارزښت ساتلو لپاره د افغانستان له بانکي زېرمو څخه ترزیق شي.

نوموړي په ورته مهال ټینګار وکړ،چې د طالبانو تر کنټرول لاندې افغانستان بانک بايد په مشروط ډول یادو بانکي ته لاسرسی ولري، غوښتنې یې وارزول شي او د غوښتل شويو پيسو مصرف وڅارل شي.

په وروستيو کې د امريکا متحده ايالاتو پریکړه کړې، چې د افغانستان ٧ ميلياردو کنګل شويو اسعاري زېرمو له جملې څخه درې نيم ميليارده ډالره يې د سويس بانکونو ته ولېږدوي.

سویسي بانک ته د افغان بانکي زېرمو د يادې برخې د لېږد او ساتنې د بوړډ يوه غړي ډاکټر انور الحق احدي ويلي،چې په سويسي بانک کې د دغې افغان بانکي زېرمې له ايښودو سره به د زېرمې د نظارت بورډ د افغانستان په استازيتوب له اړوندو نړيوالو بانکي بنسټونو سره اړیکې ژوندۍ وساتي، د طالبانو ادارې سره د نړیوال تعامل د خلا له کبله به په نړیوالو بانکي بنسټونو کې د افغانستان حق العضويت ورکړي او هم به د اړتيا پر مهال د افغاني بانکنوټونو د ثبات ساتلو لپاره ممکنه ګامونو سره مرسته وکړي.

نوموړي پرته له دې،چې له یادو پيسو څخه د بشري مرستو لپاره د استفادې يا نه استفادې په تړاو څه ووايي، زياته کړې چې د افغانستان دغه درې نیم میلیارده ډالره به د سویس په بانکونو کې د دوران حالت ولري، ګټه به کوي او کیدونکې لګښتونه به ېې بیرته له تر لاسه کیونکې ګټې تامين شي.

په کابل کې د طالبانو حاکمه اداره خبرداری ورکړی،چې د سويس بانکونو ته د افغانستان دري نيم ميليارده ډالره کنګل شویو پيسو لېږدول د نړيوالو اصولو پر خلاف دی او دغه کار سره اړيکه لرونکي کسان او ادارې به تحریم کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب