پنجشنبه, مې 2, 2024
Homeادبکره کتنهاو غرونو انګازې کړې، د خالد حسیني وروستی ناول

او غرونو انګازې کړې، د خالد حسیني وروستی ناول

And the Mountains Echoed

مجیب الرحمان جمعه ګل

/د افغان الاصله امریکایي لیکوال خالد حسیني وروستی کتاب ٬‎٬ او غرونو انګازې کړې ٬٬ چې په دا وروستیو کې پر لیکه شوی دی د کتابپلورنځیو رنګینو کتابتتاقچو ته هم لار موندلي او د کتاب مینه والو ژور پام یې ځان ته را اړولی دی. د خالد حسیني مخکینیو دوو رمانونو ته په پام سره د ده نوي کتاب ته هم زښته زیات لوستونکي په دې تمه تږي ناست وو چې کله به یې دا کتاب هم لاس ته ورشي او دا چې دا کتاب به له تېرو هغو سره کوم شریک ټکي ولري اود جګړې خوړلي افغان کوم کوم  پردیو ته نوي ناورینونه او یا له پاتې بشر سره یې شریک یا خپل ځانګړي اند لوري راوسپړي او تر کومه بریده به د دوی د کتابلوستنې تنده خړوبه کړي. خالد دوی ناامیده نه کړل. خالد بېا داسي څه او په داسي انداز کې پر لیکه کړل چې ډېر ورته لاس په غاښ دي او ډېریو لوستونکو دا کتاب د کیسې پای ته د خالد په پل د تګ له طریقه د ځانرسوني په نیت بېوقفې لوستی.

خالد حسیني چې زېږد یې په ۱۹۶۵ عیسوي کال کې په کابل کې شوی دی په ۱۹۸۰ کال کې له خپلې ټولې کورنۍ سره د امریکې د کالیفورنیا، سان جوسې، ته کوچېدلی او هلته مېشت شوی دی. ده د کالیفورنیا په پوهنتون کې دطب په برخه کې لوړي زده کړي کړي او په همدې حال کې یې ،چې تازه د طب ساحې ته د یو بېتجربې ډاکتر په توګه وردننه شوی وو، د خپل لومړی رمان (کاغذپرانباز، یا اصلا خو کاغذپرانګیر) لیکل پیل کړي. د ده همدا کتاب، د ٬٬ سل ځلانده لمرونه٬٬  کتاب او د ٬٬ غرونو هم انګازې کړې٬٬ کتاب له ۴۰ نه زیاتو هېوادونو کې په ژباړل شوي بڼه خپاره شوي دي. په دا راوروستو کې ده د ملګرو ملتونو د مهاجرو عالي کمشنرۍ ته هم کار کړی دی. د خالد حسیني وروستی کتاب په ۴۰۰ مخونو کې په ۲۰۱۳ عیسوي کال کې چاپ او بازار ته راووت. هغه څه چې تاسو یې دلته لولئ د یو شناندي او ادبپوه اند او انګېرني نه دي بلکه د یو نیمه لوستي کتابخوښي برداشت له خپل وروستي لوستي کتاب نه دی.

او غرونو انګازې کړې رمان د خالد د تېرو لیکنو په پرتله لږ پېچلي د لوستنې له اړخه لږ دروند خو د منځپانګې له اړخه خوارا غني رمان دی. د خالد د دې رمان د لوړو ژور، ادلون بدلون، وېر او ښادي، بل چاپېریال ته د رمان د کرکترونو کوچېدا او د هلته مېشتېدا سرچینه د تېرو هغو په څېر افغان او افغانستان دی. ډېری لوستونکي د خالد دې لیکني ته د یوې پېچلي لیکنې په سترګه ګوري او انګېرنه یې دا ده چې کږلېچي او پېچومي یې داسي دي چې لوستونکی په ساده ګي سره د کیسې ژورو ته نه شي ورکوزیدای او په ځنډ سره د بدلونونو منطقي موخو او پایټکو ته متوجه کېږي. شنونکي بېا د خالد په لیکنه کې د تېرو هغو په پرتله راغلی بدلون په لیکوالۍ کې د لیکوال د پخېدو نښي ګڼي او دا وایي چې هر څوک هم په دومره اوږده زماني دور کې د دومره زیاتو کرکترونو کارول، هغوی د تارکښ په شریک تار سره تړل، د دوی د پنځه پښتو د ژوند انځورول او په دومره لویه جغرافیه کې چې دری لویي وچي(آسیا، اروپا او امریکا) دي د دوی تر منځ د حلقوي ارتباط شتون تثبیتول د هرکملوستي لیکوال کار نه دی. د رومان د نکل پیلامه او پایله روښانه ده، دا چې پیلامه او پایله د خور او ورور د خپلمنځي مینې په کوم ورېښمین تار سره تړلي دي دا هم روښانه ده او دا هم روښانه ده چې لیکوال په دې بریالی شوی چې همغه څه چې دی یې غواړي تر لوستونکي ورسوي، لوستونکي ته رسیدلي. دلته نو د، دا وړی یې نه ده شړی شوي، جملې کارول بېځایه برېښي. لیکوال د هر کرکتر د ژوند ګڼ اړخونه راسپړي او د لوستونکي سرهم په خپل وار سره د دې راسپړنو په اړتېا ژر خلاصیږي. دا سمه ده چې په دې رمان کې د لیکوال د تېرو دوو هغو په څېر کرکترونه تور او سپین، نېکو او بدی نه دي خو دا هم سمه ده چې انسان ډېر پېچلی معنوي موجود دی او له رواني اړخه یې د کرکتر دومره مختلفي خواوي رابرسېره کول هنر دی.

  خالد هغه لیکوال دی چې د لیکنو افغان یې په پرون کې نه په نن کې اوسي او د وخت سره موازي روان دی او د نړیوالو دا اند یې چې افغان پر هر ځای او هر دور کې د تېږې د دور دودونه پالي، ناسم راایستی او لوستونکي ته یې د افغان انسان نوی انځور ور په ګوته کړی دی. د ده افغان د خړ افغان په ،مردان را قول است٬ وچه خبر نه دی ولاړ. د ده افغان نوې ټولنې ته په ورننوتو له خپله هیواد سره د فطري میني په ساتلو ځان د نوي چاپېریال یوه طبیعي برخه ګرځوي، پکې منحل کېږي او آن تر دې چې افغاني پېغلوټي یې له پردیو سره ودونه کوي. د ده د رمان افغان کرکترونه په پردیو کې هم افغانانو ته ورته مینه داره څېري موندي کومې چې د رمان په کرکتر مینېږي او یا د رمان افغاني کرکتر په هغه یا هغې مینیږي او د مینې په مزي د خپل ژوند سبا ورسره تړي.

د خالد حسیني نوی رمان په وخت کې مزل، له یوې لویې وچې بلې یوې ته مزل، د مختلفه نسلونو تر منځ مزل شریکټکي او د تمدونونو د سره نژدې کولو هڅه ده او نړی ته دا ورپه ګوته کوي چې انسان که تور دی که سپین، که د ځمکې د خاورینې کرې په سر او که په تل کې اوسي هماغه انسان دی. دی په خپل رمان کې د دري، فرانسوي، انګلیسي او حتئ یوناني کلمو په کارولو سره د نړی بېلابېل انسانان د تارکښ د تارونو په رنګینولو یو له بل سره وصلوي او د نوي نړیوال کلي د شتون او د دې کلي د  انسانانو د داسي اړیکو ودې ته یې پام رااړوي. د لیکوال دا او پاتي نور ټول کتابونه په لوستلو ارزي او د کتاب د یوه مینه وال په توګه زما مشوره هر افغان ته دا ده چې د خالد حسیني لیکني ضرور ولولي. سمه ده چې دا لیکني خپلي کمزوریوي لري او د ډیریو برداشت دا دی چې په رمان کې یې تاریخي حقایق کتمان کړي او نړی ته یې په ځانګړي ډول د پښتنو په هکله یو ناسم انځور ورکړی. پوښتنه دا ده چې نړی ته د افغانستان د حقیقي انځور د ورپېژندلو لپاره مونږ هر یوه له تشو خبرو نه ورهاخوا څه کړي دي. ډېری هغه افغانان چې ما ورنه د خالد حسیني د لیکنو غیبت اورېدلی د هغه کتاب یې یواځي په کتابپلورنځیو کې لیدلی خو د کتاب لومړی پاڼه یې هم لا نه ده لوستي. د خالد حسیني هره لیکنه دا په وار وار ښیي چې په افغانستان کې له الفه تر یا ټول په فارسي مین او په فارسي غږېږي او که سر ګرېوان ته ټیټ کړو همداسي ده هم. نه مو په تدریسي سیستم کې پښتو شته، هغه په شمار ښوونځي چې په پښتو درس ورکوي زده کوونکو ته به یې نسواریان ویل، نه مو په دفترونو کې پښتو چلېږي او نه مونږ پښتنو په خپله ټول ژوند یو غوښتنلیک په پښتو لیکلی، نه مو ولسمشران او ولسکشران پښتو وایي او نه هم په مونږ کې دا شعور شته چې هغوی دي دې ته اړ باسو، خپله په کور او بازار کې پښتو وکاروو، زده کړه وکړو او د پښتو د ودې لپاره هدفمنده ګامونه واخلو. هو شاعران به ټول یو، په خپلو کې به ډېر پورته پورته غورځو خو د عملونو پایلي مو دا دي چې په یوویشتمه پېړی کې مو هم لا خپل اولاد ته په پښتو ژبه د لیک لوست شرایط تېار نه کړای شوای. همدا حال مو هم په لر دی او هم په بر. په دې هیله چې مېړني لوستي ځوانان به مو د خپلو نوموتو پخو لیکوالو لیکني د نړیوالو تر غوږونو د هغوی په مورنیو ژبو ورسوي.

دا هم د خالد  حسیني له ناول نه

او غرونو هم انګازې کړې

کال ۱۹۵۲ دی او د شادباغ د کلي له بې روزګاره ورځې بېوزله صبور په داسي حال کې چې له خپلې لور پري(ښاپېرۍ) او خپل زوی عبدالله سره مخ په کابل روان دي  هغوی ته نکلونه وایي. د بابا ایوب نکل چې کلي ته یې یو دېو راځي او دوی له مجبوریته خپل یو زوی ورکوي خو وروسته دا ورڅرګندېږي چې دېو د ده زوی او نور ټول هغه د بېوزلو کورنیو ماشومان چې ده له نورو کلیو وړي د خوړلو په نیت نه دي وړي بلکه هغوی ته د هوسا او بسېا ژوند د ورکولو په نیت یې بیولي دي. بابا ایوب له دېو سره په مخامخېدا د هغه دا شرط ورسره مني چې که یې په خپل زوی روښانه راتلونکي لورېږي نو له دېو سره دې پرېږدي او که نه له ځان سره دې بوزي چې یوه پایله به یې له لوږي مړینه وي. بابا ایوب لومړی انتخاب غوره ګڼي او د دیو په ورکړي شربت خپل زوی د تل لپاره هېروي. پري او عبدالله چې د شوګیره شمو په څېر د پلار خوږو کیسو په مخ اخیستي له دې نه دي خبر چې د دې کیسې او د دوی د راروانې سبا تر منځ څه ورته والی شته. پلار له خپل اولاده دېو ته د اولاد د هوسا او روښانه راتلونکي لپاره تېرېږي.

د عبدالله او پري اړیکه د ونې د ریښې او کندې اړیکې ته په ورته والي ډېره ټینګه ده. د پري د زېږون په موکه د مور له وفاته وروسته د عبدالله پلار له پروانې سره واده کوي د کومې چې له خپلو ناسکه اولادونو سره چندان مینه نه شته او ډېر ژر دوی دې ته متوجه کوي چې خپل اولاد خپل دی د بل میرنی دی.  عبدالله هم د پري پلار ګرځي او هم مور، روزنه او پالنه یې دی کوي او کله چې یې پلار، لور په هغه بډایه خو بې اولاده  کورنۍ چې اوښی یې نبي په کابل کې کار ورته کوي پلوري عبدالله ته له خور نه بېلتون ډېر سخت تمامېږي. بابا ایوب ته په ورته والي صبور په دې هیله دی چې په بډایه کورنۍ کې د لور رالویېدا به د هغې بخت رابیدار کړي او د بېوزلۍ تر هغه ژوند چې دی یې لور ته ورکولای شي خورا ډېر مرفع ژوند به ولري.

پري د خپل ناسکه ماما نبي چې د دوی د میرې پروانې  ورور دی، په منځګړیتوب د سلیمان وحدتي او نیلا وحدتي د لوریورک ژوند نړی ته وردننه کېږي. دا جوړه یو له بل سره مینه نه لري خو مسلطه دودونو ته په پام سره یې یو له بل سره واده کړی. شتمن د خپلې طبقې د یوې بلې بډایه او نوموتي کورنې له آزاد خیاله نازدانه لور سره واده کړی، لکه څنګه چې پاتي ټولنې له دوی نه همدا انتظار درلود.

د نیلا وحدتي پېغلتوب: نیلا شاعره ده، د کلاسیکه فارسي شاعرانو له لیکنو سره مینه لري  او په خپل چاپېریال کې د له چټې وتي پېغلې په نوم مشهوره ده. دا غواړي چې په خپله خوښه واده وکړي او په خپلو کړو وړو کې خپلواکه واوسي ، یا په بله عباره شخصیت او ارادې ته دې درناوی وشي. شراب څښي، د پړوني په سر کول یې نه دي خوښ له شعرونو یې د شهواني غو��تنو ناولی بوی راځي او ډېری وخت ورکه وي، کله د یو چا کره کله د بل چا کره. داسي برداشت کېږي لکه دا ټول یاغیتوب او پاڅون یې چې په دودیزه چاپېریال کې له راګیریدا او دکمترۍ له احساسه نه منشئه اخلي. همدا د بدبختۍ، د کمترۍ د احساس شتون او بې اولادي د نبې د ناسکه خورځې له لیدو وروسته د دې پام د هغې د په لورنیونې مفکورې ته وراړوي، چې اصلا د نبي نظریه وي. نبې د سلیمان وحدتي موټر چلوونکی او آشپز دی او په نیلا وحدتي مین دی. دی دا کار د هغې د زړه ورخپلولو په نیت کوي او خپل اوښی په دې قانع کوي چې د خپلې لور د بسېا راتلونکي د تضمنیولو لپاره هغه په سلیمان وحدتي وپلوري.

 د نیلا وحدتي مور افغانستان ته غازي امان الله ته د هغه د ریفورمونو د پلي کولو په اړوند د مشورې ورکولو لپاره راځي او هلته په شاهي ماڼۍ کې له خپل راتلونکي مېړه، یو اشرافي پښتون، سره اشنا کېږي. دا په ۱۹۵۵ عیسوي کال کې له مېړه نه طلاق اخلي، واپس پاریس ته ستنېږي او په شاهې ماڼۍ کې د خپل مېړه نفوذ ته په پام سره لور له ځان سره نه شي بیولی او پلار ته یې ورپرېږدي.

د نیلا پلار په شاهې ماڼۍ کې له وزیرانو او سلاکارانو سره سروکار وي. د یو وخت په لویدیځ کې مشهورې شوې نیلا له یوې مرکې نه دا راڅرګندېږي چې د پلار یې له اسپځغلونې، ښکار او ۲۵۰۰ کاله د مخه له ایرانه راوتی د چوګان یا پولو له ورزش سره علاقه وه. لویدیځټیپه جامه به یې تل پر تن وه او د اروپایانو مصنوعي اکتونه به یې کول. خو په دې ټولو مصنوعي اکتونو سربېره له نورو دودیزه چوکاټونو نه شوای راوتلی. د ښځو په هکله یې لیدلوری له نورو کلي مېشتو پښتنو سره څه ځانګړی توپیر نه درلود. لور ته د آزادۍ د ورکړي پلوی نه وو ځکه خو د لور او پلار نه سره لګيده. پلار به یې ډېری وخت له کمربند نه کار اخيست او لور به یې پرې وهله، کوټه بندي به یې ورکوله، یاغیتوب یې لوی سردرد ورته پیدا کړی وو او خپل عزت او شملې ته یې لوی ګواښ باله. له نیلا سره په همدې مرکه کې وړاندي ویل کېږي چې که د ایران په څېر آزادخېاله ټولنه کې زېږېدلي وای اوس به د شعر په دې ژانر کې دا د مخکښو شاعرانو په سرلیک کې وای. خو په خپله ټولنه کې برخلاف رټل کېږي او ورته ویل کېږي چې پشۍ په څېر په هر احمد او محمود پسي ورکه وي، په داسي حال کې چې دې دا سرکښي د دې بېعدالتۍ په مقابل کې د اعتراض په نښه کوله.

سلیمان وحدتي ګوښه ګېر دی، یوازي اوسي له مور نه بېل او د مور او زوی له اړیکې نه د وینې د شراکت هیڅ ډول بوی نه راځي. دی له نیلا وحدتي سره واده کوي خو په اصل کې اصلا له ښځینه وو سره مینه نه لري. کله کله څه رسموي خو چا ته یې نه ورښي خو کله چې یو وخت نیلا وحدتي له خپلې لور پري وحدتي سره پاریس ته تښتي نو نبي ته دا راز راسپړي چې د مېړه لومړیتوب یې دی وو نه دا.   کلونه وروسته نبي د سلیمان وحدتي رسمونه موندي او دا پته ورته لګي چې د سلیمان د ټولو رسامیوو اصلي کرکتر د نبي د ښکلي ځوانۍ انځورګري وه. سلیمان وحدتي په خپل موټرچلوونکي مین وي. د سلیمان او نیلا وحدتي ژوند چې له ورایه یو تش کالبوت برېښي په اصل کې د دوو بختکوټه څېرو ژوند دی چې مسلطو دودونو ته په پام سره یې په خپلو هیلو لوی تور څادر غوړولی وي خو دا هیلي یې بېا هم په خپل ځای پاته وي. نیلا وحدتي بېا وروسته په فرانسه کې په ځانوژنې خپل ناندریز ژوند ته د پای ټکی ږدي.

سلیمان او نیلا وحدتي له صبور سره په دې موافقه کړي وي چې د لور له پلور وروسته به پلار کله هم د لور لیدو ته نه راڅرګندېږي او   پري   به خپل ناسکه ماما ته ډریور وایي او دوی ته مور او پلار تر څو د وخت په تېرېدو یې بس همدا په سرکې کېني. پري په همدې کورنۍ کې پدې ګمان چې سلیمان او نیلا یې اصلي پلار او مور دي رالویږي. نیلا یو وخت خپله په   لورولي   نیولي لور پري له ځان سره بېایې او پاریس ته تښتي او هلته د دې رمان د بل څپرګې پیلامې ته لار هواروي. نبي د سلیمان وحدتي چې اوس فلج شوی هم دی د پالنې مسولیت په غاړه اخلي او موده وروسته د هغه ټول خبرپاله، اوزګارخېل چوپړیان د هغه په مشوره له کاره شړي.

دلته مونږ لوستونکي له افغانستان نه پاتې نړی ته د پورته یادو کورنیو د مهاجرت د ژوند او ژواک شاهدان پاته کېږو او په څارګرو سترګو د دې کورنیو په نړیواله جغرافیه کې د پنځو پښتو پاشلی ژوند تعقیبوو چېرته چې د دوی د ننۍ لویدیځي ټولنې اقدار د پرونۍ ختیځي ټولنې له اقدارو  سره په ژور ټکر او کش و ګیر کې راښکېل وي.

 پري چې مور یې  دا  له خپلو پاتي خپلوانو بېبرخې کوي او دا خپله په شرابو او عیاشۍ کې راګیره وي، عبدالله چې خپله وینه، خپله ورته ګرانه بیلتون خوړلي خور د امریکې په لریپروت چآپېریال کې نه شي هېرولی او په خپلې لور هم د پري نوم ږدي چې بېا د رمان په پای کې له خپلې اصلي ترور پري سره مخامخ کېږي، د داسي یو نوي لویدیځ مېشتي کهول راپاڅېدا چې د خپل هېواد له ښو او بدو ناخبر دي او د وطن کلمه د خلي ارزښت هم نه ورته لري او د ماشیني نړی د الکترونیکي لوبو په خېالي دونیا کې ورک دي.

پښتنه  روشي  چې د تره له لاسه په روغتون کې د وررسېدلې ژوبلې په دلیل بستر ده د یوې بلې افغانې د ناخوالو ویندویي کوي. تره یې خپل ورور، ورېندار او اولادونه په تبر وهې او روشي چې له پېښې روغه ووځي د بوسنېایي نرسې   امره آدمویچ   تر پالنې لاندي راځې په داسي حال کې چې تره یې د ورېرې  په دې حال د خلکو د ترحم د احساس په راپارولو د هغوی جېبونه تشوي. روشي باید له ملک نه بهر عملیات شي او د دې لپاره د نورو امکاناتو د برابرولو تر څنګ د تره نه اجازې ته اړتېا شته کومه چې په پیسه اخیستل کېږي.

د نبي له ګاونډ نه د رشیدي د کورنۍ ادریس او تېمور چې د امریکې کالیفورنېا ته مهاجر شوي وو، هغه دوه ترورځي دي چې افغانستان ته د والدینو په ورثه پسې د خیر ښېګڼې د ښکلو تورو تر نقاب لاندي راستانه شوي او په روغتون کې له روشي او د هغې له بوسنېایي پالندویې   امره آدمویچ  سره آشنا کېږي. ادریس له روشي سره ریښتیني خواخوږي ښیي او ډوپه تېمور بېا د خپلې په اصطلاح د خیر ښېګڼې د ټولنې د مشهورولو په نیت روشي امریکا ته د عملیاتو لپاره بېایې کومه چې بېا هلته خپل ژوندلیک په لیکه کوي. لیکوال د دې هر یو د کرکتر پېچومو ته وردانګې او د رمان اړتیاوو ته په پام سره یې د شخصي خصلتونو ګڼي خواوي راسپړي.

د نیلا وحدتي لور پري وحدتي په پاریس کې د مور د تمې خلاف د ادبېاتو په ځای د رېاضي دنیا ته مخه کوي. دا هلته له فرانسوي  ېریک  سره واده کوي خو له مور سره د وینې د اړیکې په اصلیت شکمنه وي. مور ته وایي چې له ماشومتوب نه یې یو سپی یاد ته ورځي چې کوم چا یې غوږونه او لکی ورپري کړي وي او دا چې په دې ډېر ګران وو او په دې چورت کې وي چې دا څه وخت وو. مور یې ورته وایي چې زما داسي ژوي نه دي خوښ چې د ځان په قدر نه وي پوه، سپی له همداسي ژویو نه دی. ته به یې وهې او ترټې او دی به بېا هم مړه لکۍ درپسي روان وي او ته به بېا هم لاورته ګران وې. پري له خپل فرانسوي مېړه   ېریک او خپلې انډیوالې کولیت سره افغانستان ته د تګ نیت کوي او دوی هلته د فارسي ژبې کورس کې داخله اخلي خو خپل دوه ځانتوب ته په پام سره یې دا پرېکړه یوه بېمسولیته پریکړه ورته ښکاري او موقتي ځني تېرېږي. د اولادونو نومونه یې  ایزابېل،  اله او   تېرېې   دي. دا په ۴۸ کلیني کې په رېاضي کې د پروفیسري تر کچې مخ ته ځي او په همدې کال کې یې مېړه وفات کېږي. لور یې د موسیقي له کمپوزیتور فرانسوي  البر  سره واده کوي، زوی یې   تېرېې   له ویتنامۍ سره واده کوي او د مرکزي افریکې د   چاد په جمهوریت کې کار کوي.

هلته په کابل کې سلیمان وحدتي وفات کېږي او خپل ټول شته یې د خپل موټرچلوونکي نبي په نوم کړي وي. د نړیوالو ځواکونو له راتګ سره جوخت د خیریه موسسې د پلاستیکي جراحي جراح یونانی  مارکوس وارواریس  کابل ته راځي او د نبي دکور د په کرایه نیولو په موکه له نبي سره آشنا کېږي. نبي د دوی نېکو موخو ته په پام سره له دوی نه کرایه نه غواړي او دی، نبي او امره آدمویچ  د وخت په تېرېدیو سره یو دبل نژدي دوستان ګرځي. لیکوال مونږ د یونان د تینوس ټآپو ته له ځان سره بېایې او د مارکوس له پرون او دا چې ولي ده پلاستیکي جراحې ته مخه کړي له دلایلو سره مو آشنا کوي. لیکوال په نړیواله جغرافیه کې په یو دوراني خوځښت سره د رمان ټول کرکترونه واپس له کابل او بېا په تېره بېا د پري او عبدالله له پرون، د هغوی له کلي شادباغ سره تړي.

 په امریکه کې بېا عبدالله په خپله لور پري هر یکشنبه د فارسي او د قران د زده کړي کورسونه ویلي او د خپلې خور پري په هکله یې ورته ډېر څه ویلي دي. پري لور بېا د خپل پلار عبدالله خور ته د خپلې خېالي غبرګوني خور په سترګه ګوري  او د بابا د خوشاله ولو خوبونه ویني. دا خپلې خېالي خور ته پوست کاردونه لیکي لکه هغه چې په ریښتېا هم ورسره وي او یا یې دې ته پته معلومه وي. دا وایې چې دومره پیسي یې ګټلي وای چې د بابا خرڅه کړي کشره خور پري  خپل بابا ته بېرته پې راستنه کړي تر څو د هغه د هیلو دنیا هم بشپړه شي. پري لور له امریکایي سرتېري هکتور خاواریس سره انډیوالي لري کوم چې بېا په افغانستان کې سخت ټپي کېږي. د عبدالله ښځه سرطان لري، عبدالله خپله د خور په وېر کې وروسته وروسته په رواني تکلیف اخته کېږي او لور یې دی د خپلې ښځې له ناروغۍ نه هم نه دی خبر کړی. دی او ښځه یې چې په پېښور کې جامې پلورونکي وه، همهلته سره آشنا شوي دي.

د پري مور په روغتون کې پري د عبدالله په پېښور مېشتي ناسکه ورور اقبال چې عبدالله به هره دریمه مېاشت ۱۰۰۰ ډالر وراستول خبروي او ورته وایي چې زامن لري او پېښور ته څېرمه په یو کمپ کې اوسي. دا له پري نه دا غواړي چې اوس دي د پلار د ناسکه ورور د مصارفو حسابي په خپله غاړه واخلي، ځکه پلار یې په رواني تکلیف اخته دی.

نبي په ژوندوني مارکوس او پري وحدتي ته یو شریک لیک لیکي په کومه کې چې د خپل ژوند ټول حقایق ورته راسپړي او خپله شتمني ټوله د پري په نوم کوي. دی له مارکوس نه غواړي چې د ده لیک د ده له مړینې وروسته پرانیزي. دی په دې لیک کې له مارکوس نه غواړي چې دانترنت پر مټ پري وحدتي ورته رابېاموندي او دا لیک ورسره شریک کړي.   پري  ته په ۲۰۱۰ عیسوي کال کې چې پدې وخت کې دې د روماتیزم له وجې تقاعد اخیستی وي له بهر نه زنګ راځي. دا د مارکوس وارواریس  تیلیفون وي چې   پري  د هغې د ناسکه ماما د لیک او وراثتلیک له شتون نه خبروي. دی د   پري  په غوښتنه دا لیک په تیلیفون ورته لولي. پري وحدتي بېا وروسته کابل ته د نبي کور ته چې اوس مارکوس په کې اوسي سفر کوي او د ماشومتوب د دوران په هغه کور کې مېشتېږي چې اوس د دې په نوم دی او د عبدالله او خپل ناسکه ورور اقبال په لټه کې کلي ته هم ځي. مارکوس دې ته د نبي لیک ورکوي او د شادباغ د کور عکس ورښیي، هغه کور چې اوس یو نوموتی جنګسالار پکې مېشت دی او عام افغانان ورته د قاچاقبر ماڼۍ وایي. د اقبال د ماشومتوب ملګری پري وحدتي ته د اقبال پته ورکوي او خبروي یې چې اقبال په امریکې کې عبدالله نومی ورورو لري چې ده ته به یې پاکستان ته پیسې وراستولې.

لیکوال د لوستونکي په چاپېربال کې درګرده بدلون راولي. بېا یې له ځان سره شادباغ ته بېایې چېرته چې پخوانی جهادی جنګسالار بابا جان د صبور کور رالاندي کړی او لویه ماڼۍ یې پرې آباده کړي او خپل زوی عادل او خپلې شادباغ مېشتې یوې ښځې ته یې بېل یو ژوند جوړ کړی. شادباغ مېشتي ښځه یې په شورټس او لڼډلسټوني کمیس کې  تلویزیوني ورزشي ویدیو ته ورزش کوي او بله ښځه یې په جلال آباد کې مېشت ده. دی د خپلې ناروا راموندلې شتمنۍ په مټ د شادباغ په مخورو بدل شوی دی. ده ته په شادباغ کې دخیریه کارونو په ترسره کولو کرزي په ۲۰۰۹ کې یو مډال هم ورکړی. خو د ده د نقاب شاته پټه څېره ګڼشمېر نور ناولي رنګونه لري. عادل، زوی ته یې له غلام سره له آشنایې وروسته ورڅرګندېږي چې خلک یې پلار ته احترام نه بلکه له پلار نه یې وېرېږي. په ورته وخت کې د پېښور د جلالزو له کمپ نه راستون شوی د پروانې او صبور لمسی او د عبدالله ناسکه وراره ،غلام او د هغه پلار شادباغ ته د خپل پلرني جایداد د خپلولو لپاره راغلی او د بابا جان له باډیګاردانو نه په پټه د هغه له زوی عادل سره آشنا کېږي او له خپله حاله یې خبروي. خو د بابا جان، د باډیګاردانو دیوال زښته زیات پېړ، لاسونه یې ډېر اوږده او مربیان یې لوړپوړي فاسد چارواکي دي.

پري وحدتي  وروسته له   امریکې مېشتي پري لور  سره تېلیفوني تماس پیدا کوي، ځان ورپېژني چې ترور دې یم او هملته امریکې ته ورځي. دا ۵۸ کاله وروسته خپل ورور ویني او له خپل ورور او ورېرې سره یوه مېاشت تېروي. د پري فارسي نه ده زده او له خپلې ورېرې سره په فرانسوي لهجه انګلیسي وایي.

 پري وحدتي څو ورځي وروسته له ورور نه دا پوښتي چې:  یاد دي شي چې یوه خور دي درلوده؟

 عبدالله په ژړا شي.

 عبدالله یې نه پېژني او لور ته وایي چې دا ښځه مي له سترګو پناه کړه، دا غله ده زما تابلېتونه غلا کوي، زه په دې ښځه اعتبار نه لرم. دروغجنه ده، دروغ وایي، دعوا لري چې خور مي ده.

رمان د پري او عبدالله د بېلتون د ناورین په رابرسېره کولو پيلېږي او د همدې خور او ورور په بېا سره یو ځای کېدا د زنکدن ساه اخلي. زېاتي تلم څپلی مي پرې سوه..

   دا چې کېدای شي ډېریو به مو د خالد حسیني لومړني دوه کتابونه نه وي لوستي، دلته هغو دوو ته یوه لڼډ نظر ورګورو.

د خالد حسیني لومړنی کتاب٬(۳۸۲مخه) ګدیپرانباز٬ د ۲۰۰۳ م کال د مې په میاشت کې د Riverhead books  لخوا چاپ شو. د دې کتاب څه د پاسه دری میلیونه کاپیوي پلورل شوي او له ۳۰ نه زیاتو ژبو ته ژباړل شوی دی. دا کتاب بیا د مارک فوسټر لخوا په ۲۰۰۷ م کال کې فلمي بڼه خپله کړه.

د دې کتاب نکل په افغانستان کې د شاهي نظام له راپرزېدو د مخه پیل کېږي او د طالبي رژیم تر مسلطېدو پوري غزیږي. دا کتاب د امیر نومي پښتون ۱۲ کلن ماشوم، د هغه د پلار بابا، دهغوی د هزاره مزدور علي او د هغه د زوی حسن د ژوند په لوړو ژورو راڅرخي او نړی ته د لیکوال له لرلید نه د افغانستان د تاریخ د یادې دورې ځني اړخونه هم ورښیي. د دې کتاب نوري څېرې رحیم خان د بابا نژدی ملګری، بدماش ټیپی، ماشوم ملتپال آصف البته که د داسي اصطلاح کارول اصلا شوني وي ،چې پلار یې پښتون او مور یې جرمنۍ ده، او خپله د لوپرو ډلګۍ لري، جنرال صاحب چې په امریکې کې د بابا سره په هغه بازار کې چې دوی دواړه د مستعملو توکو د پلور کار پکې کوي، آشنا کېږي او یو ځل مېړه خوشي کړي لور یې ثریا چې امیر پرې مینېږي او بیا واده ورسره کوي، دي. امیر او حسن د ناول اصلي کریکټرونه او د لوبو انډیوالان دي.

امیر غواړي چې د کاغذپران د سېالیو په ګټلو د خپل بابا زړه ورخپل کړي او حسن چې د دوی د مزدور زوی دی په دې کار کې له ده سره د مرستې ژمنه کوي. کتاب د دې دوو ماشومانو د روابطو ژورو ته په ورننوتو لوستونکو ته د هغه پېر د افغاني ټولنې طبقې او د هغوی تر منځ شته واټن ورښیي. د شتمنې کورنۍ نازدانه امیر دې ته هکپک پاتي دی چې ولي یې پلار د دوی د مزدور د زوی حسن سره دومره زیاته مینه ښیي له دې نه ناخبر چې پلار یې د حسن له هزاره مور سره چې یو وخت د دوی کورچوپړه   وه نامشروع رابطه درلوده او دا چې حسن د هماغې رابطې د پایلو زېږد دی. د حسن بېمسولېته، په کوڅه کې په ښکلي اندام مشهوره مور د اولاد له زېږد نه وروسته خپله کورنۍ پرېږدي او تښتي په داسي حال کې چې د امیر مور د هغه د زېږد پر مهال مري، غرض دا چې دواړه بېموره، یتیمان رالوېېږي.

 امیر له ماشومتوب نه له لیکوالۍ سره ډېره علاقه درلوده او د بابا نژدې ملګری رحیم خان یې په دې کار کې مشوق وي پداسي حال کې چې پلار یې له دې شوق سره هیڅ ډول علاقه نه ښي. د امیر په ګاونډ کې مېشت آصف، امیر ته تل په دې ګواښیږي چې په کور کې یې د ده په وینا ناولي هزاره ګان ساتلي کوم چې د پښتني وطن د ناولي کېدو سبب ګرځي، د ده په اند افغانستان یوازي د پښتنو وطن دی. امیر او حسن یوه ورځ په یوه ډګري کې د آصف او د هغه د ډلګۍ لاس ته ورځي خو حسن د خپلې لېندۍ په مټ امیر له اصف نه ژغوري او آصف بیا هم دا عقده په زړه کې ورته ساتي او ورځ ورته ګوري. د ۱۳۵۴ ل ل کال د ژمي د کاغذپرانې په سېالیو کې امیر د دې سېالۍ په ګټلو د سېالۍ وروستی کاغذپران آزادوي او حسن له وعدې سره سم د آزاد شوي کاغذپران په راوړلو پسي په مڼډو کېږي او د یوې کوڅې په آخره کې له رانیول شوي کاغذپران سره د آصف او د هغه د ډلګۍ منګولو ته ورلوېږي. دا چې حسن هغوی ته، امیر ته وعده شوی کاغذ پران نه ورکوي، د آصف ملګري حسن ورته نیسي او آصف پر هغه جنسي تېری کوي. امیر چې کله حسن ونه موند د هغه په لټه کې راووزي او هغه په داسي حال کې مومې چې د آصف او ملګرو په حلقه کې راګير وي. دا هر څه امیر د کوڅې له یو بل ګوټ نه پټ څاري خو له وېرې مداخله نه کوي. دا جنسي تېری حسن ماتوي او امیر کله هم د دې جرئت نه کوي چې په دې اقرار وکړي چې دی د هر څه شاهد پاتي شوی ځکه نو د ده وجدان دی پاتي ټول عمر ځوروي. له دې ورځې وروسته د دې ناسکه وروڼو، چې له خپلې ورورۍ په بالغ عمر کې خبریږي، په خپلمنځي نژدې اړیکو کې ژور بدلون راځي.

پر افغانستان د شوروي اتحاد له وسلوال تېري نه وروسته بابا او امیر د افغانستان پرېښودو ته اړوزي او امریکې ته پناه وړي. له تنظیمي وحشتواکۍ نه مودې وروسته د طالبانو د رژیم په دور کې امیر د خپل پلار د اوس پېښور مېشتي ملګري رحیم خان نه خبرېږي چې حسن د هغه ناسکه ورور دی او دا چې حسن او ښځه یې فرزانه طالبانو وژلی او زوی یې سهراب په کابل کې په یوه یتیمخانه کې اوسي. د حسن زوی بېا وروسته د طالبانو یو قوماندان د خپلې جنسي تندې د ماتولو لپاره له یتیمخانې نه له ځان سره وړي او وروسته بېا دا راڅرګندېږي چې دا قوماندان هماغه د امیر د کوڅې ګاونډی آصف دی. امیر د رحیم خان په غوښتنه لومړی پېښور او بېا کابل ته د تېرو ختاوو د جبران په نېت ځې او د حسن زوی سهراب د آصف له منګولو ژغوري او له ځان سره یې د امریکې فریمونت ته بیایي چېرته چې خپل پاتي ژوند له خپل ناسکه تره او تېندارې سره تېروي.

په دې کتاب کې هم د خالد حسیني نورو کتابونو په ورته والي هیڅ افغان پښتو نه وایي غیر له طالب نه خو د فارسي ژبو شاعرانو شعرونه بیا د ماشوم، لوستي او نالوستي له یادو زده او پرې مین وي. لیکوال ځیني تاریخي پېښي که څه هم برسېرن یادوي خو په خپل دې کار سره په ډېر مهارت په دې بریالی شوی چې په نړیواله کچه د خپل کتاب په لوستونکي د افغانستان د هغه پېر پېښي له خپل لرلید نه وتپي. ورته چلند دهّ د افغانستان د شته توکمونو تر منځ د شته بې اعدالتیو د انځورلو په اړه کړی دی، چېرته چې هیڅڅوک د ؛قهر افغان رحم هزاره؛ متل نه کاروي او نه یې لیکوال ځني خبروي او نه خو هم د تنظیمي وحشتواکۍ مېخټومبني او په ژوندون په کانتینرونو کې د پښتنو له سون نه څوک څه وايي. دلته هزاره تر جبر لاندي مظلوم دی او پښتون جابر ظالم دی، حسن د قربانۍ ګډ دی او امیر قصاب.

 د پنجاب زېږدو جګړه مارو د کابلواکۍ له پېر نه لوستونکی په یوه منډه د پښتون استازي طالب پېر ته ټوپ وهي. خو بل اړخ ته هغه طالب چې، شورای نظار ته په ورته والي د پنجاب د شکنجې د وسایلو د تولید له اسلامي فابریکې نه اصلا د شعوري او لوستو پښتنو د محو کولو لپاره رامنځ ته شوی، په دې کتاب کې د پښتنو استازیتوب کوي. دا کتاب په ډېر مهارت سره په ظاهره د پښتون امیر او هزاره حسن د رابطې له طریقه د توکمنو تر منځ د روغې جوړې د پیغام د ورکړې تر نامه لاندي له شا د ویدو پښتنو لمن ورپورته کوي او نړی ته یې وحشي، بل دښمنه، پرونپاله، ځانغواړي او ښځدښمنه ورپېژني. پر دې ټولو خبرو سربېره لیکوال د ناول لیکنې د ژورې پوهې د درلودو پر مټ او د خپلې ټولنې له لوړو ژورو نه د خبرتېا او د هغې د انسان د پېژندنې پر مټ په دې توانېدلی چې یو د کتابلوستنې د تندې راپاروونکی ښکلی ناول پر لیکه کړي کوم چې په نړیواله کچه یې د ډېرو زړونه ورخپل کړي او لوستونکي یې د خالد حسیني د کتاب وفاداره لوستونکي پاتي شوي دي.

د خالد حسیني دوهم کتاب زر ځلانده لمرونه په ۲۰۰۷ کال کې په  ۴۲۸ مخونو کې په انګریزي ژپه چاپ شو. د دې کتاب له چاپ نه د راوتو په لومړی اونۍ کې څه دپاسه یو میلیون کاپیوي وپلورل شوې او د پلور په لومړنیو ۱۵ اونیو کې د نیوریاک ټایمز د زیاتپلورل شوو کتابونو د لیست په سر کې یې خپل ځای ټینګ نیولی وو. د دې کتاب نه د فلم جوړونې حقوق Columbia Pictures ځان ته خوندي کړي خو کار یې نه دی پیل کړی. د دې کتاب اصلي کرکترونه هراتۍ مریمه او کابلۍ لیلا ده او د دوی تر څنګ ننه د مریم مور او د جلیل پخوانۍ کورچوپړه، شتمن جلیل چې د مریمې اصلي پلار دی، ۴۵ کلن کندهاری رشید چې د مریمې د مور له ځانوژنې وروسته لومړی له پنځلس کلنې مریمې سره او بیا یو نسل وروسته له تنکۍ پېغلې ۱۴ کلنې لیلا سره واده کوي او پښتون طارق چې د تاجکې لیلا د ځوانۍ انډیوال او د هغې د لومړي اولاد اصلي پلار دی او په پنځه کلیني کې یې یوه پښه مین وروهلې ده. ملا فیض الله د مریمې د قران لوستنې ښوونکی او رازشریکی دوست دی او همدا ډول پوهنتون پاسه ښونکی حکیم او د هغه مېرمن فریبا چې د لیلا والدین دي، د دې ناول له نورو کرکترونو نه دي.

  د خالد حسیني د لومړنې کتاب سره په پرتله دا کتاب د زامنو د ملګرتېا پر ځای د ناروېجۍ لیکوالې اوسنا سه یرشتاد د ٬ د کابل کتابپلورونکی٬ او د ایرانۍ لیکوالې زېبا شکید د ٬ چیرته چې خدایان هم په ژړا دي٬ کتابونو ته په ورته والي د افغانستان د ښځو د ژوند په چاپېریال راڅرخي خو نارینه هم پکې بې برخې نه دي پاته شوي. د مریمې او لیلا د ژوند تار د تنګنظره پښتون کندهاري رشید په ستنه کې پییلی دی او شریک مېړه د دوی دواړو تقدیر په یوه شریکه لار سره سموي.

لکه د قطبنما ستن چې تل د شمال په لور سمه وي، همداسي به د یوه نارینه د تهمت ګوته هم تل ښځې ته سمه وي.

(له زر ځلانده لمرونو نه )

مریم پنځکلنه وه چې د (حرامي) ارموني کلمه یې لمړی ځل واورېده بې له دې نه چې په دې دي پوه اوسي چې دا لا څه معنا لري. دومره خو یې لا درکولای شوای چې کومه د سرلوړۍ کلمه نه ده، کومه مضحکه څه دي خو له هغې نه وراخوا په زیات څه نه وه پوه. مور یې، ننه، به تل وریادوله. دا د مور او پلار ناغوښتي لور وه او په دواړو بار او دواړو ته طعنه ګرځېدلي وه، لکه دا چې د دې ګناه وې چې د مور او پلار تر منځ یې هغه نامشروع اړیکه ټینګه شوي وه چې دا یې زېږنده وه. لکه دې چې غوښتي وې هغه دنیا ته سترګي راپرانیزي کومه چې دې ته د وېالو د ناولو، ناکارو بوټو په څېر په هره ښه او بده خبر کې سپکې سپوري کارولې.  د یوې سېنما، دریو ښځو، د نهو په اصطلاح حلالي اولادونو او ډېرې شتمنۍ خاوند تجار پلار یې جلیل، دې(مریم) او د دې مور( ننه) ته د هرات له ښار نه لري یوه ګوډله غوندي کوټه ګۍ(کلبه) جوړه کړي وه او دوی یې جبرا هلته ځای په ځای کړي وو. دا ځکه چې دنیا مریم ته د جلیل د لور په سترګه او کورچوپړې ننه ته یې د هغه د ماینې په سترګه و نه ګوري. د خان جلیل نامشروع اړیکه له کورچوپړې ننه سره د خان او د خان د کورتوکو د کارونې رابطې ته ورته وه. ننه د خان د کور یو لوښی وو چې خان لاسونه پکې ومینځل او نور یې بهر غوځار کړ او بل نوی لوښی یې راووغوښت.

جلیل به هر پنجشنبه د لور لیدو ته ورته او هغې او مور ته به یې  خوراکتوکي  وروړل. ده به دا کار په مزدورانو نه کاوه. یا به یې په خپله او یا د خپلې بلې په اصطلاح اصلي ښځې په زامنو کاوه، په حلالي زامنو، لکه خپله ګناه چې په همدې جبرانوي. جلیل په مریم ډېر ګران وو. مریم به پنجشنبو ته ،د جلیل راتګ ته، د جلیل نکلونو او د هغه د سینماګانو او ژوند پاتې کیسو ته لېواله سترګي په لاري ناسته وه. مور یې، ننه، ورته تنګنظري او تاریکبینه برېښېده، داسي یو څوک چې هر څوک او هر څه ورته د خپلې تېاري خونې تېارو ته په ورته والي تورزړي او تور برېښېده. خو ننه به ورته د حرامي د لقب له بېا بېا ورپه یادونې وروسته ویل چې: د لویو  ډوپه ګانو  لویي باټي، لوی دروغ.

 د مریم به دا زړه ته نه لوېده. دا به یې زړه نه منل چې د په زړه خواږه، په ظاهر حسین پلار، په ظاهر او باطن کې دي څه فرق وي. دا خو یې لا منلای شوای چې د پوچخولي مور له خولې د خوږې تمه نشته مګر یوازي د ترخې، د په ژبه تلناستي ترخې، بې له دې چې د مور د ژوند له ناخوالو دي خبره واوسي یا دقیقتر ووایم درک دې کړای شي. د جلیل په رنګینې خېالي دنیا کې هر څه بېله ښکلا او بېله ځلا درلوده، هیڅڅه مسکون او بې ټنګټکوره نه وو.

د مریم د زوکړي په پنځلسمه کلیزه پلار ورسره په سینما کې د Pinocchio د فلم د ورښودو وعده کړي وه خو جلیل پدې ځل نه شو راڅرګند. مریم د لومړي ځل لپاره په خوشباورۍ کې پخپل سر د هرات ښار ته، پلار ته، د مور له مشورې نه بغیر ځي او د نوموتي خان جلیل خان د کور له موندنې وروسته د هغه د کور د لویو لویو دروازو شاته شپه تېروي، ځکه کور ته یې دننه څوک نه ورپرېږدي. په سبا یې په خپله کوټه ګۍ کې مور په پړي راځوړنده ومونده ځکه هغې دا ګومان کړی و چې مریم دا خوشي کړي ده او هغې خو لا وار دمخه هم مریم ته دا ویلي وو چې که ورغلئ بېا نو له ما لاس ومینځه، زه به ځانوژنه وکړم.

د مور له مړیني وروسته جلیل، مریم ځان سره کور ته بېايې. دا بدلون دې ته دا هیله ورکوي چې اوس به یې پلار او ناسکه مندي او ناسکه خوندي وروڼه د خور په حیث وپېژني، د کورنۍ غړي به شي. پلار به یې سبق پرې ووایې، د خان جلیل خان لور به شي. خو د خپل تقدیر په پاڼو چې دې د څه لیکلو خوبونه لیده، تقدیر هغه پاڼي وار د مخه په نور څه ډکي کړي وې.  جلیل او میرمنو یې دا٬ پنځلس کلنه مریم٬ وار دمخه پنځه څلوېښت کلن کابل مېشتي کندهاري رشید ته په نکاح کړي وه.

ځیږ او تنګنظری پښتون رشید به د کابل شتمنو ته د هغوی له غوښتنې سره سم بوټان جوړول، همدا یې کار وو. رشید، مریم کور ته د کورچوپړې په ډول، د اولاد یا که یې سپینه وکړو د زامنو د زېږد د وسیلي په څېر رادننه کوي او د هغه سره سم چلند ورسره کوي. مریم ۷ ځله حامله کېږي خو هر ځل اولاد ضایع کوي. دا د دې سبب ګرځي چې رشید مریم منزوي کړي، ژوند یې نور هم ورته تریخ کړی او د هرې ناخوالې پړه تل په دې وراچوي. وهي یې، آن تر دې چې یوه ورځ چې دی د مریم له پخلي نه ناراضه وي، د وړو تیږو جغل پري ژویي چې د هغې د غاښونو د ماتېدا سبب ګرځي.

کلونه وروسته د جلیل دوی په کوڅه کې د روښانفکره او لوستي تاجک په کور کې لیلا زېږي. د لیلا پلار بېا له پښتون رشید سره په تضاد کې غواړي چې لور یې ښونځې ته لاړه شي، لوستي شي او بېا لوړي زده کړي وکړي. لیلا دوه وروڼه لري چې د پنجابزېږده تنظیمي جنګسالار یا د لیکوال په قلم نوموتي قوماندان شېر پنجشیر مسعود سره جهاد کوي او په همدې جهاد کې وژل کېږي. د زامنومړینه د لیلا خوشطیبیاته مور فریبا د غم په تنګه تېاره کوټه ننباسي او تر ډېره یې له پاتې چاپېریال سره اړیکي شلوي. د لیلا نژدېترینه ملګری په پښه ګوډ پښتون طارق دی چې په هر میدان د دې دفاع کوي. د طار�� په مور او پلار لیلا دومره ګرانه وي چې هر ځل چې د دوی کور ته ورځي هغوی لیلا په خپلو کې د کور د ناوي په نوم سره یادوي.

په کورنۍ جګړه کې د بهره راصادر شویو ملخو لخوا د وچو او لمدو خوړل او سون، د ژویو او انسانانو بېرحمانه وژل د طارق مور او پلار له وطن نه تېښتې او په پېښور کې د کډوالۍ ژوند ته اړباسي. طارق لیلا د کورنۍ له دې پریکړې خبروي او د خواشینۍ په دې موکه د دوی تر منځ په عین غمپاللو کې ډېر نژدېوالی له دوی نه د احساساتو د کنترول واګي اخلي او د دوی نه هغه څه کېږي کوم چې په تېر کې د مریم له مور او پلار نه شوي وو.

په داسي حال کې چې ټوپکمار د کابل ښار په خپلمنځي جګړو په بل مخ اړوي، لا اوس هم د خپلو زامنو د مرګ په وېر کې ناسته د لیلا مورفرېبا، له خپل کور نه د وتو نه انکار کوي. خو د توپکوالو عاموژني، ځوروني، چور او په ښځینه وو او ماشومانو د ټوپکوالو جنسي تېري د لیلا مور په دې قانع کوي چې په داسي چاپېریال کې د لور رالویول ناشونی کار دی او بلاخره د خپل مېړه حکیم د وطن پرېښودو مشوره مني خو د کالیو د ټولولو او تړلو په موکه د دوی پر کور یو راکټ لګېږي په کوم کې چې د لیلا مور او پلار وژل کېږي او لیلا سخته ټپي کېږي.

د لیلا ګاونډۍ مریم، لیلا ته پناه ورکوي. ډېره موده لا نه وي وتي چې لیلا دې ته متوجه کېږي چې له طارق نه حامله ده. ټوپواکي، احتېاج، بده ورځ، یوازیتوب، دوه ځانتوب او دا ګمان چې طارق هم مړ دی دا دې ته اړ باسي چې له رشید سره واده ته غاړه کېږدي. بوډا رشید د پېغلوټي لیلا ، دې ښکلي دوهمې ښځې په راتګ له خوښۍ نه په کالو کې نه ځاییږي خو کله چې لیلا هم لور ورته وزېږوي د ده دا خوښي ټوله په سیند لاهو شي.

د مریم او لیلا په لومړي سر کې نه سره لګي، ځکه مریم په لیلا ځان ته د هغې د مېړه د ورخپلولو تور لګولو خو د وخت په تېرېدو سره دوی یو د بل ښې ملګري ګرځي او د دوی تر منځ یو ډول د مور او لور اړیکه ټینګېږي. د دوی د ملګرتېا او رازشریکۍ دا رابطه دومره غزیږي چې دوی یوه ورځ په ګډه له رشید نه د تېښتې نیت کوي. د مسلطو ټوپکېانو قواعد د دې غوښتنه کوي چې یوه ښځینه باید د سفر په موکه له ځان سره یو محرم نارینه ولري. دوی د بسونو په اډه کې یو څوک موندي چې د پیسو په بدل کې د دوی د محرم کس رول ولوبوي.  پیسي لیلا په اوږده مزل کې لږ لږ له رشید نه غلا کړي وي خو دا موندلی کس له دوی سره خیانت کوي او دوی نیول کېږي. کله چې دوی بېرته د رشید منګولو ته سپارل کېږي، رشید دوی وهې او هره یوه یې بېله بېله په کوټو کې د څو ورځو لپاره وږي او تږي بندوي. کلونه وروسته کله چې طالبان هم پر کابل مسلط شوي دي، لیلا رشید ته زوی ٬زلمی٬ زېږوي.

د دې کلونو په وچکالۍ کې د رشید د بوټجوړونې کارځای اور اخلي او رشید دې ته اړ ووزي چې هر ډول کار ته لاس واچوي خو په داسي حالاتو کې د دوه ګولي روزي پیدا کول څه آسان کار نه دی. د لوږې نه د مړینې له وېري رشید خپله لور عزیزه یتیمخانې ته سپاري. لیلا ته د عزیزې نه لري والی د زغم وړ نه وي خو د طالبانو په پاچاهي کې یتیمخانې ته د یوې ښځې یوازي ورتګ څه د ټوکو خبر نه وي. لیلا بېا هم له ټولو ننګونو سره سره د لور لیدو ته ورځي او د دې کار په کړو په وار وار د طالبانو نه وهل خوري.

یوه ورځ له مودو نه ورک او د لیلا په ذهن کې مړ او اوس له پېښور نه راستون شوی طارق د دوی د کور مخې ته بېا راپیدا کېږي او د دوی دواړو تر منځ په تېر کې شته مینه چې عزیزه یې زېږنده وه یوه وار بېا سترګې رغړوي او راژوندۍ کېږي. د طارق له تګ وروسته کله چې د ورځې په پای کې رشید کور ته راځي زوی یې زلمی د یادشوي  نابللي مېلمه کیسه پلار ته تېروي. رشید د دې کیسې په اورېدو له چټې ووزي او لیلا رالاندي کوي، وهې یې او نژدي وي چې خفک یې کړي. د مریم زور نه ورسره رسې چې لیلا ځنې خلاسه کړي او په ناوسۍ کې چارۍ را اخلي او رشید په سر وهې چې دا ګذار د رشید  ژوند ته د پای ټکی ږدي. لیلا او طارق له مریمې نه غواړي چې له دوی او ماشومانو، عزیزې او زلمي، سره یې یو ځای پاکستان ته وتښتي خو مریم د دې لپاره چې د طالبانو پام له لیلا او طارق نه ځان ته ورواړوي له دوی سره له تګ نه انکار کوي. مریم وروسته د مېړه په وژنه اقرار کوي او د طالبانو لخوا اعدام کېږي.

 لیلا او طارق په پاکستان کې واده سره کوي او د طالبانو له راپرزیدو نه وروسته کابل ته راستنېږي. کابل ته تر راتګ د مخه دوی د مریم زېږد ځای هرات ته د هغې کنډوالې ته ورځي او د مریم د ښوونکي زوی مومې. وروسته دوی ته دا پته لګي چې د مریم سکه پلار جلیل خپلې لور ته یوه بکسکه پرېښودي ده، په هغې کې ده د Pinocchio د فلم ویدیوکست، یو څه پیسي او یو لیک ایښی وي په کوم کې چې دی په خپلو تېرو کړنو پښېماني ښیي. لیلا او طارق کابل ته په ورستنیدو هغه یتیمخانه چې لور یې پخوا پکې وه سمه سمبالوي او لیلا په هغې کې د ښوونکي په توګه کار پيلوي. دا په خپل دریم اولاد حامله وي او نیت یې دا وي چې که لور شوه نوم به یې مریم وي.

 د خالد حسیني لیکني افغانستان انځوروي، خو تر ډېره بریده افغانه انځوروي، د افغان او افغانې تر منځ غیرمتوازنه رابطې راسپړي، له افغانې سره د افغان زورزېاتی او تنګنظري رابرسېره کوي او نړی ته دا ورښی چې افغانستان او افغاني ټولنه له هغه د جنګ په لوګیو کې پټ انځور نه ډېر زیات څه دي کوم چې نړیوال یې د خپلو تلویزیونونو له شیشو نه ګوري. دا چې د دې ټولنې انسانان د بلې هرې ټولنې انسانانو ته په ورته والي له هیلو، خوبونو، ناهیلیو، بریالیتوبونو او ناکامیو نه ډک انساني ژوند لري. افغانستان د بل هر هېواد په څېر په خپله غېږه کې بربنډي او پټي ښکلاګاني لري، شنې مرغې، شنه باغونه، په ځنګلونو پټ آسمانڅکالي مغرورغرونه لري او بېا د همدې طبیعت په لمن کې له خوښیو، وېر، تراژیدیوو، مینې او کرکې نه ډکې افساني لرې.

بل لوري ته د خالد حسیني له لیکنو داسي بریښي لکه د مغز قطبنما چې یې یوازي دوه قطبه ښیي، شمال او لویدیځ. خو غیر افغانانو ته داسي برېښي لکه د افغانستان په نورو ګوټونو کې چې ژوند له سره وي نه، ځکه دوی ته داسي بریښي چې د خالد حسیني د مغز قطبنما خو یوازي هغه قطبونه ښیي په کومو کې چې د ژوند نښي نښاني موجودي وي، ژوند وي، ناسته پاسته وي، ټنګ ټکور وي، کرل وي، ریبل وي، انځورول وي، لیکل وي، په یوه ټاکلي ژبه ګړیدل وي نو که د یو دومره رسېدلي افغان لیکوال قطبنما نوري خواوي نه ښیي، نور انسانان نه ویني نو ضرور به هلته ژوند نه وي. لیکوال له ایراني لیکوالو نه بغیر په دې شاعر زېږدي ټاټوبي کې بل هیڅڅوک نه موندي. د ده دوربین رحمان بابا، خوشحال خان بابا، حمید بابا، احمدشاه بابا، پاچاخان، غني خان، حمزه بابا، اجمل خټک، اشرف مفتون، پسرلی بابا، الفت، مجروح، بینوا، رشاد بابا، لیوال، غضنفر، منلی او په میلینونو نور د تلویزیون په شیشه نه راغلي پټ ادبي غمي نه ویني.  نه بلې خوا ته نیزه بازيوي ویني، نه بلې خواته ډول شته، نه اتڼ شته، نه وورا شته، نه ښکلا شته، نه مینه او نه خندا.

خو لیکوال که څه هم د ملا عمر غوندي نړی په یوه سترګه ویني، د ناول لیکنې په هنر کې یې لاس بر دی. لیکني یې خپله ښکلا لري، خوند لري، جذبه لري او کتابونه یې کاملا په لوستلو ارزي. ده افغانستان د نړیوالو ادبیاتو په نقشه کې په ګوته کړ، نوم یې ورکړ، غږ یې ورکړ او په دې کار د ستاینې وړ دی.

مجیب الرحمان

اوسلو ناروې

3 COMMENTS

  1. خالد حسینی پدی ناولونو سره د افغانستان د ورونو قومونو ترمنځ د دښمنی تخم کرلی او د نژدیوالی پرځای نفاق او بدبینی ترویجوی. حال داچی کورنی او محلی مشکلات هرچیرته شته اوپه پرمختللو هیوادونو کی هم دی ته ورته پیښی واقع شویدی. ستاسو د کور ودان وی چی مونږ ته مو د پردیو جاسوسان په ښه توګه معرفی کړیدی . څومره به ښه وو که حسینی د تضادونو پر ځای افغانان یوالی ته رابللی وای. د ده دهمدی ناولو نتیجه ده چی هره ورځ په سلګونو بیګناه افغانان وژل کیږی.

  2. Selamler,
    Ben bir Afghan olarak dusundum ki Khaled Hosainy de shoray-e nazaar`in khorasanini temsil etmistir. Afghan demek Pashtun,Baloch,Turkmen,Pesheyi,Ozbeek,noristany,Aimaaq, hazara,hindu, pamiri ve tajikk , -lerin bir ana watanidir( ornek.:amerika gibi…).
    Mr. Mojibulrehman Khana!
    Madem ki asil Afghanlilar(Pashtunlari) bu qadar kotulemishse ,ben hich okumayacagim bosh kitaplarini..Anlashildi mi?/!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب