یکشنبه, دسمبر 1, 2024
Homeخبرونهبدخشان کې د سړې هوا له امله ۳ ماشومان مړه شول

بدخشان کې د سړې هوا له امله ۳ ماشومان مړه شول

تاند ( شنبه د لیندۍ / قوس ۱۰مه) په بدخشان ولایت کې د سړې هوا له امله درېیو ماشومانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

بدخشان د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او کلتور رييس حکمت الله محمدي وايي، چې دا پېښه تېر ماښام د دغه ولایت د راغستان ولسوالۍ په نوآباد سياب کلي کې شوې ده.

د محمدي په ​​وينا، مړه شوي ماشومان کالر کلي ته پر لاره وو، چې په لاره کې د ډېرې واورې او سختې يخنۍ له امله مړه شول.

بدخشان د افغانستان یو له سختو سړو سیمو یادېږي، چې اوسېدونکي یې د لازمو لومړنیو امکاناتو د نشتوالي له امله له سختو ستونزو سره مخ دي.

ځایي خلک یې له دې امله له حکومته ګیله لري، چې وایي په ځلونو غوښتنو یې هم د ژمي په راتګ سره څنګه چې لازمه ده لاسنیو نه دی شوی.

1 COMMENT

  1. دلته چیری چی زه اوسیږم د کافرو هیواد دی. د ټولو ماشومانو تداوی مفته ده، هر څه د ماشوم لپاره مفته دی او کچیری یو ماشوم د سړی هوا له وجی مړ شی نو د ولایت مقام، د صحت عامی مسؤلین به ټول راوغوښتل شی چی ولی او څنګه؟ د حمارت د راتلو سره افغانان نور هم غریبه شول په هر ساعت کی دری ښځی او اولاد زیږ په وخت کی مړې کیږی، سړه هوا، کثیفه د کابل هوا، نا پاکی اوبه، ساری امراض، ډیر نور مسایل په کلیو او بانډو کی د خلکو ژوند له مرګ سره مخامخ کوی. اوس چی اکثرآ نا اهله او بیسواده په لویو څوکیو کی کار کوی نو معلومه خبره ده چی مړینه، لوږه، قحطی او امراض به نور هم زیاد شی. جاهله او بیسواده طالبان چی وسه یی نرسی نو ملامتی په امریکا اچوی چی د افغانانو پیسې یی بندی کړی. سپین بولدک او تورخم ته چی ولاړ شی په سل ګونه نا علاجه مریضان پدی دروازو کی مننتظر دی چی څنګه د تداوی لپاره پاکستان ته ولاړ شی. معادنونه چور شوم هیواد تباه شوم خو یوه معیاری شفاخانه تر اوسه چا جوړه نکړه. هر یو راغی د چور او چپاول لاره یی خپله کړه. اوس طالبان هم رشوت، او غلا ته ملا تړلی ځکه چی پوهیږی چی د دوی حکومت به بقا ونلری. د پاکستان ویزه په 2000 ډالره خرڅیږی، پاسپورت اخیستلو ته باید ډیری پیسې ورکړی لعنت دی پدی سپګنو شی لدی حکومتداری سره ـ

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب