شنبه, جولای 27, 2024
Home+د فیسبوک بنسټګر ۴۰ کلن شو

د فیسبوک بنسټګر ۴۰ کلن شو

تاند – له نن څخه ۴۰ کاله پخوا د مې په ۱۴ مه مارک زوکر برګ د نیویارک ښار په وایټ پلینز کې وزېږېد.

زوکر برګ د فیسبوک او میټا شرکت ريیس او د نړۍ یو له ځوانو میلیاردرانو څخه دی.

د ده پلار ایډورډ زاکربرګ د غاښونو ډاکتر و، مور یې کارن نومېده او ارواپوهه وه.

زاکر برګ په کوچینوالي کې له کمپیوټر سره مینه پیدا کړه. ۱۲ کلن و چې له (Atari BASIC) څخه یې د یوه پیغام رسوونکي پروګرام لپاره کار واخیست او پر هغه یې (Zucknet) نوم کېښود.

له دې پروګرامه د زاکر برګ پلار په خپل کتنځي کې کار واخیست. دې پروګرام مرسته کوله چې هغه بې له دې چې بل ناروغ ته ووايي چې نوبت یې دی، هغه ته خبر ورکاوه.

د دې لپاره چې زاکر برګ له کمپیوټر سره زښته مینه لرله، مور و پلار یې د ده لپاره کورنی ښوونکی وګوماره. د ده ښوونکی ډیویډ نیومن به هره اوونۍ یو ځل کور ته ورتو.

دی لا په لېسه کې و چې د موزیک د (Pandora) نرمکالي ورژن یې جوړ کړ او پر هغه یې (Synapse) نوم کېښود.

د مایکروسافټ په شمول څو مشهورو کمپنیو د دې نرمکالي د رانیولو او د زوکربرګ د ګومارلو وړاندیزونه وکړل خو ده ونه منل.

زاکربرګ له ښوونځي تر فارغېدو وروسته په ۲۰۰۲ کې په هارورډ پوهنتون کې شامل شو. ده چې په پوهنتون کې کمپیوټر لوست، د پوهنتون په دوهم کال یې زده کړې نیمګړې پرېښودې څو خپل نوي شرکت، فیسبوک ته وخت پیدا کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب