Home+افلاطوني مینه څه ته وايي؟

افلاطوني مینه څه ته وايي؟

تاند (جمعه، د غويي/ ثور ۲۵ مه) په دې وروستیو ورځو کې د ایرانۍ فلمي ستورې ګلشېفته فراهاني او د فرانسې د ولسمشر ایمانویل مکرون د اړیکو اوازې په فرانسوي رسنیو کې ډېرې جنجالي شوې دي.

دا اړیکه «افلاطوني» بلل شوې او یو ځل بیا یې د ژورو عاطفي دوستیو او رومانتيکو اړیکو ترمنځ د پولو په اړه بحثونه پارولي دي.

دا نا تایید شوي راپورونه سبب شوي چې شنونکي د سیاست او هنر په نړۍ کې د «افلاطوني مینې» مفهوم له سره وڅېړي او دا پوښتنه مطرح کړي چې ایا د رسنیو تر سخت څار لاندې، د داسې اړیکو بېلول ممکن دي که نه.

افلاطوني اړیکه څه ده؟

افلاطوني اړیکه هغه نژدې او صمیمي اړیکه ده چې د عاطفي ملاتړ پر بنسټ ولاړه وي، خو رومانتيک یا جنسي اړخ ونه لري.

دا ډول اړیکې د لرغوني یونان د فیلسوف پلاتو له نظریاتو سرچینه اخلي. په نننۍ نړۍ کې دا اصطلاح هغو ژورو دوستیو ته کارول کېږي چې پرته له جنسي فشارونو، د انسانانو ترمنځ د تړاو او خواخوږۍ احساس پیاوړی کوي.

د افلاطوني او عاشقانه اړیکې توپیر

د افلاطوني او عاشقانه اړیکې ترمنځ تر ټولو مهم توپیر فزیکي او جنسي نژدېوالی دی.

که څه هم دواړه ډول اړیکې کېدای شي ژوره عاطفي مینه او صمیمیت ولري، خو افلاطوني اړیکې له جنسي یا رومانتيک تماس پرته وي.

حتی که د دوو کسانو ترمنځ فزیکي جذب موجود هم وي، تر هغه چې عملي بڼه غوره نه کړي، اړیکه لا هم افلاطوني ګڼل کېږي.

د افلاطوني اړیکو مهمې ځانګړنې

  • رښتینولي: دواړه کسان کولی شي خپل احساسات او فکرونه پرته له وېرې شریک کړي.
  • منل: په دې اړیکو کې خلک ځان په طبیعي ډول څرګندوي او د خوندیتوب احساس کوي.
  • متقابل درک: د یو بل شخصي حریم ته درناوی او د فشار نه اچول مهم اصل دی.

د افلاطوني اړیکو مشهور ډولونه

په معاصرو اصطلاحاتو کې، د دوو نارینه‌وو نژدې غیرجنسي ملګرتیا ته «برومنس» ویل کېږي، او د دوو ښځو عاطفي غیر رومانتيکې اړیکې ته «وومنس» ویل کېږي.

همداراز «کاري مېړه یا مېرمن» هغه صمیمي خو غیرجنسي اړیکه ده چې د کار د همکارانو ترمنځ رامنځته کېږي او د ملاتړ له پلوه د واده اړیکې ته ورته‌والی لري.

ولې افلاطوني دوستان مهم دي؟

څېړنې ښيي چې ټولنیز ملاتړ د رواني روغتیا لپاره ډېر مهم دی.

د دوستانو مینه او ملاتړ کولی شي د ناروغیو خطر کم کړي، د بدن دفاعي سیستم پیاوړی کړي او د خپګان او اضطراب احتمال راکم کړي.

همداراز دوامدارې دوستۍ له سختو او فشار لرونکو حالاتو وروسته د انسان د بېرته رغېدو لپاره مهم رول لري.

ستونزې او ضروري پولې

افلاطوني اړیکه باید له یو اړخیزې مینې سره ګډه نه شي. په واقعي افلاطوني اړیکه کې دواړه کسان پوهېږي او منلې یې وي چې اړیکه غیر رومانتيکه ده.

د دې اړیکې د سالم ساتلو لپاره ځینې پولې مهمې ګڼل کېږي، لکه:

  • د دوستۍ له عرفه زیات فزیکي تماس نه لرل/ کول
  • له خپل عاطفي شریک څخه د اړیکې نه پټول
  • یو بل ته شخصي فضا ورکول

په پای کې، که څه هم ډېری عاشقانه اړیکې له دوستۍ پیلېږي، خو د افلاطوني اړیکې رومانتيک یا جنسي کېدل د رښتینې او ښکاره خبرې غوښتنه کوي، څو د دوستۍ بنسټ ته زیان ونه رسېږي.

1 COMMENT

  1. ښاغلو لوستونکو او تاندوالو ته په درنښت!
    افلاتوني مینه او یا اړیکه یوه فلسفي اصطلاح ده، چې عصري هلکان او نجونه ورپوري خاندي. د عشق تعریف هم ډېرو ځوانان کړی دی، چې یو یې داسې دی: عشق هغه د زړه درزا او پر ځان لمبه ده، چې پر جسم اور بلوي، د جسم ټول غړي ترې متاثره کېږي، زړه رپېږي، فکر تودېږي او مغشوشېږي، له تودوښې یې سا سوزېږي، خو د هر اور له لمبو وروسته تور سکاره یا دوړنې ایرې پاتې کيږي، مګر له مېنې ډک ژوند له احترام او تواضوع سره تلپاتې وي. له کورودانې سره مینه، له مور، پلار، وروڼو، خویندو، اولادونو، خپلوانو او انسان سره مینه له اورړن عشق سره توپیر لري. په عشق تنده ژر ماتېږي، چې د څو ستمېدو او یو څو سلګیو نشاط او نتیجه ده، اما د درنښت او توازن مینه تلپاتې ده!
    را به شم د افلاتون یا پالاتونیک لوو ته! په روسیه کې د ځوان قشر په منځ کې هر ډول اړیکې د نورو ملکونو په پرتله هم زیاتې دي او هم هر ډول تنوع لري. روسي نجونه په ټوکو کې وایي، چې کله جنسي تجاوز درباندې کېږئ، نو ځان ورته نرم کړه او له دغه حالته سم خوند واخله! کېدی شي، په دغو ټکو کې ریښتیا هم نغښتي وي، مګر په ډېرو ملکونو کې د تجاوز سزا مرګ دی. بله موضوع د عشق عربي لغت دی، چې روسي کې ورته (لوبوف) وایي، نو په ژرګون یا کنایه کې یې داسې معنی کوي: د عشق لغت نرانو جوړ کړی، چې مفت له ښځو سره معاشرت وکړي.
    زه یونان ته څو ځله علمي کونګرسونو ته تللی یم. يو ځلې له یو روسي پروفیسور سره د آتن ښار په یوه انتیکه کوڅه وربرابر شوم، چې پر دیوالونو یې د نرانو جنسي مراوده له سلهاوو ځله زیاته رسامي شوې وه. ما له پروفیسوره وپوښتل، چې په انتیک یونان کې د نرانو تر منځ جنسي اړیکې وې؟ نو هغه وویل چې په فیلسوفانو کې هر څه له پلاتونیک لوو څخه پیلېږي او بیا په یو بل سره سورېږي! موږ سره وخندل او له کوڅې پورېوتلو!
    دا موضوع مې وروسته له یو یوناني همکار سره شریکه کړه، نو هغه ویل، چې لویو فیلسوفانو او د علم خاوندانو چې شاګردان ساتل، نو له شاګرد سره یې جنسي اړیکې یوه برخه وه! زما سترکو ته په جومات کې طالب او ملا او په حرمسرای کې بیا ایجړه او غلام بچه ودرېدل! یعنې په ټولنه کې ښه ویل شوي، چې مالته هوش کن و همسایه را دزد نګیر!
    د ایمانویل ماکرون په اړه باید وویل شي، چې د پوهنتون په دوران کې یې د تېرې یا اصلي مینې سره یو د ځوانۍ عکس ویرال شوی دی، چې ښيي د ماکرون تر څنګ یو نرینه ولاړ دی! یعنې هغه مهال دغه جوړه برومنس ول، بیا یو څه موده وروسته په مجازي رسنیو کې د ماکرون د نننۍ ښځې داسې انځورونه او معلومات خپاره شول، چې ګواکې عملیات یې کړی او ځان یې له ایجړه په ښځه اړولی دی! دوی اولاد نه لري، خو د ماکرون مخ تل شوګارې وي او سترګه یې شنه! چې څه موده مخکې یې تورې عینکې په سترګو کولې، چې دونالد ټرمپ هم ملنډې پرې وهلې! د ماکرون او ایجړه مېرمنې اړیکې نه برومنس او نه هم په وومنس کې برابرېږي، نو دې ډول جوړې ته بیا څه وایي!
    دغه ګلشفته هم تر نرښځي ور تېره ده، ځکه اوس پلوتونیک لوستوري لري، د پښو کت یې د عملیات په مرسته ورسم شي بیا به پلاتونیک لوستوري له وومنس او برومنس یا کاري اړیکې اېخوا ورواوړي او کلاسیک به شي. په ایرانیانو کې هسې هم متعه، صیغه او نور ډولونه د غ… جوازونه یا نکحنامې شته! نو څه چې ګلشیفته د اور په عشق کې ډاډه شي او څه هم د پلاتونیک غیر رومانتیک لوستوري ولري! ستاسو د بري په تمه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب