یکشنبه, مې 19, 2024
Homeخبرونهد ترکیې سفیر جوزجان ولايت ته په سفر تللی

د ترکیې سفیر جوزجان ولايت ته په سفر تللی

تاند:(پنجشنبه ،د ميزان ۲۸مه)‏‌ په کابل کې د ترکېې سفير ‏جیهاد ارگین‌آی د طالبانو له واکمنيدو وروسته، په لومړي ځل د افغانستان جوزجان ولایت ته، چې ډېری اوسیدونکي یې ازبک او ترکمن دي، په سفر تللی.

د طالبانو په کنټرول کې باختر خبري اژانس وايي، چې ترکي سفیر د دغه سفر پر مهال د ترکيې د بشري مرستو د مصرف څارنه کړې او هم ېې د ځايي خلکو ستونزې اوریدلي او د انکشافي پروژو په اړه ورسره غږيدلی.

ترکي سفیر د جوزجان لپاره د طالبانو چارواکو سره هم ليدلي او یو شمېر ډالۍ ېې ورکړي.

ترکيه په ترک توکمه افغان سیمو کې د سياسي اجنډاوو په تعقيبولو تورنه ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب