یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهپه سپین بولدک کې د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ نښته شوې

په سپین بولدک کې د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ نښته شوې

تاند(پنجشنبه، د میزان ۲۸ مه) د کندهار ولایت د سپین بولدک ولسوالۍ چارواکي وايي چې د افغان او پاکستان ځواکونو ترمنځ جګړه چې څو ساعته یې دوام وکړ، درېدلې ده.

د سپین بولدک امنیه قوماندان مولوي محمود وايي چې جګړه نن سهار د پاکستاني ځواکونو له لوري پیل شوه او د اسلامي امارت ځواکونو یې ځواب ووایه،

د ده په وینا د طالب ځواکونو له ځوابي ډزو وروسته پاکستاني پوځیانو د افغانستان خاورې ته څلور ځلې هاوانونه وویشتل چې له کبله یې څو تنو ملکیانو ته مرګ ژوبله واوښته.

ځايي اوسېدونکي وايي چې د پاکستاني پوځیانو د هاوان په ګولیو لږترلږه یوه ښځه ټپي شوې ده.

تراوسه پورې د نښتې د علت په اړه څه نه دي ویل شوي.

روانه اوونۍ د نیمروز ولایت د ورېښم پُل په ساحه کې هم د افغان او ایراني پوله ساتو ترمنځ د یوه ساعت په مخه نښته وشوه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب