یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهملا هبت الله د تخار د علماوو شورا د رامنځته کیدو فرمان...

ملا هبت الله د تخار د علماوو شورا د رامنځته کیدو فرمان وکړ

تاند:(پنجشنبه ،د ميزان ۲۸مه)‏‌ د طالبانو امیرالمؤمنین د یو تازه فرمان په ترڅ کې د تخار د علماوو د شورا تشکیل اعلان وکړ.

د نوموړي فرمان له مخې مولوي محمود د شورا د رئيس، مولوي خال مراد د مرستیال، مولوي محمد نعیم د شورا غړی او د مالي او اداري چارو مسوول او يو شمېر نور د شورا د غړو په توګه ټاکل شوي دي.

په فرمان کې ویل شوي، چې یاده شورا مکلفه ده، چې د خپلي لایحې مطابق د یاد ولایت د چارو د ښه سمون لپاره او د محول شویو موضوعاتو په هکله د ولایت اړوندو مسئولینو ته د شریعت په رڼا کي سلا مشورې ورکړي.

د سرچینې په حواله د تخار لپاره د طالبانو ولایت مسئولین هم مکلف کړل شوي، چې د علماوو شوری پر مشورو باندې د دوی د لایحې مطابق عمل وکړي او د لایحې په اجراء کي هم پوره هڅه وکړي او همدارنګه د مرکزي مالي ادارې او نورو اړوندو ادارو مسئولین مکلف دي، چي د علماوو شوری اداري تشکیل او بودیجه ترتیب او له اصولو سره سم له پړاوونو څخه تېره کړي.

د طالبانو ادارې د علماوو شورا په اړه ېې نور جزییات نه دي ورکړي.

ویل کیږي، چې دغه شورا ګانې په نورو ولايتونو کې هم رامنځته کيږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب