جمعه, نوومبر 22, 2024
Home+ احادیث | عبدالباري جهاني

 احادیث | عبدالباري جهاني

حدیث په لغت کي خبر، خبرو او نوي شي ته وايی. خو په اصطلاح کي ټولي هغه خبري او افعال دي چي حضرت رسول ص ته منسوب دي. په احادیثو کي هغه خبري چي پخپله د خضرت رسول ص څخه راپاته دي احادیث نبوي او هغه خبري چي حق متعال حضرت رسول ص ته کړي او په قرآن شریف کي یې ذکر نه دی سوی حدیث قُدسي بلل کیږي. مثلاً دا مشهور قدسي حدیث: لولاک لولاک لما خلقت الافلاک …. که ته نه وای مابه اسمانونه نه وای پیدا کړي. احادیث یا د حضرت رسول ص قولونه او خبري دي چي سنة الفعل نومیږي یا د هغه مبارک افعال دي چي هغه سنة الفعل نومیږي او یا هغه کارونه دي چي د حضرت رسول ص په حضور کي سوي او هغه مبارک ممانعت نه دی کړی چي دې ډول افعالو ته سنة التقریر ویل کیږي.

څرنګه چي د حضرت رسول ص د کلام او هدایاتو پیروي، پر مسلمانانو باندي، فرض ده او په دې باره کي په قرآن شریف کي صراحت سوی دی: و ما آتکم الرسولُ فَخُذُوهُ و ما نهاکُم عنهُ فانتهوا و تقوالله انَّ الله شدیدالعقاب. آیة ۵۹ سورة ۷

ترجمه: څه چي پیغمبر یې درکوي ( هدایت درکوي) هغه واخلی او له هغه څخه چي مو منع کوي له هغه څخه پرهېز وکړی. له الله څخه وبېرېږی چي هغه په عذاب ورکولو کي سختي کوي.

په دې اساس نو که د احادیثو په باره کي، چي هم د اهل سنت و جماعت یا سنیانو او هم اهل تشیع یا شیعه ګانو د فقهي مسایلو اساسي برخه تشکیلوي ، هر څونه زیاته څېړنه وسي ګټوره به وي.

تر هر څه مخکي باید یوه ټکي ته اشاره وکړو او هغه دا چي  چي حضرت رسول ص یوازي د قرآن شریف د آیتونو او، په وروسته کي، د فرمانونو د لیکلو لپاره کاتبان درلودل او د خپلو خبرو او هدایاتو د لیکلو وظیفه یې چاته نه وه ورکړې. حضرت رسول ص دا کار قصداً ځکه کړی وو چي ویل هسي نه چي د ده خپلي خبري د قرآن شریف له آیتونو سره مخلوطي او یو دبل پر ځای ذکر نه سي.  نو دغه علت دی چي احادیث تر څه باندي دوو سوو کلونو پوري سینه پر سینه نقل کېدل.  ټول احادیث په ابوهُریره وايي، طاووس وايي، اُمُّ المومنین عایشه وايي، په کلماتو پیل کیږي؛ او ورپسې د هغوی له قوله د ناقلینو نومونه راځي. څه باندي دوه سوه کاله، د یوه خبر، د سینه پر سینه نقلېدلو، لپاره ډېره اوږده موده ده او په دې دونه زیات وخت کي، طبیعي ده چي، د خبر په اصلیت او ماهیت کي بدلون راځي. د احادیثو شمېر دونه زیات سو او په اقوالو کي دونه زیات تغییرات ولیدل سول چي دیني علماء، په لیکلي شکل، د احادیثو جمع کولو ته مجبور سول. دا حادیثو دا مجموعې هم دونه زیاتي سوې چي بالاخره سُني علماوو د احادیثو په کتابونو کي شپږ کتابه معتبر یا صحاح سته یا شپږ صحیح وبلل او په هغو شپږو صحیحو کي یې دوه کتابه، بخاري او مسلم، چۍ يه شپږو صحیحو کي د زیات اعتماد او اعتبار وړ وه، صحیحین وبلل. په مقابل کي شیعه علماوو هم، چي له سنیانو سره یې په هر څه کي اختلاف درلود، خپل احادیث را ټول کړل چي مهم یې الکافي، التهذیب، نهج البلاغة او…. دي.

صحاح سِتّه:

۱: صحیح بخاری. محمد بن اسماعیل البخاري ( ۱۹۴-۲۵۶ ه ق)

۲: صحیح مسلم. مسلم بن الحجاج ( ۲۰۶- ۲۶۱ ه ق )

۳: سنن ابوداوود. ابوداوود السجستاني( ۲۰۲-۲۷۵ ه ق )

۴: ابوعبدالله محمد بن باجه. وفات ۲۷۳ ه ق

۵: ابوعیسی محمد الترمزي. وفات ۲۷۹ ه ق

۶: ابوعبدالرحمن النسایی. وفات ۳۰۳ ه ق

لومړنی سړی چي د احادیثو د را ټولولو ضرورت ته متوجه سو؛ امام بخاري وو چي د احادیثو له څلوېښتو زرو راویانو یا روایت کوونکو څخه یې دوه زره انتخاب کړل او د شپږ سوه زره احادیثو څخه یې ۷۰۵۲ را وایستل او نور یې ټول ایسته واچول. امام مسلم له تقریباٍ همدغه شمېر احادیثو څخه ۷۱۹۰ انتخاب کړل او ابوداوود، چي تر دوی هم محتاط وو هغه، ۵۲۷۴ احادیث انتخاب کړل.

موږ ګورو چي د احادیثو لومړنی کتاب یا لومړنۍ مجموعه د حضرت رسول ص له وفات ۱۱ ه ق څخه څه کم دوه نیمي سدۍ فاصله لري. که هر نسل ۳۵ کاله وبولو نو دا تقریباً اووه نسلونه کیږي. په داسي حال کي چي دریم نسل ته یوه خبره په صحیح شکل رسول ډېره ګرانه او حتی غیرممکنه ده نو د اوو نسلونو سینه پر سینه نقلېدلو په باره کي خو سړی له سره تصور نه سي کولای. ګواکي امام بخاري، امام مسلم او نورو محدثینو حق درلود چي په روایت سویو احادیثو کي د انتخاب په برخه کي له سختی او احتیاط څخه کار واخلي.

سره له هغه چي امام بخاری د احادیثو په جمع کولو او انتخابولو شپږ او یا په یوه روایت لس کاله زحمت ایستلی دی او نورو محدثینو هم تر هغه کم زیار نه دی ګاللی خو کله چي سړی له شپږ سوه زره احادیثو څخه د تقریباً پنځه سوه دری نیوی زره ۵۹۳۰۰۰ احادیثو ردېدلو او لیری غورځول کېدلو ته ګوري نو د باقی پاته احادیثو د صحت او سقم په باره کي هم شک ورته پیدا کیږي او په غور کولو ارزي.

محدثینو د احادیثو د ردولو او تاءییدولو لپاره ځیني معیارونه وټاکل؛ ځکه د دې خبري کول ګران کار دی چي د خلکو له خوا پر یوه منل سوي حدیث باندي څوک د بطلان خط کش کړي او هغه یا ونه مني او یا یې کمزوری وبولي. محدثینو د خپل قضاوت لپاره، په لومړي سر کي، درې معیارونه وټاکل:

۱ـــ حدیث الصحیح: هغه احادیث دي چي د بشپړ اعتماد وړ او په صداقت مشهورو اشخاصو له لوري نقل سوي او سینه پر سینه تر هغه وخته رسېدلي وي.

۲ـــ حدیث الحسن: هغه احادیث دي چي راوي یا راویان یې د اعتماد وړ کسان وي خو د حدیث الصحیح په څېر د اعتماد وړ نه وي.

۳ ـــ حدیث الضعیف:  هغه احادیث دي چي راوي یا راویان یې د اعتماد وړ نه وي او یا مشکوک وي.

د پورتینو معیارونو له ټاکلو سره ډېر زیات او په سوونو زره احادیث، لکه څرنګه چي مو مخکی ذکر وکړ، له اعتباره ولوېدل؛ خو د دې کار یوه کمزوري په دې کي ده چي محدثینو دا ټول درې واړه احادیث په خپلو کتابونو کي جمع کړي او چنداني یې دې ته اشاره نه ده کړې چي کوم احادیث د زیات باور او کوم احادیث د زیات اعتماد وړ نه دي. محدثینو، دغه راز، د احادیثو د سرچینې له مخې یو بل معیار هم وضع کړ:

۱ـــ حدیث المرفوع: دا هغه احادیث دي چي ویل او فعل یې پخپله حضرت رسول اکرم ص ته راجع کیږي او له هغه څخه مستقیماً را نقل سوي وي.

۲ ـــ حدیث الموقوف: دا هغه احادیث دي چي قول او فعل یې اصحابو ، حضرت رسول اکرم ص ته منسوب کړي وي.

۳ ـــ حدیث المرفوع: دا هغه احادیث دي چي قول او فعل یې تابعینو  حضرت رسول اکرم ص ته راجع کړی او روایت یې کړی وي.

محدثینو پر دې برسېره یو بل معیار هم وضع کړی دی چي هغه د احادیثو د سلسلې په ارتباط دی. کوم احادیث چي په نقلېدلو کي یې تر اصل پوري هیڅ انقطاع نه وي راغلې هغه ته حدیث المتصل ویل کیږي او که یې په منځ کي په کوم ځای کي فاصله راغلې وي هغه ته حدیث المنقطع ویل کیږي. د دې لپاره هم دوی څو اصول وضع کړي دي.

۱ـــ حدیث المتواتر: دا هغه احادیث دي چي یو حدیث په عین ماهیت او مضمون پر څو سلسلو نقل سوی  او تر اصل پوري هیڅ انقطاع نه وي پکښي راغلې. دا هغه احادیث دي چي په صحت کي یې هیڅ شک نسته او د بشپړ اعتماد وړ دي. د اسلام د دین مشهور او رسېدلي عالمان په دې عقیده دي چي د دغه ډول احادیثو شمېر له پنځو څخه نه زیاتیږي خو د قاطع شمېر په باب یې اختلاف موجود دی.

۲ــــ حدیث المشهور:  دا هغه احادیث دي چي لږترلږه پر دریو سلسلو نقل سوي وي او هر وخت د مستندو او موثقو احادیثو په سترګه ورته کتل کیږي او مذهبي علماء یې هم په  موءثقیت کي اختلاف نه لري. دغه راز احادیثو ته مستفیض یا په مهارت او استادی ترتیب سوي احادیث هم ویل کیږي.

۳ـــ حدیث العزیز: دا هغه احادیث دي چي د انتقال سلسله یې تر دوو زیاته نه وي؛ ځکه یې نو د حدیث المشهور په نسبت اعتبار کم دی.

۴ـــ حدیث الغریب: دا هغه احادیث دي چي روایت یې یوازي یوه سلسله لري.

دغه راز خبرالواحد، حدیث المرسل او حدیث الروایة دي چي د هر یوه پر معتبر والي باندي اختلاف موجود دی او ځیني خو حدیث المعذور دي چي په جعل کېدلو کي یې هیڅ شک نسته.

د مختصر صحیح بخاري په مقدمه کي راغلي دي چي حضرت رسول ص خپلو اصحابو ته وویل چي د هغه خبري ونه لیکي او هر چا چي له قرآن څخه پرته څه لیکلي وي هغه دي له منځه یوسي. د حضرت رسول ص مطلب دا وو چي هسي نه یو وخت د ده خبري د قرآن شریف له آیتونو سره اشتباه نه سي. خو وروسته  آنحضرت ص عبدالله ین عمرو بن عاص ته د هغه د ویناوو د لیکلو اجازه ورکړه. په مقدمه کي راغلي دي چي وروسته نورو اصحابو هم د احادیثو په لیکلو بناء وکړه. مثلاً علي بن ابی طالب، سعد بن عباده انصاري، ابوموسی اشعری، جابر ین عبدالله انصاري، عبدالله بن عمرو بن عاص او سمره بن جندب، هر یوه له خپل ځان سره احادیث لیکل.

په مقدمه کي راغلي دي چي عمر بن عبدالعزیز( ۷۱۷ـ ۷۲۰ ه ق) د مدینې حاکم ابوبکر بن حزم ته ولیکل چي احادیث را ټول کړي. هغه دغه راز د اسلام د قلمرو نورو علماوو ته هم ولیکل چي د نبوي احادیثو په جمع کولو لګیا سي. په مقدمه کي راغلي دي چي احادیث را ټول سول او عمر بن عبدالعزیز ته واستول سول او هغه د اسلام له د قلمرو مختلفو برخو ته واستول… وروسته ډیرو علماوو په پېلو بېلو ښارونو کي د احادیثو په راټولولو پیل وکړ. مثلاً عبدالملک بن عبدالعزیز، جریح او سفیان بن عینیه په مکه کي، محمد بن اسحق، محمدبن عبدالرحمن او امام مالک بن انس په مدینه کي، سعید بن عروبه، شعبه بن حجاج په بصره کي، معمر بن راشد په یمن کي، اوزاعی په شام کي، عبدالله بن مبارک په خراسان  او نورو کسانو په نورو ښارونو کي د احادیثو په ټولولو پیل وکړ. د مختصر صحیح بخاري مقدمه ص ۷-۸

له دې مقدمې څخه داسي ښکاري چي د احادیثو کتابونه باید د لیکلو مجموعو پر اساس تر تیب سوي وي او که داسي وای نو بیا د ۶۰۰ زرو احادیثو له جملې څخه د ۵۹۵ یا ۵۹۴ زرو احادیثو حذفولو او غورځولو  او یوازي د څه باندي ۵۰۰۰ څخه تر ۷۰۰۰ احادیثو انتخابولو او د انتخاب لپاره د معیار ټاکلو ته ضرورت نه پیدا کېدی. هغه احادیث چي امام بخاری، مسلم او نورو را غونډ کړي دي باید پر لیکلو متونو بناء وای او پر نقل قولونو باندي ولاړ نه وای. خو موږ د احادیثو په ټولو کتابونو کي لیکلو متونو ته اشاره نه لرو بلکه معمولاً د نقل قول پر اساس راغلي دي.

موږ ته عبدالله بن یوسف اللیث، او هغه د  یزید بن ابی حبیب او هغه د بُکیر بن عبدالله او هغه د سلیمان بن یسار او هغه د عبدالرحمن بن جابر بن عبدالله او هغه د ابی بُرده رضی الله عنه له قوله وايي چي نبی ص ویلي دي چي هیڅ څوک د خدای تعالی له ټاکلو سویو حدودو څخه تر لس دُرې زیات مه وهی.  بخاري حدیث ۱۷۴۴

ـــ موږ ته یحیی بن سلیمان ویلي دي او هغه د ابن وهب له قوله وایی او هغه ته عمرو د ابن بُکیر له قوله ویلي دي چي زه د سلیمان بن یسار سره ناست وم چي عبدالرحمن بن جابر راغی او له سلیمان بن یسار سره یې خبري وکړې او وروسته سلیمان بن یسار زموږ خواته متوجه سو او راته ویې ویل چي ماته عبدالرحمن بن جابر د خپل پلار له قوله وویل چي هغه د ابوبُرده انصاري څخه اورېدلي دي چي ویل یې ما له نبي کریم ص څخه واورېدل چي ویل یې هیڅ چاته د خدای ج تر حدودو تر لس دُرې زیاته سزا مه ورکوی. بخاري حدیث ۱۷۴۶

د احادیثو ټول معتبر  کتابونه په موږ ته پلاني وویل او ماته پلاني وویل پیل کیږي او په یوه کتاب کي هم، د صحیحینو په شمول، په هیڅ ځای کي پر لیکلي متن استناد نه کیږي. د لیکلو متونو نسته والي د سوونو زرو احادیثو جعل کېدلو ته لاره هواره کړه او که لا د احادیثو کتابونه لیکل سوي نه وای ښايی تر اوسه هم احادیث جعل کېدلای.

څرنګه چي لیکلي متون موجود نه ول نو د اسلام په مختلفو دورو کي مختلفو کسانو او ډلو د خپلو ګټو لپاره د احادیثو جعل کولو ته ملا وتړله. مثلاً مهلب بن ابی صفره، چي د خپلي زمانې له ډیرو مشهورو پرهیزګارانو څخه وو، د خوارجو په مقابل کي احادیث جعل کړل او حتی ډېر کسان پوهېدل چي دغه احادیث یې جعل کړي دي مګر څرنګه چي دوی په دې عقیده وه چي په جنګ کي خدعه رواده نو د هغه پر جعل کړو احادیثو یې اعتراض نه کاوه. جرجی زیدان، تاریخ تمدن اسلام، ص ۴۶۹

جرجی زیدان لیکي چي د احادیثو جعل کولو د خلفاوو په زمانه کي ډېر رواج پیدا کړ او هر خلیفه د خپل قدرت د ټینګولو او مدعا د ثابتولو لپاره د احادیثو جعل کولو ته ملات وتړله. دی د احادیثو د څو تنو جعلونکو نومونونه یادوي چي په خپله زمانه کي تر ټولو مشهور ول:

ابن ابی یحیی په مدینه کي، واقدي په بغداد کي، مقاتل بن سلیمان په خراسان کي او محمدبن سعید په شام کي. هغه کتاب هغه مخ.

البته د ا یوازي خلیفه ګان او حدیث پلورونکي نه ول چي احادیث یې جوړول بلکه مختلفو دیني علماوو او د مختلفو عقایدو پیروانو هم د خپل استدلال د تقویه کولو لپاره د احادیثو جوړولو ته مخه کړه. صوفیانو، چي په وروسته کي یې د اسلام د قلمرو په هره ساحه کي نفوذ وکړ او تر ننی ورځي پوري یې نفوذ دوام لري د خپلي طریقې د صحیح ثابتولو او مریدانو د پیدا کولو او زیاتولو لپاره احادیث جعل کړل: لا دین له لمن لا شیخ له. څوک چي شیخ نه لري هغه دین نه لري او د چا چي شیخ نه وي د هغه شیخ شیطان دی.

په داسي حال کي چي حضرت رسول ص په خپل ټول ژوند کي د شیخ، مرید او طریقت نومونه پر خوله نه دي راوړي. نو دا یقیني خبره ده چي دغه ډول احادیث باید پیرانو او شیخانو او یا د هغوی پیروانو جوړ کړي وي.

پاته لري.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب