Homeخبرونهکندوز کې د ۵ داعشیانو د وژل کیدو خبر ورکړل شو

کندوز کې د ۵ داعشیانو د وژل کیدو خبر ورکړل شو

تاند:(سې شنبه ،د ميزان ۲۶مه)‏‌ د طالبانو ځايي چارواکو په کندز کې د پینځو داعشیانو د وژل کیدو خبر ورکړی.

د یاد ولایت د امنیې قوماندانۍ لپاره د طالبانو ویاند قاري عبیدالله عابدي وايي چې د دوی ځانګړو ځواکونو نن سهار د کندز د دوهمې ناحیې په سرک نو سیمه کې د داعشيانو پر يوه پټنځي عملیات کړي دي.

د هغه په وينا ، په ترسره شویو عملیاتو کې پنځه داعشیان وژل شوي دي.

سرچېنې د دې عملياتو نور جزییات نه دي ورکړي.

سيمه ييزو خلکو ويلي،چې د دغو عملياتو پر مهال داعشیانو څو ساعته وسله وال مقاومت کړی او ممکن طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې وي.

طالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

ښادمن علمي خزانه؛ د نوښتونو خزانه | غني حسن

د ۲۰۱۸ کال پر څلرمه میاشت په کندهار کي یو علمي، فرهنګي، ادبي، تعلیمي او تحصیلي مرکز تاسس سو، او نوم ئې (ښادمن علمي...