یکشنبه, اپریل 28, 2024
Homeخبرونهد پوهنې وزیر وايي، د نجونود ښوونځیو پر پرانیستلو غور روان دی

د پوهنې وزیر وايي، د نجونود ښوونځیو پر پرانیستلو غور روان دی

تاند(سې شنبه، د میزان ۲۶ مه) د طالبانو د حکومت د پوهنې نوی سرپرست وزیر وايي، له شپږم ټولګي پورته د نجونو د ښوونځیو پر پرانیستلو غور روان دی.

حبیب الله اغا چې په وروستیو ورځو کې د طالبانو د مشر له لوري وګومارل شو، د نجونو د ښوونځیو پر پرانیستلو ذ غور یادونه نن بامیان ولایت ته د سفر په مهال وکړه.

ده زیاته کړه، د پوهنې په برخه کې د موجودو ستونزو غم به ژر وخوړل شي.

«موږ به له شپږم ټولګي پورته نجونو د ښوونځیو لپاره یو ځانګړی میکانیزم جوړ کړو. موږ به د پخواني حکومت په شان له میکانیزمه پرته پلان جوړ نه کړو. پخوا هلکان او نجونې یوځای وې. شریعیت ګډ تعلیم ته اجازه نه ورکوي.»

دا په داسې حال کې ده چې له ډیرو محدودو خصوصي ښوونځیو پرته د جمهوري حکومت په مهال هم په دولتي ښوونځیو کې هلکانو او نجونو ګډ تعلیم نه کاوه.

د نجونو د تعلیم د مخنیوي لپاره طالبانو نه یوازې د خپل حکومت نړیوال مشروعیت بایللی بلکې په داخل کې یې هم سخته نارضایتي پیدا کړې ده.

د طالبانو منتقدان وايي، طالب چارواکي یا بیخي بې خبره دي او یا پلمه کوي چې ګواکي پخوا د نجونو او هلکانو ښوونځي یوځای وو نو دوی بند کړي دي.

3 COMMENTS

  1. دا ملایان لکه چې له دوزخه راغلي وي او هلته دوی ته ویل شوي وي چې په افغانستان کې د هلکانو اونجونو ښوونځي سره ګډ دي .
    مګر ملایان باید پوه شي چې د اماني له دورې رانیولې د جمهوریت ترسقوط پورې د هلکانو او نجونو ښوونځي سره بېل ول.
    که احیانا چېرته کوم خصوصي ښوونځي کې دواړو په ګډه درس ویلو ، نو تاسې هغه سره جدا کړئ . تاسو ولې د تعلیم ټول سیستم له منځه وړئ .

  2. دا احمقان خوشې غول خوري ، د دوی دین په داسې ډول سره جهالت دی او دین اوس موډ ندی داسې دین د غلو جاهلو کار دی ! دوی دوه تناصلې الې سره منعه کوي ! غول خوري دا جاهلان ډ هر چا خپل زړه دی !!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب