لیکنه: حمید هڅاند
د انسان له فطري ځانګړتیاوو څخه یوه مهمه هغه دا ده چې خوښېږي یې د څېړنې، مطالعې، اورېدلو، لیدلو او بحث کولو په ترڅ کې خپل نظریات تائید کړي. په دې اړه د علمي-ارواپوهنیزو څیړنو له مخې، کله چې کومه علمي ویډیو ګورو، کوم غږیز لکچر ته غوږ یو، او یا هم د کتاب په مطالعه بوخت یو؛ هغه خبرې چې زموږ له نظریاتو سره همرنګي ولري، اورېدل او لوستل یې خوند راکوي. ان کله-کله خو یې څو ځله لولو یا غوږ ورته نیسو. برعکس، هغه خبرې چې زموږ له موجودو نظریاتو سره په ټکر کې وي، لوستل او اورېدل یې راته په زړه پورې نه وي او زړه مو غواړي ژر خلاصې شي. ځکه نو د موافقو نظریاتو سره د مخامخېدلو پر وخت زموږ توجه اعظمي او د مخالفو خبرو پر وخت خورا کمه وي. د انساني فطرت له دې په زړه پورې ځانګړتیا څخه زېږنده چلند ته په ارواپوهنه او فلسفه کې د ځانتائیدي یا کانفرمیشن بایس اصطلاح کاروله شوې ده.
انسان په طبیعي ډول، د بل هر پېژندل شوي ژوي په پرتله د شیانو او مفاهیمو په اړه د پوهې ترلاسه کولو لوی او ارزښتناک ظرفیت لري. همدا د نورو ژویو په پرتله، د انسان تر ټولو غوره ځانګړتیا او د برترۍ لامل دی. له بده مرغه، ځانتائیدي یوه داسې ناروغي ده چې د انسان همدا ارزښتناک ظرفیت کمزوری کوي. ځانتائیدي نه پرېږدي انسان د شیانو او مفاهیمو په اړه هغه پوهه ترلاسه کړي چې دی یې د ترلاسه کولو طبیعي ظرفیت لري.
ځانتائیدي دوه ډوله ده. یوې ته یې شعوري ځانتائیدي ویله کېږي، او بلې ته غیرشعوري. مثلا، یو شمېر هغه کسان چې د کوم هیواد حکومتي نظام ورته غیر مشروع اېسي، د ورځنۍ مطالعې او څېړنې په مهال چې کله کتابونه مطالعه کوي، یا هم تحلیلي ویبپاڼو او یا ټولنیزو رسنیو کې د لیکوالو نظریات لولي او رادیویي او تلویزوني خپرونې تعقیبوي؛ مطلق اکثریت وخت په عمدي او قصدي ډول داسې کتاب پېري چې لیکوال یې د ده همنظری وي، په ویبپاڼو او ټولنیزو رسنیو کې د داسې لیکوالو لیکنې لولي چې د ده سره یو رنګ نظر ولري او هغه خپرونې تعقیبوي چې د ده نظر په تائید کې جوړې شوې وي. د وخت په تېرېدا، داسې یو کس په شعوري او عمدي توګه، په ځلونو ځلونو د خپل موجود نظریاتو، افکارو، او باورونو په تائید کې مطالعه او څېړنه کوي او له بېلابېلو لیکوالانو او مراجعو څخه خپل نظریات، افکار او باورونه تائیدوي. نتېجه دا کېږي چې د داسې یو کس سل په سلو کې یقین کېږي چې د ده نظریات او افکار عالي او پر ځای دي او دا چې دی او د ده همنظري کسان پر حق، او نور پر ناحقه دي. همدا شعوري ځانتائیدي ده.
شعوري ځانتائیدي د خپلواک تحقیق پر وړاندې جدي خنډ دی، او زموږ په ټولنه کې خورا زیاته هم ده، خو بیا هم د فلسفې او ارواپوهنې لپاره زیاته دلچسپه موضوع نه ده. ځکه چې، ځانتائیدي د یوې علمي-ارواپوهنیزې او فلسفې موضوع په توګه د انسان د ځان تائیدولو غیرشعوري حس په اړه بحث دی.
غیرشعوري ځانتائیدي دا ده چې یو کس نه غواړي انتخابي مطالعه و څېړنه وکړي. خو د فطري میلان په توګه، د تحقیق په مهال، له خپل نظر سره موافقو خبرو ته (۱) په نسبي ډول زیاته توجه او پرې تمرکز کوي، او (۲) زیات ارزښت ورکوي. ځکه نو عموما نتیجه دا کېږي چې د څېړنې په ترڅ کې خپل نظریات تائید کړي.
ولې انسان په ځانتائیدي اخته کېږي؟
انسان په طبیعي ډول برتر هویت خوښوي او له کمتر هویت څخه یې کرکه کېږي. مثلا، په یوه کوټه کې د مجلس په مهال، هر ملګری خوښوي چې که تر نورو غوره وه نه بلل شي، لږ تر لږه ورسره برابر خو وبلل شي. ځکه، که تر نورو کم وګڼل شي، ممکن تر نورو یې کم احترام وشي. ممکن یو شمېر خلک یاده ادعا وه نه مني. خو که ځیر شو، حتا هغوئ چې په مادي لحاظ ځان لوړ ګڼل د ګناه تر حده بد ګڼي، حداقل له خپل ځان سره داسې فکر کوي چې تر نورو یې معنوي او عبادتي اړخ قوي دی. یو عابد یا ملا چې کله د ټولنې له بې پروایۍ او جاهلیته شکایت کوي، بدیهي ده چې دی تر ټولنې ځان لوړ اېسوي.
جالبه دا ده چې که یو څوک تر نورو په مادي لحاظ وروسته پاتی وګڼې، دومره بد نه پر لګېږي. مثلا، که چا ته ووایې چې اقتصاد دې خراب دی، پورونو کې ډوب یې؛ بده نه پر لګېږي. خو که ورته ووایې چې نظریات او باورونه یې کمزوري او ټیټ دي، ممکن لفظي شخړه درسره وکړي او خبره تر خوابدون ورسېږي. په بله وینا، که یو څوک په مادي لحاظ تر نورو کم وبلل شي، هغه یې د ځان عیب نه ګڼي؛ خو که یې نظریات، افکار او باورنه تر نورو ټیټ وبلل شي، لوی عیب یې ګڼي. خو ولې؟ دا ځکه، عمومي ذهنیت دا دی چې مال، شتمني او مالي ځواک سل په سلو کې د انسان په کنترول او واک کې نه وي. ممکن د خواریو او هڅو سره سره، شتمن نه شو. خو د نظریاتو او افکارو په اړه عام تصور بدل دی. عام ذهنیت دا دی چې موږ په خپله خوښه خپل نظریات ځان ته ټاکلي دي. ځکه نو، که د چا نظریات ټیټ وګڼل شي، مانا دا کېږي چې د هغه کس شخصیت ټیټ دی چې ټیټ نظریات یې انتخاب کړي دي. بده لا دا چې، ډېری وخت په نظریاتو کې یې کورنۍ، استادان او ملګري هم شریک وي؛ ځکه نو یواځې د ده شخصیت نه بلکې ټوله کورنۍ، استادان او ملګري یې هم تر پوښتنې لاندې راځي. ځکه نو د انسان له دې ډېر بد کېږي چې تر بل چا دې د افکارو، باورونو، نظریاتو او پوهې په لحاظ کم وګڼل شي. همدا لامل دی چې د څېړنې، مطالعې او پلټنې په مهال، انسان په غیرشعوري ډول د خپلو نظریاتو او افکارو له تائید څخه خوند اخلي او د څېړنې و مطالعې نتیجه یې عموما د خپلو شته افکارو او نظریاتو له تائید او تصدیق پرته بله څه نه وي.
د ځان تائیدۍ ستونزه په درېیمه او وروسته پاتې نړۍ کې په پرتلیز ډول زیاته ده. زموږ د هیواد په څېر ټولې هغه ټولنې چې تر نورې نړۍ وروسته پاتې شوې دي، اوسېدونکي یې د کمترۍ له احساسه ځورېږي. د کمترۍ دا ځوروونکی احساس تر نورو خلکو، په لوستې طبقه کې نسبتا زیات وي. ځکه لوستې طبقې سره دا فکر زیات پیدا کېږي چې کاشکې یې هیواد د ځواکمنو ټولنو او هیوادونو په کتار کې وای. خو حقیقت ځکه زیات تریخ وي چې نورې ټولنې خورا زیاتې وړاندې تللې وي او هغه دریځ ته د ټولنې رسول اسان کار نه وي. دلته ده نو چې د کمترۍ له ځورونکي احساسه د تېښتې لپاره، هم په شعوري او هم په غیرشعوري ډول د معنوي برترۍ خوا ته پناه وړله کېږي.
د وروسته پاتې ټولنو اوسېدونکو له مادي اړخه کمزوري وي، ځکه نو د کمترۍ احساسه د خلاصون لپاره، دوئ پر خپلو نظریاتو، افکارو، باورنو او ارزښتونو باندې زیات حساب کوي او نه یې خوښېږي چې په دې برخه کې دې هم تر پوښتنې لاندې راشي. دا احساس که څه هم زیات ځواکمن دی، خو بیا هم د یو ډول پټ فطري احساس حالت خپلوي. ځکه نو ان هغوئ هم په ناخوداګاه ډول پر غیرشعوري ځان تائیدۍ اخته کېږي چې نه غواړي انتخابي مطالعه او څېړنه وکړي.
د ټولې نړۍ انسانان د ځان تائیدۍ په دواړو ډولونو اخته کېدای شي، خو د وروسته پاتې نړۍ اوسېدونکو کې دا ستونزه په نسبي ډول خورا زیاته ده. دا ځکه چې په وروسته پاتې نړۍ کې د ځان تائیدۍ د رامنځته کېدو لالمونه نسبتا زیات موجود دي.
پر ځان تائیدۍ د اخته کېدو څو جوت لاملونه
1. په نظري لحاظ، په یو نواخت محیط کې ژوند کول ځانتائیدي رامنځته کوي. هغوئ چې له بېلابېلو نظریاتو سره نه وي مخ شوي، ډېر ژر داسې تصور خپلوي چې ګواکې د دوئ نظریات یواځیني سالم او پر ځای نظریات دي. د وخت په تېرېدا، داسې کسان چې له مخالف نظر سره هم مخ هم شي، د دې پر ځای چې ځان پر وپوهوي، د خپل نظر د تائید شعوري لټه کوي. که د بې پرې څېړنې کوښښ هم وکړي، ممکن د ځان تائیدۍ فطري حس یې دو خت په تېرېدا دومره قوي شوی وي چې مخالفو خبرو ته یا خو توجه زیاته وه نه کړي او یا ورته په نسبي ډول کم ارزښت ورکړي.
2. هغه ټولنې چې له بهرنۍ نړۍ څخه ګوښې پاتې شوي وي، وګړي یې په اکثریت ډول پر ځان تائیدۍ اخته وي. ښه مثال یې زموږ خپله ټولنه ده. د بېلابېلو عواملو له مخې، موږ له نړۍ څخه ښه زیات وخت په تنهایۍ کې و اوسېدلو. د نورو زیاتو نتایجو تر څنګ، یوه یې دا شوه چې اکثریت مو پر ځان تائیدۍ اخته شول.
3. په مادي لحاظ وروسته پاتې والی د دې لامل کېږي چې خپل افکار را ته تر ټولو لوړ او سپېڅلي ښکاره شي. دا ځکه چې، که په دې دویمه برخه کې هم ځانونه تر نورو کم ووینو، لکه په لویه لار چې مو غله وشکوي، له هرڅه ځان بې برخې او محروم احساسوو. همدا د کمترۍ احساس مو نه پرېږدي خپل افکار و نظریات په ډاډه زړه و ارزو او د نقد په تله یې وتلو. که یې د تللو کوشش هم وکړو، ممکن په غیرشعوري ډول مو نتیجې بې پرې نه وي.
4. دود، دستور او عنعناتو ته د افراط تر کچې په حترام کتل مو پر ځان تائیدۍ اخته کوي. حتا د یو بد دود دفاع به هم کوو، ځکه په ټولنه کې دود وي او پر خلاف به یې د هیڅ راز خبرې زغمل را ته اسان کار نه اېسي. دلته ده چې پر ځان تائیدۍ اخته کېږو.
5. په هغه ټولنو کې چې د بیان ازادي نه وي، راز راز نظریات نه شي بیان کېدای او یو نواخت نظري و فکري چاپیریال رامنځته کېږي. په داسې ټولنه کې میشت اکثریت وګړي پر ځان تائیدۍ اخته وي.
6. په پوهنتونونو، مدارسو او علمي مرکزونو کې د ټولنیزو موضوعاتو په اړه د بېلابېلو او متضادو ایډیولوژیو پر ځای یواځې یو ډول نظریات تدریس کېدل د دې لامل کېږي چې همدا نظریات تر نورو لوړ معرفي شي او محصلینو ته داسې ذهنیت ورکول شي چې ګواکې همدا نظریات سم او نور ناسم دي. په دې ډول محصلین هم په شعوري او هم په غیرشعوري ځان تائیدۍ اخته کېږي.
نتیجه:
ډېره مهمه ده چې له ځانتائیدۍ ځانونه وژغورو. پر نورو ژویو د انسان لویه برتري دا ده چې انسان د څېړنې و پلټنې او ځېرکتیا پېچلې و پرمختللې ځانګړتیا لري. ځانتائیدي د همدې ځانګړتیا د محدودولو ناروغي ده. څنګه چې ځانتائیدي په ناخبرۍ کې کېږي. مانا دا چې، یو څوک فکر کوي نظریات یې د کلونو کلونو مطالعې و څېړنې پایله ده، اما په حقیقت کې یې کلونه کلونه د ځان تائیدولو پر تعصب رنګ شوې مطالعه ضایع کړي وي؛ ځکه نو په دې اړه زیاته توجه په کار ده. د ځان تائیدۍ بل تاوان د زغم له منځه تګ دی. څومره چې خپلواکه څېړنه کمزورې کېږي، هغومره خپل نظریات و باورونه تر نورو لوړ و سپېڅلي اېسي؛ په هغومره اندازه د نورو نظریات بد اېسول کېږي. په نتېجه کې تعصب را منځته کېږي او زغم ورکېږي. له ځانتائیدۍ څخه د خلاصون په موخه ضروري ده چې د بحث کولو دود رامنځته شي. د بیان ازادي موجوده وي. په مدارسو، پوهنتونونو او نورو علمي مراکزو کې بېلابېلې ایدیولوژیو باندې ازاد بحث وشي او د حق و باطل ټاپې وه نه کارولې شي بلکې د نورې څېړنې لپاره محصلین وبلل شي. د ځان تائیدۍ په اړه بحثونه وشي او خلکو ته ور وپېژندله شي. استادان، علما او والدین له زده کوونکو، محصلینو او کشرانو څخه د پوښتنې کولو حق وا نه خلي. خلک ازاد تحقیق ته وبلل شي او د پوښتنې کولو او تردید پر ارزښت بحثونه وشي.