پنجشنبه, اپریل 25, 2024
Homeخبرونهد بریتانیا پاچا د افغانستان د بیا ليدو هیله لري

د بریتانیا پاچا د افغانستان د بیا ليدو هیله لري

تاند:(چار شنبه ،د ميزان ۲۷مه)‏‌ د بریتانیا نوي پاچا درېیم چارلز هېله ښودلې، چې یو ځل بیا یوه ورځ افغانستان ته راشي.

نوموړي د سکاټلينډ په ابردين ښار کې د افغانستان، سوریې او اوکراین کډوالو سره د لیدنې پر وخت دا هیله څرګنده کړې ده.

د هغه په وينا، تر دې مخکې یو ځل افغانستان ته راغلی و او هیله ده بیا کومه ورځ ورځ ورته راشي.

چارلز په ۲۰۱۰ کې یو ځل په نا اعلان شوي سفر هلمند ولايت ته راغلی او له خپلو سرتېرو سره لیدلي وو.

چارلز څه موده مخکې د بریتانیا د ملکې له مړینې وروسته د سلطنت د نایب په توګه د پاچایۍ مقام ته ورسېد.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب