Homeخبرونهسور صلیب: اوکراین نه وروسته افغانستان سره په ډېرو مرستو بوخت یوو

سور صلیب: اوکراین نه وروسته افغانستان سره په ډېرو مرستو بوخت یوو

تاند:(چار شنبه ،د ميزان ۲۷مه)‏‌ د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت سياسي مرستيال شير محمد عباس ستانکزي پرون په افغانستان کې د سره صليب نړيوالې کمېټې مشر، ايلوا فيليون (Eloi Fillion) سره لیدلي.

‏د طالبانو د اعلاميې له مخې، ايلوا ویلی چې ياد سازمان په افغانستان کې له اوکراين وروسته د نړۍ په کچه تر ټولو لوی عمليات لري.‌

‏نوموړي وويل چې د روغتونونو، روغتيايي روزنيزو ادارو او توقيف خانو اړوندو خدمتونو تر څنګ د اوبو او انرژۍ، کرنې او بشري مرستو برخې ته هم خپل فعاليتونه پراخوي.

 ايلوا زياته کړه چې سږ کال يې په افغانستان کې خپل فعاليتونه د تېر کال په پرتله دوه چنده زيات کړي‏او په ۲۰۲۳م کال کې یې هم د دغې کچې د ساتنې نيت لري.

د طالبانو مرستيال وزير د سره صليب له نړيوالې کمېټې غوښتي چې د اقتصادي ستونزو تر هواري پورې د افغانستان له خلکو سره خپلو مرستو ته دوام ور کړي.‌

 ستانکزي په عين حال کې د ياد سازمان د فعاليتونو د ښه تر سراوي له پاره د مناسب چاپيريال برابرولو ډاډ ورکړی.

د طالبانو له بيا واکمنيدو سره، که څه هم بشري او اقتصادي ناورين اوج ته رسېدلی، خو ډېرو نړیوالو او بهرنيو مرستندويانو د طالبانو د واکمنۍ د نه مشروعیت له کبله په افغانستان کې خپلې چارې درولي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...