شنبه, مې 18, 2024
Home+د جلغوزې ګټې | ژباړه: شمس الحق حیران

د جلغوزې ګټې | ژباړه: شمس الحق حیران

د څېړنو پر بنسټ، جلغوزې د انسان د جسمي او رواني روغتیا لپاره یو له خورا مهمو وچو مېوو شمېرل کېږي. له همدې کبله، د اروپا په بازارونو کې معمولا د افغانستان او پاکستان تور جلغوزي او د لبنان سپین جلغوزي ښه خرڅلاو لري. له نېکه مرغه، د افغانستان په سویل ختیځو ولایتونو پکتیا، پکتیکا او خوست کې جلغوزي په پرېمانه کچه موندل کېږي او معمولا زموږ د هېواد جلغوزي چین، ترکیې، پاکستان او هندوستان ته صادرېږي. همدا اوس چین کې د افغانستان د جلغوزیو د کیفیت ارزونې سرټيفیکټونه منل شوي او ښه بازار لري. سره له دې چې افغانستان کې د ننه د جلغوزیو بیه د نړۍ د بازارونو په نسبت خورا ټيټه ده؛ خو بیا هم که ښه ځير شو، افغانان د وچې مېوې اخیستو پر وخت ډېر په ندرت سره د جلغوزیو پېرودلو ته زړه ښه کوي. کېدای شي لاملونه یې زیات وي؛ خو د نورو مېوو په نسبت د دې مېوې نسبتا لوړه بیه او د روغتیايي ګټو په هکله یې د خلکو د معلوماتو نشتوالی دوه هغه مهم لاملونه بلل کېږي چې خلک د جلغوزیو اخیستو ته زړه نازړه وي او آن په بشپړ کال کې پیرودونکي ‎دوې کیلو جلغوزي کور ته نه راوړي. که موږ لومړی د جلغوزي روغتیايي ګټې وپېژنو بیا یې د افغانستان په مارکېټ کې اوسنۍ بیه د نړۍ له بازارونو سره پرتله کړو؛ نو په هېښوونکي توګه به مو فکر بدل شي. ځکه جلغوزي په نوره نړۍ کې هغه د چا خبره د رنجو په تله تلل کېږي او د لوړ ارزښت او ګرانې بیې له کبله یې هر څوک د رانیولو وس نه لري. 

د جلغوزیو د اهمیت او روغتیايي ګټو په هکله چې پښتو او دري لیکنې راوپلټئ؛ بیخي په نشت حساب دي. ځکه مې اړینه وبلله چې د عربي نړۍ په یوه معتبره روغتيايي وېب پاڼه (www.webteb.com ) خپره شوې د جلغوزي د روغتیايي ګټو په تړاو دا لیکنه چې د وروستیو تر سره شوو څېړنو په استناد پام وړ خبرې لري د خپلو ګرانو هېوادوالو لپاره پښتو ته راژباړم. له لوستلو وروسته به یې وپوهېږئ، چې که یوه کیلو جلغوزي کور ته راوړو او ویې خورو، په پنځو راتلونکو میاشتو کې به مو حداقل د شپږ نسخې درملو پیسې سپما کړې وي. راځئ د جلغوزي په روغتیايي ګټو خبر شو او د کورنۍ لپاره د پېرل کېدونکې وچې مېوې په حتمي لیست یې ورزیات کړو. 

جلغوزي د خپل پیاوړي صحي ترکیب له کبله د ډېرو نورو وچو مېوو په پرتله لوړ خوراکي او صحي ارزښت لري. د روغتیايي څېړنو پر بنسټ، جلغوزي لاندې ګټې لري: 

    1. د لوړ کولیسټرول کچه راټیټوي: بېلابېلو ساینسي څېړنو ښودلې چې د جلغوزي خوړل د لوړ کولیسټرول کچې کمولو کې مرسته کوي او د ایتروسکلروسیس خطر کموي. په یوه څیړنه کې چې په 2014 کې خپره شوه او په یو شمېر مېرمنو ترسره شوې وه، دا معلومه شوه چې د جغلوزو د خوړلو په لومړیو شپږو اونیو کې د بدن خراب کولیسټرول تر پام وړ کچې کمېږي. 
  • د وینې د لوړ فشار په کمولو کې مرسته کوي: جلغوزي په خپل ترکیب کې په لوړه کچه مګنیزیم لري چې د وینې لوړ فشار کمولو کې مرسته کوي او د سټروک خطر کموي، ځکه نو جلغوزي د زړه صحي خواړه بلل کېږي. تاسو به حتمي خبر یاست چې تر نن ورځې په ټوله نړۍ کې د انسانانو د مرګ تر ټولو لوی او لومړی درجه لامل د زړه حمله ده؛ نو که تاسو هم په دې ناروغۍ اخته یاست، مهمه ده چې ژر تر ژره په خپل خوراکي رژیم کې جغلوزي ورزیات کړئ.
  • د سرطان د ځانګړو ډولونو د پراختیا خطر کمول: د جلغوزیو یو واحد خوړل، ستاسو بدن ته د وړاندیز شوي مقدار شاوخوا ۱۸٪ مګنیزیم چمتو کوي، کوم چې په مثبت ډول د سرطان خطر کموي. په ۶۷۰۰۰ نارینه او ښځینه و یوه ترسره شوې څیړنه کې، څېړونکو وموندله چې د جغلوزیو خوړل د پانقراس د سرطان خطر په پام وړ توګه کموي. له بلې خوا، جلغوزي د کولمو او مقعد د سرطان خطر کموي، په ځانګړې توګه د پوسټ مینوپازال میرمنو په بدن کې د دې ډول سرطانونو مخنیوی کوي.
  • په عمومي توګه ستاسو مزاج ښه کوي: مګنیزیم چې د جلغوزي له عمده ترکیباتو څخه دي، د مزاج او روحیاتو د ښه کولو لپاره د ځانګړې وړتیا درلودلو له کبله خورا مشهور دی. په ۲۰۱۷ ز کال یوې خپرې شوې څیړنې وموندله چې د مګنیزیم ډیر مصرف د خپګان کمولو او انساني مزاج د مثبت بدلون سره نېغ تړاو لري. څیړنو دا هم ښودلې چې په بدن کې د مګنیزیم ټیټې کچې او خپګان ترمنځ مستقیمه اړیکه شتون لري.
  • د صحي او مناسب وزن په ساتلو کې مرسته کوي: په دوامداره توګه په مناسبه کچه د جغلوزیو خوړل تاسو سره د صحي وزن په ساتلو کې مرسته کوي، نو ډاډ ترلاسه کړئ چې دا مېوه مو په خوراکي رژیم کې حتمي شامله وي. 
  • د هډوکو روغتیا ته وده ورکوي: جغلوزي ځکه د هډوکیزې ودې لپاره ګټور دي چې په خپل ترکیب کې په لوړه کچه ویټامین پوټاشیم لري، کوم چې د هډوکو د روغتیا لپاره اړین عنصر دی.
  • د سترګو سالم ساتل: د سترګو روغ ساتلو لپاره ځکه جغلوزي مهم دي چې په دې مېوه کې د انټي اکسیډنټ عنصر شتون لري، کوم چې د سترګو لپاره خورا اړین دی.

د جلغوزي ځينې نورې ګټې:  د داخله ناروغیو متخصصې آغلې راضیه مفضیه په خپله یوه لیکنه (د جنغوزیو فایدې) کې د جلغوزي لاندنۍ نورې ګټې هم بیان کړې دي: 

  • د ځیګر د ناروغیو لپاره ګټه لري، ټوخی اراموي، د تنفسي جهاز التهاب جوړوي. 
  • جنسي ځواک ډېروي؛ 
  • د مفاصلو او روماتیزم دردونه تسکینوي. 
  • د عرق النساء ناروغ ته ډېره ګټه رسوي. ‎
  • د مثانې ډبرې لېرې کوي. 
  • د بدن دفاعي سیستم پیاوړی کوي.
  • حافظه پیاوړې کوي او جلغوزی په خاص ډول د امیدوارو میرمنو لپاره ګټوره غذا ده.
  • د پوستکي په تازه والي کې مهم رول لري.
  • قبض ختموي.
  • له بدن څخه زهرجن توکي خارجوي.
  • د جلغوزو په خوړلو سره لوږه کمېږي او په دې ډول وزن کموي او هغه کسان چې د لمر وړانګو ته کار کوي جلغوزي چې د ویټامین A لرونکې دي، د دوی لپاره خورا اغېزمن تمامېږي.

د جلغوزي غذايي ارزښت

د جلغوزیو د روغتیايي ګټو په تړاو د پورتنیو معلوماتو وروسته، دلته د دغې مېوې د غذايي ارزښت په هکله پوهېدلی شئ:

جلغوزي د صحي غوړو سربیره بېلابېل ویټامینونه او منرالونه لري. د یوې لابراتواري څېړنې په ترڅ کې معلومه شوه چې په ۲۸.۴ ګرامه جغلوزیو کې لاندې ترکیبي اجزاء شامل دي: 

ګڼه د جلغوزي ترکیبي اجزاء د ترکیبي اجزاو اندازه 
۱ کالوري ۱۹۱ کالوري
۲ غوړ  ۱۹ ګرامه 
۳ پوټاشیم ۱۶۹  ملی ګرامه
۴ کاربوهایډریټ ۳.۷  ګرامه
۵ غذایی فایبر ۱  ګرام
۶ پروټین ۳.۹ ګرامه
۷ اوسپنه ۱.۶ ملی ګرامه
۸ مګنیزیم ۷۱ ملی ګرامه
۹ فاسفورس ۱۶۳ ملی ګرامه
۱۰ زینک  ۱.۸ ملی ګرامه
۱۱ نیاسین ۱.۲ ملی ګرامه
۱۲ ویټامین A ۲.۷ ملی ګرامه
۱۳ ویټامین C ۱۵.۳ ملی گرامه

جانبي عوارض

د جلغوزیو د روغتیايي ګټو په هکله له پوهېدو وروسته، اوس د دغې مېوې د جانبي عوارضو په زیانونو هم پوه شئ. د جلغوزیو جانبي عوارض عبارت دي له: 

  1. الرژي (حساسیت): ځینې خلک ممکن د جلغوزیو سره حساسیت ولري.
  2. د وزن زیاتوالی: په زیاته اندازه د جلغوزیو خوړل د کاربوهایډریټ د ډېرې کچې لرلو له کبله د وزن زیاتوالي لامل کیږي.
  3. فلزي خوند: ځینې خلک ممکن د جلغوزي له خوړلو وروسته په خوله کې فلزي خوند احساس کړي.

سرچینه:

  • فوائد الصنوبر الصحية وقيمه الغذائية، ویب طب، رزان نجار – الجمعة 26 تشرين الأول 2018 :

فوائد الصنوبر الصحية وقيمه الغذائية

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب