شنبه, سپتمبر 28, 2024
Homeخبرونهد جنرال رازق څلورم تلين؛ ط-انو د خپلو ځانمرګو په ياد او...

د جنرال رازق څلورم تلين؛ ط-انو د خپلو ځانمرګو په ياد او مخالفانو یې د دوی خلاف ټویټري کمپاين پيل کړی

تاند:(چار شنبه ،د ميزان ۲۷مه)‏‌ د افغانستان د مشهور طالب ضد قومندان جنرال عبدالرازق د څلورم تلين له پوره کیدو سره پرون د افغانستان يو زيات شمېر مطرحو پخوانيو سياستوالو د نوموړي د درناوي په مناسبت د زوم په یوه انلاين غونډه کې برخه واخيسته.

په دې غونډه کې حنیف اتمر، يونس قانوني، عطا محمد نور، محمد محقق، فيض الله ذکي او د مختلفو قومونو او مطرحو سياسي جریانونو استازو ګډون کړی و.

د رحمت الله نبیل په ګډون يو ډېر شمېر نورو سياستوالو بيا د پیغامونو په خپرولو جنرال رازق د افغانستان يو قهرمان او زړور ساتونکی بللی.

د طالبانو يو شمېر مخالفانو د جنرال رازق په ویر د افغانستان د مختلفو سيمو د مطرحو څېرو را ټولیدل د قومي تفرقو د ننګولو لپاره ګټوره وګڼله او ويې ويل، چې افغانستان په قومي اختلافاتو نه، بلکې په طالب او غیر طالب په شان فکري اختلافاتو وېشل شوی.

له دې سره، طالبانو د خپلو ځانمرګو بريدګرو د ياد تازه کولو ټویټري کمپاين پيل کړی او جنرال رازق د وژونکي ابو دوجانه په ګډون یې د خپلو ځانمرګو د درناوي لپاره د« فدايانو» په نوم ټویټري کمپاين پيل کړی.

د طالبانو د دغه کمپاين په غبرګون کې د دوی مخالفانو خلاف د بل کمپاين له پیلولو سره له ټویټر کمپنۍ غوښتي، څو د طالبانو اکونټونه د تروريزم خپرولو له کبله وتړي.

1 COMMENT

  1. د جنرال عبدالرازق او د هغوی د ملګرو ارواوې د خوشحاله ، جنتونه د ځای شي . شهید جنرال د افغانستان یو زړور او نومیالی جنرال وو چې تل ئې د تروریستانو ، انسان وژونکو ، خاینانو او د پنجاب په لاس روزل شویو جاسوسانو په مقابل کې په زړورتیا سره له خپلو خلکو او د هېواد له ولېشت ، ولېشت نه دفاع وکړه .
    د هغه د وژونکي او د نورو تروریستانو او وطنفروشانو د ابدي دوزخ ځای وي .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب