یکشنبه, سپتمبر 29, 2024
Homeخبرونههند يو ځل بيا په افغانستان کې د سولې او پخلاينې غوښتنه...

هند يو ځل بيا په افغانستان کې د سولې او پخلاينې غوښتنه وکړه

تاند:(چار شنبه ،د ميزان ۲۷مه)‏‌ د هندوستان د بهرنيو چارو وزير ايس جي شنکر يو ځل بيا په افغانستان کې د ملي پخلاينې او پراخې سولې او ثبات لپاره د هڅو غوښتنه کړې ده.

 نوموړي په یوه تازه وینا کې زیاته کړې، چې افغانستان له ډېرو لوړو ژورو څخه تيريږي.

هغه په عین حال کې زیاته کړې، چې هندوستان د افغانستان د خلکو مرسته کوي، خو دا چې څنګه ملي پخلاينه او سراسري سوله او ثبات تامين شي، په دې اړه به خپله افغانان پریکړه او اقدام کوي.

هندوستان مخکې له افغانستان څخه د تروریزم د خطر پېښېدو خبره کوله، خو په وروستيو کې یې د طالبانو پر وړاندې لهجه ډېره نرمه شوې ده.

له دې سره بیا هم، دغه هېواد د خپلې ژمنې او د طالبانو د هیله مندۍ برعکس په افغانستان کې خپل سفارت نه دی پرانیستی.

د هندوستان د بهرنيو چارو وزير په دې اړه څه موده مخکې وویل، چې د اعتماد جوړیدو لپاره وخت ته اړتيا ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

پلمه | زهير سپېڅلی