جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهامریکا: جمهوري غوښتونکو له افغانستان څخه د وتو د اسنادو د خونديتوب...

امریکا: جمهوري غوښتونکو له افغانستان څخه د وتو د اسنادو د خونديتوب غوښتنه وکړه

تاند:(چار شنبه ،د ميزان ۲۷مه)‏‌ د امریکا متحده ایالاتو جمهوري غوښتونکي ګوند يوه مخکښ سناتور مایکل مک‌کال د ديموکراتانو له واکمن حکومت څخه غوښتي، چې له افغانستان څخه د ځواکونو د وتلو اړوند اسناد خوندي کړي.

نوموړي په دې اړه د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن ته لیک لیکلی.

د دغه سناتور په وینا، د یادو اسنادو خوندي کول ځکه اړین دي، چې دغه پروسه ډېره فاجعه زيږونکې وه او بايد پوښتنه یې وشي.

په امريکا کې له افغانستان څخه د وتو په اړه تر اوسه لا هم ناندرۍ او بحثونه روان دي او د بایډن د حکومت منتقدین هغه له دې کبله خورا ملامت بولي.

په يو شمېر نظر پوښتنو کې موندل شوې، چې له دې کبله د ولسمشر بایډن په اړه په راتلونکو ټاکنو کې نظرونه ډېر منفي دي او بيا ولسمشر کيدل به ېې ډېر وننګوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ډاکتر حکیمي کلیزه | ‌‌ذبیح‌الله شفق

زه پوهېدم چي ته به سترګي لکه نن بدلوې ‏‎ځکه مي تا باندي یوه شېبه حساب نه کاوه په ۱۹۹۲م کي هارون حکیمي د زابل په...