یکشنبه, سپتمبر 29, 2024
Homeخبرونهد افغانستان او پاکستان تمریني مسابقه بې نتیجې پای ته ورسیده

د افغانستان او پاکستان تمریني مسابقه بې نتیجې پای ته ورسیده

تاند- د افغانستان او پاکستان د کرکټ تمریني مسابقه بې نتیجې پای ته ورسیده.

افغانستان د ۶ لوبغاړو د سوځېدو او د ۲۰ اورونو په پای کې ۱۵۴ منډې جوړې کړې خو په داسې حال کې چې د پاکستان لوبډلې یې په مقابل کې په ۲ اورونو او ۲ توپونو ۱۹ منډې کړې وې، باران تیز شو او لوبه لغوه شوه.

د افغانستان لپاره تر ټولو ښه بیټنګ محمد نبي، ابراهیم ځدراڼ او عثمان غني وکړ. نبي په ۳۷ توپونو ۵۱ منډې وکړې او نه وسوځېد. عثمان غني هم په ۲۰ توپونو ۳۲ ناسوځېدلې منډې وکړې. خو ابراهیم ځدراڼ په ۳۴ توپونو ۳۵ منډې وکړې.

د پاکستان لپاره محمدرضوان په ۸ توپونو هیڅ منډه ونه کړه خو بابر اعظم په ۶ توپونو ۶ منډې وکړې. افغان باولرانو پاکستان ته ۱۳ اضافي منډې ورکړې او له همدې کبله د لوبې په پای کې د پاکستان د منډو شمېر ۱۹ شو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب