تاند:(چار شنبه ،د ميزان ۲۷مه) د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق خان د افغانستان په اړه د خبرو لپاره ایران ته سفر کړی.
نوموړي د دغه سفر پر مهال د ايران بهرنيو چارو وزير امیرعبداللهیان او یو شمېر نورو چارواکو سره ليدلي.
په دې لیدنه کې ايراني وزير ويلي، چې هېواد ېې د تېر کال په شان يو ځل بيا د افغانستان په اړه د سیمې د بهرنيو چارو وزيرانو د فوق العاده غونډې کوربه توب ته چمتو دی.
هغه په عین حال کې ټينګار کړی،چې د تېر کال د غونډې غوښتنې دې د افغانستان په اړه عملي شي.
د تېر کال د غونډې پر مهال ايراني چارواکو او سيمه ييزو هېوادونو له طالبانو د ټول ګډونه حکومت د جوړولو، د ترهګرو ډلو پر وړاندې د مبارزې او له افغان خاورې د اجازې نه ورکولو اساسي غوښتنې کړې وې.
د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي صادق خان د دغه سفر پر مهال ويلي،چې پاکستان او ايران د افغانستان له ستونزو تر نورو هېوادونو ډېر زیانمنیږي.
د دغه سفر او پایلو په اړه ېې نور جزییات نه دي ورکړل شوي.