یکشنبه, مې 19, 2024
Homeخبرونهله هیواده بهر په زده کړو بوخت استادانو ته معاش ورکول کېږي

له هیواده بهر په زده کړو بوخت استادانو ته معاش ورکول کېږي

تاند(چهارشنبه، د میزان ۲۷ مه) د لوړو زده کړو وزارت اعلان وکړ چې د پوهنتونونو هغو استادانو ته به معاش ورکړل شي چې له هیواده دباندې په زده کړو بوخت دي.

تر دې وړاندې یو شمېر استادانو، چې له هیواده دباندې د خپل ظرفیت د لوړاوي لپاره په زده کړو بوخت وو، شکایت کړی وو چې د طالبانو د حکومت ريیس الوزرا حکم کړی چې له هیواده دباندې استادانو ته، چې په زده کړو بوخت دي، معاش ورنه کړي. دوی همداراز ویلي وو چې که معاش پرې بند شي، مجبوره به وي چې زده کړې پرېږدي او بل کار ته مخه کړي.

د لوړو زده کړو وزارت ویندوی احمد تقي نن وویل چې د دغه وزارت په هڅو د استادانو د معاش په اړه بیا کتنه وشوه او یوې ځانګړې کمېټې پرېکړه ورکړه چې په زده کړو بوخت له هیواده دباندې استادانو ته دې معاش ورکړل شي.

د افغانستان د مخکیني نظام د مقرراتو پر اساس هغه استادان او دولتي مامورین چې د ظرفیتونود لوړولو په خاطر بهر ته د زده کړو لپاره تلل، د معاش مستحق ګڼل کيدل. خو د طالبانو د چارو ادارې په یوه مکتوب کې ویلي و چې د هیواد د اوسنیو اقتصادي شرایطو له کبله هغو کسانو ته معاش نه شي ورکولی چې د زده کړو لپاره له هیواده دباندې ځي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب