د افغان ښځو انلاین ادبي بهیر / راپور (۳۷)
ځای: انلاین
نېټه: د فبروري، ۴مه، ۲۰۲۴
د ګډونوالو شمېر: ۲۳
وړاندې کوونکې: ګلالۍ مومند
د افغان ښځو د انلاین ادبي بهیر په دې غونډه کې ګډونوالو د لیکوالي د لومړیو وختونو تجربې سره شریکې کړې. د میرمن پروین ملال د کلیاتو د لمانځنې په غونډې او د ښځو د ورځې لپاره په غونډې هم مشورې وشوې. دا غونډه ګلالۍ مومند مخته وړله. دوه نیم ساعته یې دوام وکړ او په پای کې یې مشاعره وشوه.
لومړۍ برخه کې بهیروالو خپلې کیسې، خاطرې او تجربې شریکې کړې. دا چې د لیکلو لومړني وختونه یې څرنګ و؟ کومو ستونزو سره مخ وې او څرنګ پرې برلاسې شوې؟ ځولۍ لمن وویلې چې د کورنۍ لخوا مشکل ورته نه و. پلار یې تل ملاتړ کاوه، خو ستونزه دا هم وه چې د دوی په کورنۍ کې هېڅوک نه و چې شاعري یا لیکوالي دې کوله. دې وویل، « زه چې څومره رایادوم، ما خپله ژوند دومره په ځان قید کړی و چې هېڅ حد یې نه و. ډېره سخت دریځې نجلۍ غوندې وم. فکر مې بند غوندې و. ځان سره به مې تل ویل چې ولې داسې خبرې لیکې دا خو شرم دی. دا شعر څنګه لیکې؟ دا چې خپور کړې خلک به څه وايي. زموږ کلیوالو به مې شعرونه سکرین شاټ کړی و. بیا به یې زما کورنۍ ته لیږلی و. کوم ډلیز عکس مې پلار خپور و، زه هم پکې وم. هغه زما برخه یې راخیستې وه، او بیا رالېږلی و. زه چې اوس فکر کوم ښايي علت یې دا وي چې ما خوست کې ژوند کړی و. بیا کابل کې او بیا بهر. هغه د ماشومتوب دوره هغه ویره بهر هم وه راسره. انسان چې څنګه ماشومتوب کې لوی شي هغه بیا په سختي بدلېږي. مثلا هر وخت راته دا احساس راکول کېده چې ته به نجلۍ یې باید خپلو خبرو سره پام وکړې. زما زړه به په دې خبره تل ماتېده چې نه یې شې لیکلی یا یې نشې خپرولی یا یې چیرې نشې لوستلی نو ولې یې لیکې؟ خو وخت بدلېږي. زه که وخت شاته کوم هم هغه وخت کې به تل لیکل وکړم. او غواړم نورو ته هم همدا ووایم چې وې لیکئ، یو وخت به راشي چې خپاره به یې کړې. زه یوازې په دې یو څه پیښمانه یم چې کلونه، کلونه مې مسلسل شاعري پرې ایښې. موږ خپل شعر ته ډېر په ټیټه سترګه ګورو. په ځان باور نه لرو. زه هیله لرم چې همدا احساس په موږ نجونو کې تغیر شي، شعر ته مو ارزښت ورکړو او په ځان باور پیدا کړو.»
امینې عزیزي ته د لومړیو کلونو تجربه ډېره ترخه وه. دې وویل چې یوه ټولیګواله یې وه، کوچۍ وه. هغې به شاعري کوله او ډېره ښه شاعري. که څه هم د امنې به یې له شعر سره رخه کیدله خو د دې شعر پرې خورا ګران و. وروسته یې دا «کوچۍ» پلار له مکتب نه منع کړې. دوی ټولګیوالې په جرګه ورځي چې بېرته یې مکتب ته راپرېږي. خو پلار یې نه مني. دا نجلې خپلو ټولو همصنفیانو ته یو لیک لېږي او ورته لیکي چې «پلار مې ټول ارمانونه ووژل». دا پېښه د امنې په زړه داغ جوړوي، په همدې پیښه لیک لیکي چې بیا وروسته خپرېږيهم. امینې وویل، «ما په خپل صنف کې داسې یو څوک له لاسه ورکړه چې ممکن ډېره ښه ادبي ملګرې مې وه.» امنې لومړیو کې د شعرونو د لیکلو هڅې هم کړې، چې دې ویل اولو وختونو کې ډېر مذهبي شاعريکوله. وروسته یې وطني شعرونه ډېر لیکل. خو هېڅکله یې په خپلې لیکنې باور نه درلود تر هغه چې یوه ورځ له داسې یو چا سره مخ کېږي چې استعداد یې ستايي. دا د دوی د کورس مدیر وي. دې وویل، « د کورس مدیر ته په ډېر مشکل ورغلم زړه نا زړه وم خو هغه ډېره یې تشویق کړم. بیا مې یوه لیکنه هغه ته واوروله. وروسته به یې هڅولم چې لیکنې مې خپرې او چاپ کړم.»
امینه یې د کورنۍ لخوا له هغو غونډو رامنع کېږي چې تلویزیون او کامره وي پکې. اوس هم په ډاډه هر څه په خواله رسنیو نه شي خپرولی له دې ویره لريچې سکرین شاټونه یې اخیستل کېږي او پرې په عذابېږي. امینه عزیزي لا هم په دې پسې ګرځي چې ځان کې ورکه شاعره ومومي.
ورپسې میمونې کامران خبرې وکړې. د دې له وړکتوب نه له لیکلو سره شوق و. او دا ذوق یې تر بل هر چا پلار ډېر پاللی و. دې وویل، « پلار مې کندهار کې و. او هره ورځ به یې ورته ویلې چې باید خپل فعالیت ولیکي او بیا به مو موبایل کې ورته ویلې. شعر به مې هم حفظ کاوه او هغه به مې ورته ویلې. هغه ورځ چې په ستره محکمه باندې برید وشو. بیا ما یو څو بیتونه لیکلي و. پلار مې تشویق کړم او فیسبوک کې یې هم شریک کړی و. یو لیکوال لوستی او زه یې شمشاد تلویوزیون وغوښتلم او هم هاغه بیتونه مې ولوستل.»
له هغه وروسته میمونې د مکتب د فیل په سر هر وخت شعرونه لوستل. له پلار سره به یې د لیکلو سیالي وه. خو چې کله یولسم ټولګي کې پلار له لاسه ورکوي ژوند یې بشپړ تغیر کوي. نور هېڅوک نه وي چې د زړه په وینو لیکلي توري ورسره شریک کړي. ژوند یې بوختېږي، سرګرداني وي تر هغه چې پوهنتون یې پیلېږي. د پوهنتون د استاد محمود مرهون په سپارښتنه خپلې ورځنۍ خاطرې لیکي او همدا یې بېرته د خاطرو لیکلو ته ورستنوي. میمونه د زرین ادبي بهیر په غونډو کې ګډون کوي. کیسه لولي او جرات کوي چې یوه کیسه کره کتنې ته هم وړاندې کړي. لومړیو کې د نورو نظرونه د دې په لیکنو ډېر مثبت نه وي، خو دا کار میمونه ناهیلي کوينه بلکې لا یې غښتلې کوي. او ورسره مرسته کوي چې خپله لار ومومي. « لومړيکیسه چې مې کره کتنې ته وړاندې کړله هغه کې یې سمه وټکولم. ډېر څه مې ترې زده کړل. بیا له هغې وروسته مې زړه ونکړ چې ډېر څه ولیکم. خو وروسته مې وویلې چې دا نور یې لیکلی شي نو زه یې ولې نشم لیکلی. استاد شیراني راته وویلې چې نور کیسه لیکل کوه. اوس ډېره خوشحاله یم او بیا مطالعه پیل کړه. ما لومړی د لیکلو خپرول د خپل ورور له ای ډی کول. زه اوس هم دې ته نه یم چمتو چې ځینې لیکنې شریکې کړم. په ازادانه ډول نشم کولی چې خپل لیکل شریک کړم.»
پاکیزې وویل چې که هر څومره هم ژوند سخت شي باید نجونې خپل استعداد ورزوي. یوه ورځ به حتما راځي چې ټول به یې فکر، شخصیت او کار ویاړ کوي.
ملالې کلیوالې ګومان کړی و چې په دې کښتې کې دا یوازې ده. دې فکر کړی و چې ګوندې یوازې داده چې هر څه په پټه کوي. په یوازې ځان یې کوي او ویره ورسره وي چې څوک یې وویني یا یې وپیژني څه به وايي. خو چې د نورو کیسې یې واورېدې، ملاله یوازې نه وه. « لومړی چې مې ورور شعر ولیده او راته وویل چې دا نو څه دي. ویلې چې نانځکو ته دې شعر ولیکه. بیا مې نانځکو ته هم شعر ولیکه. وروسته مې بیا د مور او په ورځ شعر ولیکه. شعر مې دیکلومه کړ.» خو وروسته ملاله له ځان سره پریکړه کوي چې هېڅکله به کور کې نه واييچې دا شعر لیکي. دې وویل، « یو نیم وخت به زما شعر چا دیکلومه کړی و. هغه به مې کور کې چالان کړ. دوی به ویلي و چې دا څومره ښایسته یې ویلي و. ما ویل دا د یوې نجلۍ شعر دی. دوی به خوشحاله شول، خو زه پوهېدم که ووایم چې زه یم نو ممکن ما همدومره ونه هڅوي. زما نوم مستعار دی، او د باندې خلکو که له یوې خوا مشکلات جوړول. له بلې خوا یې تشویقولم. زه به هر څه ته خوشبینه ومه. ما به د شفیقې هغه د بیرغ شعر لیدلو او فکر به مې کاوه اینده کې به زه هم دغسې یم. او داسې شاعره یمه. کله چې ما د جونید جایزه واخیستله نو ټول کور کې خبر شول چې زه شاعره یم او شعر مې جایزه هم اخیستې ده. ورور مې نه و خبر خو چې له جایزې خبر شو خوشحاله و. اوس مې ټوله کورنۍ ملاتړ کوي. خو دا همدومره اسانه لاس ته نه دي راغلي، یو عمر خواري مې وکړه.»
شفیقې خپلواک وویلې چې «لیکل داسې یو قوت دی چې هېڅوک یې نه شي درنه اخیستلی. که هر څومره هم ژوند راباندې محدود کړي فکر او لیکل مو یوازې زموږ لاس کې وي. د لیکلو او نه لیکلو پریکړه یوازې موږ کولی شو. نو وې لیکئ حتا که یې خپرولی هم نشئ. زه هم داسې ډېر شعرونه لرم چې نه یې شم خپرولی، ممکن په ژوند مې خپاره نشي خو یوه ورځ به حتما یو څوک هغه لولي. او مهمه نه ده څوک مو لولي کنه مهمه داده چې موږ خپل زړه تش کړو. خپل اثر وپنځو.»
هیلې پسرلی وروستۍ خبرې وکړې دې وویل « همدا تاسې ټولې اوس خپل غږ لرئ. میلیونونه ښځې په افغانستان کې او نړۍ کې دي چې په همدې موقف کې نه دي. دا حالت او موقف بریا او کامیابي ده. او له همدې ما روحیه واخیستله او په ژوند کې باید ډېر څه وکړم.ستاسو له خبرو مې دوه شیان درک کړل اول دا چې غواړئ لیکل وکړئ دوهم دا چې غواړئ کامیاب ژوند وکړئ. د لیکلو برخه شخصي انتخاب دی او شرایط په بهانې بدلیدلی شي. د ادبیاتو تاریخ له ډېرو داسې مثالونو ډک دی چې لیکوالو په ډېرو نامناسبو شرایطو کې هم شاهکارونه پنځولې دي. یو یا دوه کال نه لیکل طبیعي خبره ده. اکثریت وخت چې زه دلته له ښځو سره غږېږم یو دوه کاله له خپل مسکل نه شاته پاتې شوي ځکه چې ماشوم یې پیدا شوی دی. نو هغه ډېره طبیعي پروسه هم ممکن داسې تاثیر ولري. تر هره ورځ لیکلو هم هره ورځ د لیکلو ارمان مهم دی. لیکوالي ته که وخت ورکړو هر وخت یې کولی شو. دوهمه خبره کامیابي ده، د دې شي لپاره د نورو ټولو خبرو تر څنګ یو څه چې ډېر مهم دي هغه د روابط پالل او له شته فرصتونو استفاده ده. همدا بهیر یې ډېر ښه ځای دی.»
غونډه په مشاعرې پای ته ورسېده. خوږې شېرزاد، ځولۍ لمن، ملالې کلیوالې، امینې فنا، زمزمې غزل او شفیقې خپلواک شعرونه ولوستل.