دوشنبه, مې 20, 2024
Home+په هرو دوو اونیو کې یوه ژبه له منځه ځي

په هرو دوو اونیو کې یوه ژبه له منځه ځي

ژباړه: هوسۍ طارق

د ۱۹۹۶ په اګسټ کې، هندي امریکایي الاصله ساموئل تیلور بلو وفات شو. هغه د کاتاوبا قبیلې وروستی سور پوستی و چې قبیلې یې سیوهاوو پورې تړاو درلود او د کاتاوبا سیند ته یې نږدې ژوند کاوه. د کاتاوبا په اصلي ژبه غږېده، کله چې ساموئل تیلور وفات شو ژبه یې هم ورسره وفات شوه. کاتاوبا یوه بېلګه کېدای شي خو یوازینۍ او وروستۍ قضیه نه ده، بلکې دې ته ورته ډيرې نورې ژبې هم له منځه تللې دي.

د یونیسکو د راپور پر بنسټ په نړۍ کې شاوخوا ۶۰۰۰ بېلابېلې ژبې دي چې نیمایي یې د له منځه تګ سره مخامخ دي. نړۍوال ژبپوه؛ ډیویډ کریستال، په اټکلییزه توګه وایي، په هرو دوو اونیو کې یوه ژبه له منځه ځي. د یوې ژبې د اعدام حکم هغه وخت صادر کیږي چې والدین خپله ژبه خپلو ماشومانو ته و نه لېږدوي. پر ځای یې هغه ژبه خپلو ماشومانو ته ور زده کړي چې ډیری خلک په هغه ژبه افهام او تفهیم کوي.

د شلو هغو ژبو په منځ کې چې تقریباً ورځنی پرمختګ یې کوچنۍ ژبې له زوال سره مخ کوي؛ چیني ماندرین، هندي او انګلیسي ژبې دي. د دوی په منځ کې ماندرین د ۹۸۲ میلیون ویونکو سره د هغو ژبو په کتار کې ده چې ویونکي یې د همدغې ژبې اصلي ویونکي دي. یانې د دوی مورنۍ ژبه ده. په دویم کتار کې هندي ژبه ده چې ۴۶۰ میلیون اصلي ژبې ویونکي او انګلیسي له ۳۷۵ میلیون کسانو له اصلي ژبې له ویونکو سره په درېیم کتار کې ځای لري.

ژبې د ژونديو موجوداتو په څېر دي. کټ مټ د انسانانو، نباتاتو او ژویو په څېر، ځکه دوی باید له خپل چاپیریال سره سازش (جوړجاړی) وکړای شي.

کله چې یوه ژبه ډیره دود کیږي نو د ژبپوهانو په اند نورې ژبې له ګواښ سره مخ کیږي. تر نن پورې ۱۵۰۰۰۰ ژبې موجودې وې چې اکثره یې پرته له دې چې کومه نښه یې له ځانه پریښي وي له منځه تللې دي. په داسې حال کې چې ځینې یې لکه لاتین، سانسکریت، قبطي، او لرغوني یوناني تر اوسه هم شته دی. نن سبا دغه لرغونې ژبې یوازې او یوازې په مذهبي مسایلو کې کارول کیږي د تاریخ او علم په برخه کې ترې هیڅ کار نه اخیستل کیږي او ځینو یې تر دې بریده بدلون موندلی چې آن د تشخیص وړ نه دي. مثلا: د منځنۍ پیړۍ آلمان خلک د انټرنټ، ټکنالوژۍ او د رباټونو  له کلمو سره هیڅ کومه اړیکه یا هم پیژندګلوي نه درلوده.

ژبې ډیری وخت په دې له منځه ځي چې مورنۍ ژبې راتلونکي نسلونو ته هیڅ نه ور لېږدوي. چې په پایله کې د یوه تمدن او کلتور له منځه ځي. همداسې ځینې ژبې په شفاهي توګه د لېږد بڼه لري او اصلا د لیکنې بڼه هیڅ نه لري. چې له بده مرغه د تېر وخت داستانونه اوفرهنګونو لویه برخه همداسې له منځه تللې ده. هر هغه څوک چې په څو ژبو پوهیږي ورته جوته ده چې د یوه فکر/مفکورې او پیچلي احساس ژباړه بلې ژبه ته، څومره سخت او له ننګونو ډک کار دی.

تر ټولو سخت او ننګوونکی کار د یوې موضوع کره ژباړه ده. په اینویټو ژبو کې ښودل شوې چې د یوې کلمې د ژباړې لپاره مختلفې کلمې موجودې دي، مثلا د واورې د کلمې لپاره، ځینې عبارتونه یې ښیي چې آیا په واوره کې موټر چلولای شو که نه؟ ځینې بیا وایي، نه دا په دې مانا ده چې په واوره کې انسان څنګه کور جوړولی شي. د داسې کلمو په اصلي مانا انسان هغه وخت پوهیږي چې یوه ژبه ژوندۍ وي اود ویونکو تر منځ یې کارول کیږي څو چې د کلمې په اصلي مانا او د استعمال په مواردو یې خلک پوه وي، او پس له هغې موږ کولای شوچې کلمې راتلونکو ته د هغوی د مانا د له منځه وړلو پرته انتقال کړو. نو ځکه یوه کلمه خپله اصلي مانا په مطلقه توګه کله چې هغه ژبه له منځه تللي وي له لاسه ورکوي. ځکه چې د یوې دورې د خلکو علم مثلا د حیواناتو، انسانانو او د هماغې دور په اړه یوازې او یوازې دهغوی په خپلو ژبه د انتقال وړ دی. چې په خپله ژبه ژوندۍ نه وي نو کلمې په ډېری آسانۍ سره خپل مفهوم له لاسه ورکوي.

………
یادونه

زما یوه لنډه او شخصي تجربه د همدغې موضوع په اړه چې مې ژباړلې. یوه ورځ مې یوه ویډیو کتله له یوه افغان ځوانه د جرمني د نوي کال په ورځو کې پوښتنه وشوه چې تاسو په دې وخت کې څه کوئ؟ ویل دا خو زموږ دود نه دی خو خپل کوچني ورور ته یوه ډالۍ اخلو. د ډالۍ په اخیستو کې ستونزه نشته خو خبره دې کې ده چې کله انسان پر خپله ژبه په پوره توګه نه پوهیږي په کلتور کې یې بدلون راځي. اوس به یې هغه کوچنی ورور د کریسمس پر مهال د ډالۍ اخیستل د افغانانو د دود یوه برخه ګڼي، حال دا چې دغه مشکل له ژبې سره شروع کیږي چې بلاخره کلتور ترې متاثره کیږي.
هوسۍ

4 COMMENTS

  1. یو ورځ به پښتو هم پدی قطار کی راشی ، ځکه د ډیورنډ کرښی د پښتو ژبی کارول دواړو خواته بلکل کم کړی ، افغانستان خواته دری/ فارسی او مقبوضه پښتونخوا کی اردو ژبی مسلطه شوی دی ، چه ورځ تر بلی ورځی د پښتو ویونکی او لوستونکی کموی، د یو ژبی د ژوندی ساتلو لپاره د ژبی په رسمی کارو کارول او لیکل ډیر ضروری دی

  2. میرمن طارق، هندی نه دی. ایندیګین دی. دا کلمه د لاتین څخه راځي او د اصلي یا اصلي اوسیدونکی په څیر معنی لري.

    مینه او مننه

  3. سلامونه،
    آغلې هوسۍ جانې طارق! ډیره ضروري موضوع دې ژباړلې ده.آپرین.
    هاغه په آلمان کښې د یو افغان له یادونې دې؛زما په نظر د ډالۍ اخیستل خو څه بده خبره نه ده. رسول اله مباړک هم په ډالیۍ ورکولو تآکید کړی دی او دا چې هغه افغان-آلمان ځوان د ډالۍ کلمه نه وه هیره!دا هم ښه
    -راځو زمونږ خوژې او ګرانې پښتو ژبې ته.که څه هم خلک ،لیکوالان، شاعران، سندرغاړي ا.د.ن. تر وسې ډیر خدمت ې کوي ؛مګر د افغان او پښتونولۍ قسم خوړلو دښمنانو پیړۍ پیړۍ کوښښ کړی چې له شرق څخه اردو ؛ له شمال څخه تاجیکی/؛له غربه فارسي ایراني ؛ پر مونږ مسلطه کړي !!! او پښتو داسسې وښيي، حتی خپلو ځینو چارواکو او.. ته ،چې ګواکې د غرونو او ځنګلونو ؛بیرته پاتې او سخته ژبه ده!.ډیریو دا ذهنیت خلګو کې اچوه چې ګویا ضرورت ورته نلرو!!.
    حالداچې د ۶۵په سلو کې د افغانستان د نفوس او ۴کروړه ۴۰ ملیینه خیبر پشتونخوا او بلوڅ-بلتستان ؛او هیڅ چې نه وي بهرنیو ملکونو ته کډوال او میشت شویو افغانانو له نیمایی ډیرو ژوندۍ ژبه ده!ټول ټال تقریباََ ۷۰میلیونه ویونکي لري
    د پخوانیو پاچاهانو او درباري چافلوسانو غټ خیانت کړی چې ورځ تر بلې ېې مرګ خواته ټیل وهلې!! او د رسمي دفترونو، ښارونو بازارونو لوحو او علمونو او سیاستونو نه ې د حذفولو سعې کړي دي او ګویا دخپلې مورنۍ او پلارنۍ ژبې سره ې خیانت کړی.
    په پوره پښتونولۍ مینه او مڼنه.بلجیم /د سلواغې یا دلوې ۲۳= د فبرورۍ ۱۲///د شعبان یا برات ۱۴۴۵: ۰۲

  4. البته د ژبی د ژوند او مرګ مسئله د یوی ژبی د ویونکو د کمیت او شمیر سره مستقیم تناسب لری.
    د پښتو ژبی د ویونکو شمیر زیاد دی نو ځکه ئی د اِمحا احتمال ډیر کم او حتی صفر دی خصوصاً که په ښوونیزو مرکزونو کی ور ته زیاته پاملرنه وسی نو خپل طبیعی تنفس ته به ادامه ورکړای سی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب