شنبه, جولای 27, 2024
Homeخبرونهایران د طالبانو یو مشهور منتقد قاري عیسی محمدي نیولی

ایران د طالبانو یو مشهور منتقد قاري عیسی محمدي نیولی

تاند ( دوشنبه، د دلوې ۲۳مه) راپورونه وایي چې ایران د طالبانو د رژیم یو سرسخت منتقد قاري محمد عیسی محمدي یاد شوي هېواد ته د سفر پر مهال نیولی.

د محمدي نژدې سرچینو دا خبر تایید کړی او په ټولنیزو رسنیو کې اوازه ده چې ممکن هغه د طالبانو رژیم ته وسپارل شي.

معلومه نه ده چې عیسی محمدي په ایران کې څه کول؟

د محمدي په اړه ویل کیږي چې د طالبانو د یوې وسله والې مخالفې ډلې( ملي مقاومت جبهې) له محدودو پښتنو غړو څخه دی.

نوموړی په جرمني کې شخصي کاروبار لري، خو مخکې یې پر ټولنیزو رسنیو او اوس په عملي غونډو کې هم د طالبانو خلاف توندې څرګندونې کولې.

په خواله رسنیو کې د هغه خواخوږو د ایران لخوا د نوموړي نیول غندلي، خو مخالفانو یې په دې اړه د ملي مقاومت جبهې چوپتیا ته په اشارې ویلي چې د دغې ډلې یو شمېر مخکښ غړي په ایران کې ژوند او ښکاره فعالیتونه لري، خو دا چې ولې یو پښتون غړی یې نیول کیږي او دا ډله چوپه خوله ده، د پوښتنې وړ ده.

1 COMMENT

  1. دا خو یې ډیر پر ځای کار کړی ایران خو په زیندی کولو کښې ډیر مخته ده باید ډیر زر یې په دار وزړوی افغانستان د همداسې خاینیو له لاسه وران شو

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب