شنبه, جولای 27, 2024
Homeخبرونهله احمد مسعود او امرالله صالح سره له لیدنو وروسته د نبیل...

له احمد مسعود او امرالله صالح سره له لیدنو وروسته د نبیل ادعاوې

تاند ( دوشنبه، د دلوې ۲۳مه) د افغانستان د ملي امنیت پخواني لوی رییس رحمت الله نبیل په یوه تازه مرکه کې د ملي مقاومت جبهې په نوم د طالبانو خلاف د یوې وسله والې ډلې له مشر احمد مسعود او د هغه د متحد امرالله صالح سره د خپلو وروستیو لیدنو په اړه یو شمېر ادعاوې کړي.

نبیل ویلي، چې د جمهوري نظام له سقوط وروسته یې دوی دواړو سره لیدلي او د طالبانو خلاف د یوه نوي ګډ روایت جوړولو غوښتنه ورڅخه کړې وه.

د ده په وینا، له لیدنو وروسته ورته معلومات رسیدلي چې دوی دواړو یوې مشخصې سیمې( اشاره یې پنجشېر ته ده) پورې د طالب ضد مقاومت د محدود ساتلو خبره کړې او ده ته یې مثبت ځواب نه دی ورکړی.

احمد مسعود او امرالله صالح د نبیل څرګندونو ته غبرګون نه دی ښودلی.

تر دې مخکې هم دوی او ملي مقاومت جبهه په قومي او سمتي چلند تورن شوې او ویل شوي، چې په دغه ډله کې له پنجشېر پرته د نورو سیمو خلک نشته.

ورته ادعا څه موده مخکې د جمهوري نظام پر مهال هزاره توکمه لوی درستیز جنرال مراد علي مراد او یو شمېر نورو څېرو هم کړې وه.

2 COMMENTS

  1. نبیل خپله بیغیرته انسان ده چې له داسې بی معنا خلکو سره لیدل کوې هغوې ته صرف پیسې مهمی چی هر طیقه کیږې لاس ته یې راوړی هغه کولابیان نه وطن لرې او نه د وطن په نوم څه پیږنی نبیل دومره وکړه چی ځان یې وشرماوه اوبس دې باید کوشش وکړې چی له لنډغری او چپاولګری نه ځان لری کړې چی هیځ نتیجه نلرې

  2. څوک چې خدای سپک پیداکړی وي ، همداسې وي . د کرزي د کور وران شي چې د افغانستان د ملي امنیت داسې مهم مقام یې یو بېغیرته ، ابن الوقت او پله بین انسان ته په لاس کې ورکړی وو.
    څوک چې له ماشومانو سره کینې او مجلسونه کوي ، د سیاست په اړه خبرې ورسره کوي ، همدا نبیل په شان به بې عزته ، سپک او بې اهمیته کیږي .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب