Homeسپورتسریلانکا افغانستان ته ۳۰۹ منډې هدف وټاکه

سریلانکا افغانستان ته ۳۰۹ منډې هدف وټاکه

تاند- د سریلانکا د کرکټ ملي لوبډلې د افغانستان په وړاندې په دوهمه یو ورځینۍ مسابقه کې ۳۰۸ منډې وکړې.

د دې سیالۍ پچه سریلانکا وګټله او لومړی یې بیټنګ یا توپ وهنه غوره کړه.

سریلانکايي لوبغاړو دا هدف په پنځوس اورونو کې د ۶ لوبغاړو له سوځېدو وروسته وټاکه.

د افغانستان لپاره عظمت الله عمرزي درې لوبغاړي، فضل حق فاروقي، نوراحمد او قیس احمد هر یوه ، یو یو لوبغاړي وسوځول.

د دې لوبلړۍ لومړۍ لوبه کوربه لوبډلې د ۴۲ منډو په توپیر وګټله.

په یادې سیالۍ کې سریلانکا د ۳۸۲ منډو هدف ټاکلی و چې افغانستان یې په ځواب کې د محمدنبي او عظمت الله عمرزي د سلیزو پر مټ ۳۳۹ وکړې.

د ویلو ده چې د یو ورځنیو سیالیو دا لوبلړۍ به د فبرورۍ په ۱۴مه نېټه بشپړه شي.

په پام کې ده چې ورپسې دوه ټیمونه درې شل اوره سیالۍ وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...