شنبه, مې 18, 2024
Home+د فتوا په باره کي مختصر بحث| عبدالباري جهاني

د فتوا په باره کي مختصر بحث| عبدالباري جهاني

         (پنځمه برخه)

 د شریعت احکام عام دي:

ما د خپل « تصوف او اسلام» د کتاب په مقدمه کي لیکلي وه چي څه باندي شل کاله مخکي، په زاړه ډهلي کي، له خپلي مرحومي مېرمني سره، د نظام الدین اولیاء زیارت ته تللی وم. هلته مي ولیدل چي یو سړی د امیرخسرو دهلوي د قبر د پښو خواته پر سجده پرېووت او وروسته یې د هغه پر قبر باندي طواف وکړ. ټولو د خدای بنده ګانو ورته کتل او هیچا څه ورته ونه ویل؛ ځکه چي دا بدعت او شرک هلته عادي سوی وو.

که چیري په همدغه زاړه ډهلي کي څوک له څپلیو سره مسجد ته ننوتلی وای یا یې د مسجد خواته ناړي توکلي وای نو زه باور لرم چي خلکو به په وهلو وهلو شین کړی وای؛ مګر څرګند شرک ته یې هیڅ نه ویل او لږترلږه چا نصیحت قدر هم ورته ونه کړ. زما په عقیده دا سړی ډېر ملامت نه وو؛ ځکه چي که دی جاهل نه وای نو ولي به یې د امیرخسروقبر ته سجده کوله. کشکي یوازي دا یو جاهل وای او عالمونه جاهلان نه وای. ما په سیوڼ کي د شیخ قلندر پر زیارت باندي طوافونه لیدلي دي. ټول خلک د هغه پر قبر باندي را څرخېدل او له هغه څخه یې د مرستي او مراد غوښتنه کوله. دا ټول شرک او کفُردی او مولوي صاحب باید د دې شرک سرچیني ته متوجه سي او ریښه یې وباسي. خو له بده مرغه چي له مُلایانو او مولویانو څخه په هغه باره کي، چي د ټول اسلام اساس او بنسټ ته صدمه رسوي ډېر لږ څه اورو. زه به تاسي ته یو متن ولیکم تاسي قضاوت وکړی.

شیخ شهاب الدین سُهروردي، چي د سهروردي طریقې موسس او پېشوا دی، په خپل کتاب عوارف المعارف کي لیکي:

« کله چي د طالب صادق په زړه کي د درد اور بل سي، باید چي په ښه نیت او بشپړه عقیده خپل شیخ ځانته وبولي؛ څو صراط مستقیم یا سمي او سیده لاري ته یې رهنمايی کړي. او کله چي یې کامل شیخ پیدا کړ نو باید چي د شیخ د فرمان او تصرف تابع سي. خپل نفس هغه ته وسپاري او د تسلیمي نښه دا ده چي خپلي ټولي چاري او کارونه شیخ ته وسپاري؛ او د شیخ حکم د خدای او رسول حکم وبولي او له شیخ سره هغه ډول بیعت وکړي لکه اصحابو چي له رسول الله ص سره کړی وو. . . . » عوارف المعارف ص ۴۰

که څوک دا څرګند کفر نه بولي نو دا به څشي وي؟ شیخ څوک دی چي حکم او فیصله یې د خدای حکم او فیصله بلله کیږي؟ د شیخ د حکم لپاره بله مقایسه نه وه چي سهروردي دونه لویه بې ادبي کوله؟

که څوک لمونځ نه کوي. که څوک روژه نه نیسي. که څوک زکات نه ورکوي او یا حج ته نه ځي هغه خپل آخرت خرابوي او ځان په لوی لاس دوږخ ته اچوي. خو که څوک په سل هاوو زره او حتی په میلیونونو مریدان ګمراه کوي او د پیر او شیخ فیصله د خدای فیصله بولي نو د هغه پیر او شیخ تاوان ډېر عام او د میلیونونو مسلمانانو د ګمراهی سبب کیږي او که مولوي صاحب یا ملاصاحب، په ریشتیا هم، اسلام ته خدمت کوي نو د دغه راز تباه کوونکو ګمراهیو مخه باید ونیسي او پر ضد یې په نره فتوا صادره کړي چي تر ننی ورځي پوری یې نه  ده صادره کړې.

که مولنا جلال الدین رومي خپل شیخ او مراد ته خدای وايی نو دا کار چي یې په هر نیت کړی وي څرګند کفر یې کړی دی. شریعت، په احکامو کي، استثنی نه لري او حکم یې پر ټولو مسلمانانو جاري وي. د مولنا د یوې اوږدې غزلي درې بیتونه را اخلو:

پیر من و مراد من درد من و دوای من

فاش بګویم این سخن شمس من و خدای من

شهپر جبرییل را طاقت آن کجا بود

کزتو نشان دهد مرا شمس من و خدای من

کعبه من کنشت من دوزخ من بهشت من

مونس روزګار من شمس من و خدای من

مولنا چي په هرنیت شمس ته خدای ویلی وي، دا څرګند کفر دی. ځکه چي خُدا یا خدای په قاموس کي د الله، پروردګار، باري تعالی او مالک او څښتن څخه پرته  بله معنا نه لري. ما له هیڅ مُلا او مولوي څخه نه دي اورېدلي چي د مولنای رومي د دغه ډول اشعارو پر ضد یې فتوا صادره کړې وي او لا یې کتاب مثنوي نه بلکه مثنوي شریف بولي او تر اوسه پوري د مُلایانو په لویو تعلیمي مرکزونو کي تدریس کیږي. په مثنوي کي ډیري زیاتي داسي خبري دي چي سړی یې څرګند کفر بللای سي خو زه به یې د هغي کیسې یو څو بیتونه په پښتو درته راوړم چي د بایزید بسطامي د خدايي د دعوې په باره کي یې لیکلې دي. د بایزید بسطامي دا خبري ډیري مشهوري دي چي ویل یې سبحانی سبحاني ما اعظم شانی ( ستاینه دي وي مالره زما څومره لوړ شان دی) په داسي حال کي چي سبحان یوازي الله تعالی ته راځي. یا لیس فی جبتي سواءالله ( په خرقه کي مي پرته له خدایه بل هیڅوک نسته ) یا لا اله الّا انا فاعبدونی ( پرته له ما بل الله نسته زما عبادت وکړی)  د دغه مثنوي د څو بیتونو پښتو ترجمه داسي ده:

هغه ستر فقیر بایزید ویل مریدانو

زه خالق یمه زه خدای یمه دوستانو

مستانه ښکاره ویله  ذوفنون

لا اله الّا انا فاعبدون

چي سهار سو مریدانو یې ویله

چي پرون دي د خدايی دعوه کوله

ده ویل که مي تکرار کړه ما په دار کړی

د چړو مخ ته مي سپر یا مي سنګسار کړی

حق له تنه دی فارغ زه تن لرمه

ما به وژنی که بیا داسي دعوه کړمه

دا مثنوي ډېر اوږد دی خو مطلب یې دادی چي بایزید، په مستي کي، د خدايی دعوه کوله او د لا اله الالله پر ځای چي پرته له الله بل خدای  نسته په څرګنده وايي چي پرته له ما بل الله نسته زما عبادت وکړی. چي په سد کي به وو او هوښیار به وو نو داسي دعوه یې نه کوله. کله چي یې بله ورځ بیا په مستي کي د خدايی دعوه وکړه نو مریدانو یې چړې ورباندي را واخیستې خو چي هر ګوزار به یې ورباندي کاوه هغه به پخپله پر دوی باندي لګېدی. پیرانو او د هغوی مریدانو، او پر څنګ یې لا مُلایانو، چي د شریعت په احکامو هم ښه خبر دي، مظلوم او بېسواد اولسونه په دې یوه خبره غولولي دي چي د خدای د دوستانو او اولیاوو خبري نوري دي او دوی حال لري او هر څه د حال په ژبه وايی چي هغه موږ عادي خلکو ته نه معلومیږي. د خدای دوستان چي هر څه وايی خبري یې له خدای سره دي او خدای یې په کُفر نه نیسي.

مُلاصاحب که یې هرڅه بولي دا د هغه کار دی خو زما په عقیده د خدايي دعوه څرګند کفر دی او لکه مخکي چي مي وویل د شریعت حکم عام دی او هیچا ته د کُفر ویلو حق نسته. زه ګومان کوم څوک چي کُفر ویلو ته پلمې او منطق جوړوي او لا یې ستاینه کوي او یا د کُفري افکارو لپاره تبلیغ کوي که کُفر نه وي نو لږترلږه ډېره لویه ګناه خو به حتماً وي.

البته صوفیانو، د خپلو ځانونو د تبریه کولو لپاره، د سُکر  یا مستۍ او نشې؛ او صحو یا هوښیاری حالات را ایستلي دي او کله چي کفر وکړي نو پر سُکر یې تاوانوي. په شریعت کی سُکر او صحو وجود نه لري او کفر په هر حال کي کفر دی.

رسول اکرم ص هیڅ وخت تر بنده ګی لوړه ادعا نه وه کړې او د شهادت په کلمه کي یې له ځان سره بنده او رسول ذکر کړی دی او د حق د محبوب او معشوق نومونه وروسته ځینو مسلمانانو، په تېره بیا صوفیانو، ورکړي دي. هغه چي د اسلام د دین پېشوا وو حق متعال امر ورته کوي چي خلکو ته ووایه چي زه خپل ځانته خیر نه سم رسولای نو بل ته به څه خیر ورسوم.

« قُل لا املِکَ لِنفسی نفعاً و لا ضرًّا الّا ماشاءاللهُ و لو کُنتَ اعلم بالغیب لَاَستَکثَرتَ من الخیرِ و مامسَّنی السوُءَ اِن انا اِلّا نذیرٌ و بشیرٌ لقومٍ یومنون» سوره ۷ آیة ۱۸۸

ترجمه:  ورته ووایه چي زه خپل ځانته، د الله له ارادې پرته، نه ګټه او نه تاوان رسولای سم. او که مي د غیب علم لرلای نو هروخت به مي ځانته ګټه رسولای او ضرر به نه وای راته رسېدلی. زه یوازي هغو کسانو ته چي ایمان یې راوړی دی خبر ورکوونکی او زېری ورکوونکی یم.

عجیبه د ا ده چي د اسلام پېشوا په خپل ژوند کی، حتی خپل ځان ته، د خیر او شر رسولو قدرت نه لري او په غیب نه دی خبر؛ پیران او مرشدین څرنګه، هم په غیبو خبر وي، هم پېش بیني کوي او هم له وفات څخه سوونه کلونه وروسته، خلکو ته اولادونه، مالونه او صحتونه ورکوي. لېونیان پر سد کوي، شلانو ته پښې ورکوي او ړانده بینا کوي. حضرت رسول اکرم ص په خپل ټول ژوند کي څوک بینا کړی یا شل او شوټ پر پښو روان کړی دی؟ که له هغه سره دا قدرت نه وو او پر خپله بې وسي باندي یې اعتراف هم کاوه، نو له پیرانو سره پسله مرګه دا زور له کومه سو؟ قرآن شریف خو داسي نه وايي:

« و اِن یمسَسکَ الله بِضُرٍ فلا کاشِفَ لَهُ اِلّا هُوَ. . الآیة » سوره یونس آیة ۱۰۷

ترجمه:   که الله تاسي ته زیان ورسوي نو لیري کول یې یوازي د هغه په اراده کي دي او بل څوک مرسته نه سي کولای.

موحدینو، چي دښمنانو وهابیان وبلل، د همدغو مزخرفاتو پر ضد مبارزه او جګړه کوله. محمدبن عبدالوهاب خپله مبارزه د عمرفاروق د ورور زید بن خطاب د زیارت له ورانولو څخه پیل کړه او د نورو ټولو هغو قبرونو ورانولو ته یې ملا وتړله چي په اکثرو ځایونو کي یې د عبادتګاهو شکل غوره کړی او څرګند شرک پکښي روان وو.

په صحیح مسلم کي راغلي دي: « له عایشې څخه روایت سوی دی چي د حضرت رسول اکرم ص مېرمنو اُمّ حبیبه او اُم سلمه د حضرت رسول ص په مخ کي وویل چي دوی په حبشه کي د مسیحیانو یوه کلیسا ولیده چي هلته تصویرونه پکښی رسم سوي ول. حضرت رسول ص وویل کله چي د دوی پرهېزګاره کسان مړه سي نو دوی د هغوی پر قبررونو باندي د عباداتو ځایونه جوړ کړي او بیا نو تصویرونه پکښی رسم کړي. دوی به د قیامت په ورځ د الله په نزد بدترین مخلوقات وي » کتاب الصلواة حدیث ۳۴۱

همدغه حدیث په تقریباً همدغه عبارت د صحیح بخاري په کتاب الصلواة کي راغلی دی. حدیث ۷۷.

 پیران او مرشدین د ټولني او اسلام تر ټولو لوی دښمنان دي. هغوی له سهاره تر ماښامه هیڅ کار نه کوي او ټول ژوند یې په ټګیو او د دروغو په کیسو تیریږي. ځیني یې له اسلام څخه دومره لیري وي چي د اسلام په مذهب، حج، روژه او لمانځه باندي ریشخند وهي؛ خو جاهل خلک د هغوی په لنګرونو کي ناست وي او د خپلو لاسونو ګټه په هغوی خوري. شیخ ابوسعید ابی الخیر، چي په اسلام کي یو له تر ټولو مشهورو شیخانو څخه دی، د یوه پاچا او واکمن په څېر ژوند کاوه او له سهاره تر ماښامه یې ورځ په ساز او نڅا تیروله؛ خو جاهلانو د هغه دربار ته نذرونه راوړل او فیض یې ورڅخه غوښت. شیخ حتی په لمانځه ریشخند واهه، او یوه ورځ په داسي حال کي چي له خپلو ټولو مریدانو سره یې رقص کاوه، آذان وسو؛ او یوه مېلمه شیخ ږغ ورباندي وکړ چي لمونځ! لمونځ! ده په نڅا کي ورته وویل چي موږ په لمانځه کي یو؛ او نه شیخ او نه یې مریدانو لمونځ وکړ. اسرارالتوحید ص ۲۲۶

ما د شیخانواو لویو او مشهورو پیرانو د کفرونو او حتی اخلاقي انحرافاتو په باره کي د « تصوف او اسلام » په کتاب کي نسبتاً مفصل معلومات ورکړي دي خو داسي ښکاري چي هغه کتاب چنداني چا لوستی نه وي ځکه چي ما د چا منفي او مثبتي تبصرې نه دي لوستي.

مُلایانو او دیني علماوو د لویو صوفیانو د اسلام مخالف او خرافي عقایدو او اخلاقي انحرافاتو پر ضد هیڅ وخت فتوا نه ده صادره کړې او یوازي هغه وخت په جوش او خروښ کي راغلي دي چي د وخت واکمنانو کوم صوفي یا صوفیان بندیان کړي او یا یې د وژلو حکم صادر کړی دی. مُلایان که په ریشتیا هم له خپلو خلکو او د هغوی له آخرت سره مینه او علاقه لري نو باید چي د دغو ټګانو پر ضد، چي د خلکو د دین او دنیا غلیمان دي، فتواوي صادري کړي او خپله دیني او وجداني وظیفه سرته ورسوي.

مُلا ځکه له پیرانو اوشیخانو سره غرض نه لري چي هغوی د بېسوادو او جاهلو خلکو ذهنونه منتر کړي وي او هغوی د مُلا په څېر د یوه جومات ډوډۍ ته  نه وي ناست بلکه په ټول هیواد کي له شماله ترجنوبه او له شرقه او ترغربه پوري مریدان او مخلصان لري. که مُلا له پیر سره غرض وکړي او د هغه منافعو ته صدمه ورسوي هغه سمدستي خپلو مریدانو ته وايی چي مُلا وهابي سوی دی. خلک بېسواده دي او هغوی په دې نه پوهیږي چي وهابي مسلمان وي که کافر. مُلا په قوم کي تجریدیږي او بیا خپله ډوډۍ او ټوک نه سي پیدا کولای. دغه علت دی چي پیر او مُلا له یوه بل سره په سوله کي اوسي او بېسواده اولس ته یې سلا یوه وي.

تر وهابي پوري مي یوه د سترګو لیدلې او په غوږونو اورېدلې کیسه را په یاد سوه چي دلته یې راوړل بېځایه نه بولم. زما پلار چي چا پېژندی نو د یوه پرهېزګاره او لمونځ ګذار سړي په نوم یې پېژاند. هغه په لومړۍ ځواني کي د مولنا مثنوي په سبق لوستی وو او تل به یې په خبرو کي د هغه په بیتونو  استناد کاوه. زما پلار، د محیط په پرتله، باسواده سړی وو.

په یوولسم یا دوولسم ټولګۍ کي وم او له پلار سره مي په خبرو کي وویل چي د وهابیانو مشر محمدبن عبدالوهاب د احمدشاه بابا په وخت کي ژوند کاوه. پلار مي په ډېر تعجب راته وویل څشي؟ نو دا خو مسلمان وو. ما ویل بېشکه چي مسلمان وو. هغه یو عرب وو. په زړه پوري خبره خو دا ده چي زما پلار به اکثروختونه د سهار لمونځ، د کابل دروازې څخه دباندي، د صوفیانو په مسجد کي، چي تر نورو مسجدونو یې وختي آذان کاوه، د سهارلمونځ کاوه؛ او د هغه مسجد ملا امام د « تهذیب الواجبات» د کتاب د لیکوال ملاعبدالباقي اخوند زوی، عبدالخالق اخوندزاده وو چي دی او پلار یې دواړه په وهابیانو مشهور ول. زما پلار، له خپل نسبي سواد سره، چي ایران، پاکستان او هندوستان یې لیدلي ول، د وهابي په مفهوم نه پوهېدی نو له نور بېسواد او بېخبره اولس څخه څه ګیله.

د فتوا په باره کي مختصر بحث | عبدالباري جهاني

6 COMMENTS

  1. ښاغلی محترم جهانی صاحب ډیر زحمت ایستلی او جالب مطالب ئی وړاندی کړی دی.
    هغه څه چی ئی تشریح کړی دی د اسلام د سیاسی تاریخ انکار نه منونکی واقعیتونه دی خو خبره دا ده چی که دا ترخه واقعیتونه سم توجیه او تفسیر نه سی نو عقیدتی ستونزی زیږوی بناً د عقیدی د سلامتیا د تضمین په موخه باید د حل لیاره ور ته وموندله سی چی البته سخت کار هم نه دی.
    زه د محترم جهانی صاحب د ایمیل پته نلرم کنی هغوی ته می د ایمیل له لیاری خپل عرائض وړاندی کول البته دلته په تاند کی ئی ځکه نه لیکم چی د ډیرو ګرانو لوستونکو لپاره د هضم او درک وړ نه دی.

    • داخو ريښتیا وایې ، ددرک وړ ده خو د زغملو وړ به نه وی لکه ستا تیر نظر د پاکستان د رسمیت پيژندلو په هکله کله چې په 1947 کال کې د افغانستان له خوا څخه منفی رایه ور کړل شوې وه !!

  2. ماشاءالله ، ډېرپه زړه پورې ، مفصل او مستند معلومات دي . زه ستاسو هره لیکنه لولم ، او هغه سوال چې دا ملا او پیران ولې یو پر بل کار نه لري ، دلته ځواب شو.
    وایي : د سپیو کور په کور بدی وي ، خو مسافر ته یې سلا یوه ده . نو ملا او پیران ، شیخان هم که په خبلو کې سره وران وي ، عام ولس ته یې سلا یوه ده .
    هغه شپونکي چې په پکتیکا کې بغدادي پیر « دیوید جونز » ته مخامخ وکتل او ویې لیدل چې د پیر سترګې شنې ، ږیره او مخ یې سور دی ، نو بې اختیاره یې وویل چې د پیر مخ او سترګې فرنګیانو ته ورته دي . بغدادي پیر وارخطا شو او له ځان سره یې وویل که دا شپون ژوندی پاته شي ، نو رسوا کیږي ، له همدې امله یې فتوا صادره کړه ، چې دا شپون مړ کړی ، پیر صاحب ته یې د انګرېز خطاب وکړ. خلکو هغه مظلوم په څو دقیقو کې سنګسار او شهید کړ.

  3. شاغلی جهانی صیب ستاسی محترم دغه لیکنه می تر پایه ولوستله ډیره اسلامی او د اسلامی اساساتو په اساس پر ځای لیکنه وه او ده.
    دا سمه ده چه په اسلام کی ځینی ګناهونه معاف او بخښل کیږی خو شرک په هیڅ صورت نه بخښل کیږی.

    الله ج دیی مونږ ته توفیق راکړی چه د شرک څخه مو لري وساتی.

    بله خبره: د تاند په صفحه می ولیدل او ولوستل (د نامتو شاعر او لیکوال عبدالباري جهاني د زوکړې ورځ). چه ځینی ورونه ورته کلیزه هم وای.
    دغه د زوکړې ورځ یا کلیزه هم ځینی علمآ او خلک بدعت او ناروا بولی.
    د تاجکستان ولسمشر یی اسراف بولی په یوه ویدو کی معلومیږی (امام علی رحمانوف په یوه غټه غونډه کی د خپلو خلکو څخه رای گیری وکړه چه آیا سالګیره یا کلیزه هر کال ولمانځل شی؟ او که نه؟) په نتیجه کی د غونډی ګنډوالو دزوکړی د ورځی مبارکی او تجلیل منع اعلان کړل.
    حتی کومه آغلی خور د خارج څخه خپل وطن تاجکستان ته تللی وه، دا چه د خپلی زوکړي ورځ یی لمانځلی وه. د قظایه قوی لخوا جریمه او ۷۵۰ ډالره یی تری واخیستل. په اکثره اسلامی ملکونو او حتی ځمونږ په وطن کی یی د ګوتو په شمار خلک لمانځی.

    که امکان ولری او په دغه هکله هم مونږ ته معلومات راکړی غوره به وی. په درناوی

  4. ګران ” وطندار ” ورور ته دی وویل سی چی د زیږیدو د کلیزی لمانځنه هیڅ ډول عقیدتی محدودیت نلری. ما ته خو اصلاً د خپل تولد دقیقه نیټه معلومه نه ده او خوشی می یوه ورځ ټاکلی ده او اولادو می تر اته – لس کلنی پوری په اصطلاح سالګره لمانځله خو چی کله لویان سوه نو هغوی ئی هم د لمانځلو سره علاقه نلری.
    امّا
    د زیږیدو د کلیزی د لمانځلو سره د سعودی هغو خبیثو او د انګریز او یهودو مزدورو وهابی مُلایانو او د هغوی محلی مُریدانو مخالفت کاوه یا مخالفت کوی کوم چی نن ورځ ئی په هیواد کی د سپیانو نړیوال نندارتون پرانیستی دی او یا د کُفر او الحاد او فحشاء سفیران ( د هالیووډ هنرمندان ) ئی د خلګو د تاوده هرکلی سره مخامخ کیږی.
    اصلی خبره خو دا ده چی وهابی مُلایانو د میلاد النبی د لمانځنی سره د مخالفت په نوم عمومی فتوا صادره کړیده چی ګواکی د زیږیدو هر ډول لمانځنه حرامه ده حال دا چی دا د خوښی او خوشحالی ورځ ده او حراموالی ئی ثابت سوی نه دی او حتی ممکن یو مستحب کار وی.

  5. ښاغلی او عزتمند مشر ورور غلام حضرت صیب څخه یوه نړی مننه کووم. چه زما سوال یی راته ځواب او تشویش یی راته رفع کړو.
    په درناوی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب