جمعه, اکتوبر 18, 2024
Homeخبرونهایراني رسنۍ: د فاطمیون زړورو سرتېرو زموږ مخالفان سخت وېرولي

ایراني رسنۍ: د فاطمیون زړورو سرتېرو زموږ مخالفان سخت وېرولي

تاند ( یکشنبه، د دلوې ۲۲مه) د ایران د سپاه پاسداران استخباراتي ځواک یوې اړوندې رسنۍ( تسنیم اژانس) د ایران د اسلامي انقلاب د کلیزې په درشل کې، په مشهد کې له افغان کډوالو د ایران د رامنځته کړي نیابتي لښکر( فاطمیون) د منسوبینو د لاریون خبر ورکړی.

سرچینې ویلي، چې د دغه لاریون پر مهال له ایران څخه ملاتړ څرګند شوی او د انقلاب د کلیزې نمانځنه یې شوې ده.

تسنیم اژانس د دغو جنګیالیو ستاینه کړې او ویلي، چې په دې لښکر کې د وژل شویو افغان کډوالو د کورنۍ غړو هم په لاریون کې برخه اخیستې وه.

سرچینې نه دي روښانه کړې، چې څومره افغان کډوال د ایران لخوا په دغه لښکر کې جذب شوي او څومره کسان یې تر اوسه د منځني ختیځ په نیابتي جګړو کې وژل شوي؟

څو ورځې مخکې یو شمېر نورو رسنیو په یاد شوي لښکر کې چې له ایران مېشتو افغان کډوالو جوړ دی، د ۲۰ زرو کسانو د موجودیت ادعا کړې وه.

ادعا کیږي چې ایران دا لښکر د پخواني شیعه افغان سیاستوال محمد محقق او خپلو نورو نفوذیانو په مرسته جوړ کړی.

ایران د یاد شوي لښکر د غړیتوب لپاره افغان کډوالو ته د دغه هېواد د اقامې او نورو امتیازاتو ورکړه منلي دي.

څه موده مخکې په عراق کې د دغه لښکر د یوه افغان غړي حمزه علوي د وژل کېدو خبر ورکړل شوی و.

راپورونه ښيي، چې نن په کابل کې هم د ایران د اسلامي انقلاب کلیزه د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د سیاسي مرستیال عباس ستانکزي په ګډون جوړه شوې وه.

طالب چارواکو له افغان کډوالو د ایران په نیابتي لښکرونو کې د استفادې په اړه تر اوسه هیڅ غبرګون نه دی ښودلی.

څه موده مخکې په کابل کې د ایران سفیر کاظمي قمي ویلي وو، چې د اړتیا په صورت کې د افغان ځانمرګو لښکر د غزې جګړې ته هم استولی شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب