یکشنبه, سپتمبر 29, 2024
Homeخبرونهمزار کې د ایران قونسل: د ورځې ۶۰۰ افغانان په ویزو ایران...

مزار کې د ایران قونسل: د ورځې ۶۰۰ افغانان په ویزو ایران ته ځي، خو بېرته نه راګرځي

تاند ( یکشنبه، د دلوې ۲۲مه) د افغانستان په شمالي ولایت بلخ کې د ایران سر قونسل حمید رضا احمدي ویلي، چې هره ورځ تر ۶۰۰ پورې افغانان ورڅخه د ایران ویزې ترلاسه کوي، خو ایران ته له تلو وروسته بېرته خپل هېواد ته نه را ستنیږي.

هغه په یوه غونډه کې ویلي، چې افغانان باید ایران ته د یو کال وخت تېرولو لپاره د کال درې ځلې ویزې ترلاسه کړي، چې نه یې ترلاسه کوي.

ایراني سر قونسل نه دي ویلي، چې د دغو افغانانو د هېواد ته نه ستنیدو په صورت کې به د ایران چلند څه ډول وي.

بل لور ته: وخت پر وخت راپورونه ښيي چې ایراني پولیس او ځواکونه په دغه هېواد کې افغان کډوالو سره ناوړه چلند کوي.

د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر خلیل الرحمان حقاني څه موده مخکې ویلي وو، چې له ایرانه ستنو شویو افغانانو ورته د ایراني ځواکونو لخوا د دوی د لوټ تالان شکایت کړی.

طالب چارواکو په دې اړه تر اوسه د کوم اقدام او ایران سره د خبرو خبر نه دی ورکړی.

په افغانستان کې فقر، د طالبانو افراطي او غچ اخیستونکي کړنې او په ټوله کې له وضعیت څخه نهیلي ګاونډيو هېوادونو په ځانګړي ډول ایران ته په قانوني او ناقانونه توګه د سلګونه زرو افغانانو د تلو سبب ګڼل کیږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب