یکشنبه, سپتمبر 29, 2024
Homeخبرونهله ګوانټانامو زندان څخه د ۲ طالب بندیانو خوشې کېدل

له ګوانټانامو زندان څخه د ۲ طالب بندیانو خوشې کېدل

تاند ( یکشنبه، د دلوې ۲۲مه) د طالبانو د رژیم چارواکو ویلي، چې په ګوانټانامو زندان کې د دوی دوه وروستي بندیان هم ازاد شوي او ټاکل شوې سبا (دوشبنه، سلواغې ۲۳مه) سهار کابل ته راورسیږي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع دا څرګندونې کړي، خو نور جزییات یې په دې تړاو نه دي ورکړي.

تر دې مخکې د بشر نورزي په نوم د نشه یي توکیو په قاچاق یو تورن طالب پلوی بندي هم د امریکا له یوه زندانه د طالبانو په غوښتنه خلاص شوی و.

طالب چارواکو د خپلو نویو او وروستیو بندیانو د خوشې کېدو نومونه او معلومات نه دي خپاره کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د روانې میلادي میاشتې په اتلسمه او نولسمه د قطر په پلازمېنه دوحه کې د ملګرو ملتونو په کوربه توب د افغانستان په اړه یوه مهمه غونډه جوړیږي.

ګومان کیږي چې دغه طالب بندیان له یادې غونډې سره د طالبانو د ناندریز ګډون له اسانولو سره تړاو ولري.

1 COMMENT

  1. د ګواتنامو زندان د مُډرن توحش یو ویروونکی او د انسانی کرامت په وړاندی د بغاوت سمبول دی چی باید وتړل سی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب