یکشنبه, سپتمبر 29, 2024
Homeخبرونهکابل کې د غلا په تور د ۳ ښځو د نیولو ادعا

کابل کې د غلا په تور د ۳ ښځو د نیولو ادعا

تاند ( یکشنبه، د دلوې ۲۲مه)د کابل لپاره د طالبانو امنیې قومندانۍ د غلا په تور د ۳ ښخو د نیولو خبر ورکړی.

سرچینې په یوه اعلامیه کې ویلي، چې دغو ښځو په بېلابېلو پلمو له کورونو څخه سره زر، پیسې او قیمتي توکي غلا کړي.

په دې اړه نور جزییات نه دي وړاندې شوي، خو  ویل شوي چې خلکو له دوی څخه شکایت کړی او په نیولو کې یې همکاري ورسره کړې ده.

تورنو ښځو په دې تړاو څه نه دي ویلي.

د طالبانو واکمن رژیم په ټوله کې د ښځو خلاف په توند چلند او تبلیغاتو تورنیږي او ویل کیږي چې معترضو ښځو ته پلمې جوړوي.

دې ته په کتو سره، په جنایي جرمونو کې واقعي لاس لرونکو ته یې هم خلک د شک په سترګه ګوري.

1 COMMENT

  1. شته یو شمېر له خدایه نه وېرېدونکي خلک چې لکه چینچي د نورو په مال ، شتمني ، پیسو په غلا ، دوکو، چل ول سره خپل منحوس ژوند ته دوام ورکوي .
    غله په هره ټولنه کې شته ، هغه که اسلامي وي او که غیر اسلامي . په غلو کې نارینه ، ځوانان ، نجونې او ښځې او هر ډول خلک وي ، حتی چړیانو ، ټالبانو او ملایانو کې هم غله شته .
    د غلو نیول د واکمنو دنده ده . باید له هغوی نه د وکیل او اقاربو په حضور کې عادلانه تحقیقات وشي . که ورباندې ثبوت شوه ، د جرم مطابق د جزا قانون په اساس جزا ورکړل شي . البته د شریعت په نوم کېدای شي هر ملا خپله فتوا واوروي چې ممکن نورو ملایانو او دیني عالمانو ته د منلو وړ نه وي .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب