دوشنبه, مې 20, 2024
Homeخبرونهټرمپ: افغانستان په نړۍ کې د امریکایي وسلو تر ټولو لوی پلورونکی...

ټرمپ: افغانستان په نړۍ کې د امریکایي وسلو تر ټولو لوی پلورونکی هېواد دی

تاند ( یکشنبه، د دلوې ۲۲مه) د امریکا متحدو ایالتونو مخکیني ولسمشر ډونالډ ټرمپ دا ځل د دغه هېواد د ولسمشریزو ټاکنو د کمپاین په درشل کې، په افغانستان کې د امریکایي وسلو د پراخ موجودیت او له دغه هېواده پر نورو د دغو وسلو او تجهیزاتو د پلورل کېدو ادعا کړې ده.

ښاغلي ټرمپ ویلي، چې افغانستان د امریکایي وسلو او تجهیزاتو تر ټولو لوی پلورونکی هېواد دی.

د هغه په وینا، په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو له وتو وروسته د ۸۵ میلیارده امریکایي ډالرو په ارزښت پوځي تجهیزات له دغو ځواکونو پاتې شوي دي.

هغه دا ادعا هم کړې، چې په افغانستان کې سلګونه امریکایان پاتې دي او کېدای شول چې له دغه هېواده وویستل شي.

د ټرمپ دغو څرګندونو ته څارونکي تر ډېره د کمپایني تبلیغاتو په سترګه ګوري، چې غواړي واکمن ولسمشر جوبایډن پرې په ولسمشریزو ټاکنو کې وننګوي.

له طالبانو سره د دوحې د سولې تړون د ټرمپ د ولسمشرۍ پر مهال امریکا لاسلیک او د بایډن د ولسمشرۍ پر مهال عملي کړ.

اوس له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتو او ناوړه پایلو ملامتي دواړه ولسمشران یو پر بل اچوي او هڅه کوي، چې د رایه ورکوونکو رایې په دې ډول خپلې کړي.

په افغانستان کې د طالبانو واکمن رژیم تر دې مخکې له افغانستانه د امریکایي وسلو د پلور او قاچاق ادعاوې رد کړې وې.

د امریکا د دفاع وزارت پنټاګون بیا رد کړې وه، چې په افغانستان کې یې د ۸۵ میلیارد ډالرو تجهیزات نه دي پاتې.

د سرچینې په وینا، د دغو وسلو او تجهیزاتو ارزښت شاوخوا ۱۰ میلیارد ډالرو ته رسیږي.

2 COMMENTS

  1. دا ورته چا پریښودې؟ تا هم د نړۍ تر ټولو لوی احمق یې خو ستا په ملک کې سړیتوب په پیسو دی ځکه ته هم د خبرو جوګه یې کنه چا درسره ډوډۍ هم نه خوړه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب