جمعه, مې 10, 2024
Home+سرپرست لومړی وزیر همدغسی وی| غوث جانباز

سرپرست لومړی وزیر همدغسی وی| غوث جانباز

له طلوع نیوز سره د پاکستان د موقت لومړي وزیر د مرکې څو په زړه پوري برخې

د پاکستان سرپرست لومړي وزیر انوارالحق کاکړ د فبروري ۶مه ۲۰۲۴، د افغانستان د طلوع تلویزیون له خبریال ذبیح الله سادات سره یوه اوږده مرکه (شاوخوا یو ساعت) کړې ده. په دې تبصره کې مختصراً د هغه یو شمېر داسې خبرو ته کتنه کوو چې له متعددو اړخونو نه زړه پورې دي.

تر ټولو لومړی دا چې مرکه له لفاظيو او تشو ببولالو، بې ګټې او ناصادقو شعارونو څخه ډکه ده، لکه:
«زه د ټولی نړۍ لپاره د سولې ملاتړی یم»!

په ورته وخت کې په مرکه کې څو په زړه پورې ټکي راڅرګند شول، چې دلته یې لنډه او مختصره بڼه راوړل کېږی؛

لومړی: د طلوع نیوز خبریال ذ. سادات څو څو ځله په زړورتیا او ټینګار ښاغلي انوارالحقکاکړ ته یادونه وکړه چې افغان دولت او افغانان د ډیورنډ استعماري کرښه په رسمیت نه پیژني، هغه کرښه چې افغانان یې په زور سره بېل کړي او دا کرښه فرضي ګڼي؛ مګر انوارالحق کاکړ د هر ځل په ځواب کې وویل چې د ډیورنډ کرښې په تړاو د افغانانو نظر او رایه مهمه نه ده!

دویم: په ټوله مرکه کې انوارالحق کاکړ لږ تر لږه پنځه ځله د روسیې اوسنی فدراسیون دولت، د شوروي اتحاد په نوم ياد کړ، او یو ځل يې هم خپله تیروتنه اصلاح نه کړه! یعنی یو کس ښایی تر کومه حده «سیاسی سواد» ولري چی په ٢١مه پیړۍ کې د یو دولت د لومړي وزیر څوکۍ ته ورسي (ولو په موقتي توګه)، څو د ١٩٩١ په دیسمبر کې د شوروي اتحاد له ړنګیدو څخه دې خبر نه وي!؟

درېیم: ا. کاکړ د ټولې مرکی په اوږدو کې ونه توانېد څو په معقوله توګه او له قناعت وړ ځواب سره هغه ادعاګانې رد کړي چې ګواکې هغه [کاکړ] د ٢٠٠٠ لسیزې په پیل کې په یوه افغاني پاسپورټ انګلستان ته نه و تللی او هلته یی د یوه افغان په توګه سیاسي پناه نه وه اخیستې. له ا. کاکړ څخه د یو افغان تلویزیوني چینل د مرکې پر مهال داسې یوه پوښتنه کېدل، دا جوتوي چې افغانان به حتمن په راتلونکي کې دې پوښتنې ته د یو قانع‌کوونکي ځواب په تمه وي.

څلورم: انصافاْ، باید وویل شي چې انوارالحق کاکړ، د پخواني لومړي وزیر عمران خان (اوس په زندان کې دی) او د I.S.I. پخواني مشر اسد دراني برعکس، په خپله مورنۍ ژبه پښتو په پوره مهارت او روانې خبرې کوي. د اردو او انګلیسي ژبو ترکیبات او کلمات یی په خبرو کی لږ لیدل کیږي.

پنځم: سره له دې چې کاکړ په خټه پښتون دی، خو د هغه په معنویاتو کي د افغانیت څرک نشته او په واقعي معنا يو پاکستانی دی. دا د همدې کاکړ د بې ساري او ظالمانه پریکړې له امله و چې نیم ملیون افغانان په جعلي پلمو له پاکستانه وشړل شول. د ده په مشرۍ او د ده په حضور کې د پاکستان د پوځ لوی درستیز عاصم منیر پر افغانانو بې سارې او لهوحشت څخه ډکه څرګندونه وکړه او ویې ویل: د یوه پاکستاني ژوند له ټول افغانستان څخه لوړ دی.

دا ټولې جملې به په یاد کې پاتې کېږي! …

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب