سه شنبه, دسمبر 3, 2024
Home+مولوي محمد سرور واصف ـــــ د افغاني روښانفکرۍ لومړنۍ شهید

مولوي محمد سرور واصف ـــــ د افغاني روښانفکرۍ لومړنۍ شهید

نعمت اللَّه صديقي
شلمه پيړۍچې اصلاً د نړۍ د سیاسي او نظامي تحولاتو یوه بې سیارې او سیاله پيړۍ وه، د رهبرانو، پوهانو او روښانفکرانو یو زورور تحرک او پیلامه هم لري، چې د بېلا بېلو قومونو، ملتونو او مملکتونو د برخلیک ټاکنې، ازادیو او د متجدده اصلاحاتو او ریفورمونو مبارزې، قربانۍ او لاسته راوړنې او په دې برخه کې یې سرښندنې هغه څه دي، چې د بشر د ټول تاریخ د قربانیو او شهامتونو پر وړاندې یې د کیمیت او کیفیت داوړه برخې تر هغوی څو چنده زیاتې او متبارزې دي.
د پوهانو او روښانفکرانو د دغه روایت او مبارزو او سرښندنو کیسې بېخي دومره ډېرې او ناکیسیزې دي؛ چې که هر څو یې د ارزونې، پرتلنې او درس اخیستنې لپاره سړی په ډېرو هڅو او لیکلو ولیکي؛ خو هغه څه چې په دې برخه کې ډېر محسوس او جدي دي، هغه د انساني او بشري ټولنو او خلکو لپاره د رښتینوالۍ، صداقت، ازادیو، ملتپالنې، میړانې، تحمل او د جرات تلقین دی. چې دوی د همداسې څه په کولو سره کله غدار، اورپکي او ګمرا نومول شوي او کله هم تر زندان، جلاوطنیو او د دار تر زندیو رسېدلي دي او ځینو خو یې پکې د سقراط په شکل د زهرو پيالې هم نوش کړي دي. سقراط چې کله د یونان له دیوتاوو د بغاوت او د ځوانانو د ګمرا کولو په تور ورته د مرګ سزا واورول شوه؛ نو ده د خپل سپیناوي په خبرو کې وویل: (ای د ایتهنز اوسیدونکیو! تر کومه چې زما په ځان کې ځان او طاقت وي، تر هغې به پر فلسفې له عمل کولو او نه به یې له تعلیماتو له ورکولو واوړم، دا چې تاسې مه پرېږدئ او کنه؟ په دغو دواړو صورتونو کې زه د خپل ځان او د رښتیاوو د ویلو لار نه پريږدم) او کله چې د سقراط ځينې نېږدي ملګريو ده ته له مرګ څو ساعته مخکې د فرار یا تېښتې وویل، د ده ټینګار بیا هم دا و، چې (زه نه غواړم له دنیا د یوه ظالم په توګه ولاړ شم؛ بلکې د یوه مظلوم په حیث باید رخصت شم) د رښتیاوو او د فکري ازادیو دغه لړۍکه نور هم پسې غځوو؛ نو د اسلامي تعلمیاتو په صفحاتو کې هم ابن رشد، منصورحلاج او رازي د همدغو کړیو د حق بینو او روښانفکرو شخصیتونو یو اوږد فهرست او لړلیک لري.
موږ چې د خپلې افغاني روښانفکرۍ پر تندي د خپلو ملي اسلافو، روښانفکرانو او پوهانو سیاسي، اجتماعي، فکري او فرهنګي روایت ته ګورو؛ نو دوی هم د نړۍ له هیڅ کوم، فکري، سیاسي او علمي مسیره په کم و زیات خپلو ملتونو او ولسونو ته د خپل ضمیر او جدان د هغه څه په رسولو او خبرولو کې نټه او مصلحت نه دی کړی، چې موږ ووایو دوی د هغه او دغه سرښندونکيو او شهامت لرونکیو په نسبت کمزوري او یا هم کم ول؛ بلکې دا نور څوک او هیڅوک هم نشي ویلی.
 د مشروطیت غورڅنګ په سرلاریو او روښانفکرانو کې مولوي محمد سرور واصف د همداسې یوه رښتوني، حقبین، عالم، ژورنالیسټ، شاعر، ادیب او مترجم په توګه زموږ د همدې انساني او افغاني هستې یو نومیالی مبارز او روښانفکره شخصیت و، چې هم یې د خپل ملي فکر په اساس د وخت حاکمیتونه وننګول او هم یې د خپل وجدان په رښتیني پوهې او بصیرت د خلکو او ولسونو ذهینیوتونه روښانه او رڼا کړل.
مولوي سرور واصف، چې د کندهار د هغه وخت د نوموړي عالم، شاعر او ادیب احمدجان تاجر زوی و؛ خود به د خپل نومیالي پلار له روزنې او په ملي او فکري پالنې ملبوس او ښایسته و، مولوي واصف، چې په شاهي مدرسه کې د هغه وخت له جیدو علماوو لکه مولوي عبدالروف او شمیر نورو روڼ اندو استادانو درس ووایه، وروسته یې په حبیبیه لیسه کې د ښوونکي او د یوه لایق او بې سابقې استاد په توګه د هېواد د ځوانو بچیانو د روزنې چارې پر مخ ویوړې، په حبیبیه کې مولوي واصف یوازې د یوه ښوونکي په توګه پاتې نشو؛ بلکې د حبیبيې له نورو ښوونکیو سره د هغه وخت د موډرنو او متجددو فکري او نظریاتي مکالمو او مباحثو په وجه یې د مشروطیت د غورځنګ بنسټ کېښود او د یوه داسې فکري، علمي او سیاسي روښانفکرۍ خوځښت پېل شو، چې وروسته یې د منورو او روښانفکرو ځوانانو د لښکر ترڅنګ په هېواد کې د سیاسي خپلواکۍ ترڅنګ، د مشروطه او حقوقي نظام، اقتصادي او پرمختللي او موډرن افغانستان په طرف د تلنې او سفر شاهدان وو، چې د مشرۍ او رهبرۍ په راز کې یې همدا روڼ اندی او ویښ عالم مولوي محمد سرور واصف و.
اتلسمه او نولسمه پېړۍ چې په نوره نړۍ کې هم د سیاسي او ټولنیزو شکستونو صدۍ وې او د سختو جاګیرداریو او لوړو اشرافو دور و، په هغه وخت کې د افغانستان دغه زوړور او روښانفکره مبارز د ټولنیزو برابریو، مساوت، سیاسي خپلواکۍ، ملي وحدت، حقوقي، مشروطیه او د اولسواکه نظام د غوښتنې هغه چیغه او ناره پورته کړه. چې د وخت د سلطنت او حاکمیت ستنې یې ولړزولې، مولوي واصف او د ده ملګریو د یوې رسمي غونډې په ترڅ کې د وخت امیر ته خط ولېږه، چې نور باید افغانستان د مطلق سیاسي قدرت پر ځای د یو مقید او قانوني نظام لرونکی وي، د سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو بدلونونو له لارې په سیاسي ژوند کې د خلکو د ګډون ونډه زیاته شي او د یوه پاشلي او متفرقه نظام پر ځای باید د یوه مرکزي نظام بنسټونه کېښودل شي، چې په راز کې یې باید اساسي قانون، ملی شورا، کابینه، خپلواکه قضايي قوې لومړيتوب ولري، چې له مخې یې باید افغانستان د زوړ، مطلق، نیمه غیر سیاسي خپلواک نظام پر ځای مډرن او متجدد افغانستان ولرو.
دا د مشروطیه غوښتونکیو، چې مولوي سرور یې مشري کوله امیر ته هغه خط کشول او نظریه وړاندې کول وو، چې که له یوې خوا یې د پيړیو او صدیو د خاموشۍ جمود مات کړ؛ نو بلخوا یې دوی ته هم د امیر له خوا د جبر او استبداد داسې کرښه راښکل شوه، چې د نیمو له سینو مرمۍ ووتې، نیمو یې د زندانونو تورو تاریکیو ته ځوانۍ لوګۍ کړې او ځینو نیمو یې د سر په قیمتونو د خپلو سرمسته او یاغي سرونو او غاړو قربانۍ ورکړې.
مولوي سرور واصف، چې د همدغه ملي سرښیندونکیو او مبارزو د سر د قطار او رهبرۍ سړی و، هیڅ یې د ورځې د نرخ په سودا د دربار د ظلم او جبر پر وړاندې د خپلې ملې داعیې او نظریې سر ټیټ نه کړ؛ بلکې په خورا لوړ مرام یې د وخت د نظام او حاکمیت مخې ته د خپلې کورنۍ د ورو، کاکا او د کاکا د زوی په شمول یې خپل سر هم داسې هسک ورکړ، چې د شلمې پيړۍ د فکري او نظریاتي ریښتینولی هیڅ منصور او سقراط یې د پرتلې وړ نه دی. مولوي واصف چې د وخت د مستبدو حاکمانو له خوا له زندان د شیر پور غونډۍ ته ویوړل شو او هلته یې د توپ په خوله پورې وتاړه او بیا یې د همدې توپ پر ډز شهید کړ؛ نو د خپلې همیشنۍ زړورتیا او میړاني مرام په غاړه یې د فکر او متجددو، خپلواکو او روښانفکرو لارویو ته په کاغذ د تاریخ په پاڼو ولیکل: (په داسې حال کې چې په امنت بالله وملایکته….. مې بشپړ ایمان درلود، د امیر په حکم ووژل شوم) او ترڅنګ یې د عمر خیام دغه څلوریځه چې ښاغلي جهاني پښتو ته هم ژباړلې ولیکله:
په هغه ورځ چې اسمان وي له نقابه راوتلی
چې تیاره سي راڼه ستوري پر نړۍ تورتم ختلی
زه به ستا لمنه نیسم په میدان د عرصات کې
درته وایم به صنمه! په کوم جرم دې وژلی
مولوي سرور له دې څلوریځې وروسته د سپارښتنې په ډول یو بل فارسي شعر هم لیکلی دی:
ترک مال و ترک جان و ترک سر
در ره مشروطه اول منزل است
په رښتیا هم چې مولوي سرور واصف په عمل کې د همدغه وروستي شعر په مصدق د مشروطیت غورځنګ لارویو او روښانفکره مبارزینو ته د خپل سر او مال په قربانۍ د لومړني شهادت په بیه د رښتیا، ویښتیا او روښانتیا لار او منزل ثابت او په نښه کړ.
دا شاید د هغه وخت د امیر او د هغه د داخلي استبداد یوه بې ځایه او خیالي اندازه ځکه وه، چې نه خو د مشروطیت دغه غورځنګ پای ته ورسیده او نه یې هم د دغه فکري، علمي او سیاسي لار، منزل او مزل مخه ونیوای شوه، که څه هم په لنډمهاله ډول یې فعالیتونه تم شول؛ خو موږ بیا ولېدل، چې د دغه فکر انګیزې او پېلامې په څومره زورور ډول د دویم مشروطیت په ډول نه یوازې سر هسک کړ؛ بلکې د خپلو ملي او روښانفکره ارمانونو ثمره یې هم د امانې دورې په شکل او صورت کې ولیده. خو حیف، چې ملي او وطني احساسات او جذبات دومره هم څپڅانده نه وای، چې دغه روښاني دوره یې ایله د سترګو په رپ کې د نظره کړه.
د مولوي سرور واصف او د ده د مشروطیت غورځنګ د روښانفکره او ملي سیاست اخلاق، فکر، زوړورتیا، میړانه، ملي وحدت، مشروطیه قوانین، اقتصاد، متجدد او مډرن، عصري او پرمختللې بیارغونې، والسواکه او په ولسي بنسټ د حکومت او نظام اډانه، د ښوونې او روزنې د علمي او فرهنګي مراکزو او په اسلامي اخوت باور یې هغه څه وو، چې نننۍ افغانستان یې دا دی له یوې پيړۍ وروسته هم تر بل هر وخت ډېر ضرورت او اړتیا ورته لري او دا ضرورت موږ ته ښيي، چې د روښانفکرو او مشروطیه غوښتونکيو مسیر او لار له پیړیو وروسته هم خپل حقانیت او رښتینوالي ثاتبوي. استبداد، اختناق، لاقانونیت او پردۍ سیاسي او لنډمهالې پروژې که هر څومره د وخت پر اندازې زورورې او پلي وي؛ خو د تاریخ قضاوت یې د بشر په اوږدو کې له نابودۍ او محوه کېدو پرته نور هیڅ نه وي.
کالم/ رنسانستان

1 COMMENT

  1. منلی او ښاغلی صدیقی صاحب لیکنه دی ډیره ښایسته ده. له دی څخه ښکاره شوه چی ان شاالله پښتانه ځوانان ورورو د روڼتیا او روښانتیا په لوری روان شوی دی. مبارک دی وی. فکر کیږی چی نوره به داوږدې تیاری پای را رسیدلی وی. بویه چې ځوانان د مشروطه غوښتونکو، ویښ زلمیانو، ملی غورځنګ او نورو نهضتونو له تاریخ ، مبارزو اومبارزینو خبر او د هغو په قدم ګام اوچت کړی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب