جمعه, مې 10, 2024
Homeخبرونهد خبرو له لارې د اوکراین جګړې د حل په اړه د...

د خبرو له لارې د اوکراین جګړې د حل په اړه د طالبانو د رژیم غوښتنه

تاند ( یکشنبه، د دلوې ۲۲مه) په قطر کې د طالبانو د رژیم د سیاسي دفتر مشر سهیل شاهین د خبرو له لارې د اوکراین جګړې د حل غوښتنه وکړه.

نوموړي له یوه امریکایي خبریال سره د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین مرکې ته په غبرګون کې ویلي، چې له لومړي سره که د اوکراین ستونزه په خبرو حل شوې وای، غوره به وه.

د هغه په وینا، اوس هم که دا ستونزه په خبرو حل شي، غوره به وي.

سهیل شاهین دا هم ویلي، چې روسیې ته د امریکایي خبریال د ورتلو او پوتین سره د مرکې په شان که روسي خبریالانو ته د امریکا د سفر او هلته چارواکو سره د خبرو زمینه هم برابره شي، ښه به وي.

دا په داسې حال کې ده، چې طالب چارواکي خپله په افغانستان کې د بین الافغاني خبرو له غوښتنې په سرغړاوي تورنیږي.

د طالبانو د رژیم چارواکو د دغو خبرو په اړه تر اوسه د پخواني ولسمشر حامد کرزي او ګڼو نورو لوریو غوښتنې رد کړي او ویلي، چې دوی خپل مخالفان بښلي او ټول کولای شي د دوی تر واک لاندې افغانستان کې له کومې ستونزې پرته ژوند وکړي.

4 COMMENTS

  1. رشتیا، د پوتین جالبه مرکه می واوریده کومه چی د ډیرو کسانو شونډان او ستونی ئی بد ډول ور وچ کړه.
    نه یوازی اوکراین بلکه اروپا هم د امریکی د غلطو او امپریالیسټی کړنو قربانی سویدی.

  2. وايی چې :
    چا يو وخت امام ابوحنيفه رحمه الله ته خپل ماشوم هلک (زوی) د دم دوعا لپاره راوړ چې که څه شی ورته دم کړي او يا دوعا و تعويذ ورته وکړي چې له ګوړې خوړلو منعه شي. هغه مبارک ورته وويل چې :
    ((زه اوس ولاړ شه او درې ورځې روسته يې راوله)).
    هغه سخت خپه شو چې زه له دومره لېرې ځايه ورته راغلم او اوس يې بيرته رخصت کړم. په ښکاره يې څه ونه ويل، ولې په زړه کې سخت خپه او ماڼيجن شو، خو بيرته خپل کور ته راغی.
    درې ورځې وروسته يې بيرته ماشوم له ځان سره راوړ، نو امام صاحب مبارک ورته پر سر لاس راکش کړ او ورته ويې ويل :
    ((بچو، بيا ګوړه مه خوره!)).
    ماشوم ورته وويل :
    ((ښه ده، بيا به يې نه خورم)).
    د سړي داسې هيله وه چې امام صاحب به اوس ورته څه دم دوعا يا تعويذ وشُستونه کوي او پرهېز به راکوي، خو امام صاحب د هغه د تمې خلاف کار وکړ او ورته يې وويل چې :
    ((دا کار خو تاسې مخکې هم کولای شو، نو ولې هغه ورځ دې ونه کړ او زه مو بيرته ولېږم؟)).
    امام صاحب ورته وويل :
    ما خپله پر هغه ورځ ګوړه خوړلې وه، نو ما به څنګه ماشوم ته ويلی وای چې ګوړه مه خوره! نو ځکه مې تا ته وويل چې ((اوس ولاړ شه او درې ورځې روسته يې بيا راوله)).
    نو ما دا درې ورځې پرهېز وکړ او ګوړه مې ونه خوله، نو اوس مې دا دی ماشوم ته وويل چې ((بچو، بيا ګوړه مه خوره!))، نو هغه ومنله او ويې ويل چې ((بيا به نه خورم)).

    د ساده توب خو درباندې ښه ختمه ده چې داشل کاله مو د نورو د ناولو موخو لپاره جګړه او خپله مو دا شل کاله هېڅ فکر ونه کړ چې اخر به څه کوو؟
    کاشکې چې تا خو خپله په دې نژدې دريو کلونو کې هم څه روغه جوړه د خپلو مخالفينو سره کړی وای. له بده مرغه هغه د زده کړې حق مو هم نجونو واخېست، نو ستا خبره به يوکراين او پوتين ته څه ګټه وکړي؟
    خپله دې پرهېز نه دی کړی او له نورو د حل غوښتنه کوې، نو دا سر نه خوري.

  3. سلامونه،
    چې نه کار هلته دې څه کار؛ شولیته بخو پردېته بکو!!
    روس؛امریکه، اروپا؛ اوکراین به د تا خبره مني که د فایق؟؟ هههههه
    تاسې د ۹۶فیصده وطنوالو وړاندیزونه صرف د نازولو نجونو په تعلیم،تحصیل او د مجبورو پتمنو زنانه وو کار کولو په بابونو کې ومنئ تر څو د دنیا مسلمانانو سره سیال شئ دا وروسته خبرې به له ګوانټنمو نه د نوی ۳ ملګرو نه تپوسونه وکړئ؟؟؟.
    ان اکرمکم عند الله اتقایکم!

  4. ښاغلی سُهيل داسې ناست دی ته به وايی لکه چې تيار جنګ ته ناست او بس خالي چا ته لاس ورواچوي او له ګرېوانه يې ونيسي.
    ښه به دا وي چې دی خپله يو ځلې له ځانه وپوښتي چې اوس خو افغانستان د دوی په لاس کې دی او وطن يې ازاد کړی او خپلواکي يې راوستې ده، نودی څه ته هلته ناست.
    تېرو حکومتونو خو دی هلته ناست وو چې له دې ځايه به د سولې خبرې صورت ونيسي، خو هغه ونه شول.
    اوس ده ته هلته څه ضرورت دی؟
    ولې دا دفتر نه تړي چې هلته ناست دی او هلته دی نور څه شي ته ناست دی؟
    دی خو بايد دا دفتر نور بل چا ته پرېږدي او يا دی هم لګې چې بل هلته په زور کېنولی او که له قطر نه يې زړه نه کيږي چې هېواد ته راستون شي، نو د ده اړتيآ هلته څه ده؟

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب