یکشنبه, اپریل 28, 2024
Homeادبژبه او لیکدودغبرګون | ډاکتر ماخان میږی شینواری

غبرګون | ډاکتر ماخان میږی شینواری

  که موږد یوې بلې ژبې وی له پاره، چې موږ فکر کوو، په پښتو کې انډول وی ورته نه لرو او یو کره ټاکلی او د پیژند سره ښه روښانه وی یې په ځای کاروو، دا کله هم سم نه راځي. زموږ ډېر ادیبان به ووایې، چې له دې څخه خودا  یا هغه موخه ده ، بیا هم ناسم دۍ. که په ځای یې همداسې یوبل وی هم راوړلی شۍ، نو هغه غوښتونې موخه به ترې( ورڅخه) واخستلۍ شو.

غواړم، چى د دې ليکنې په  دې برخه کې يو وى (لغت ) وڅيړم، چې د پښتو خپرونو کې د نورو ویونوپه ځای ناسم او زيات کارول کيږي۰ زه په پښتو کې نوښت ښه بولم، خو دا نوم په دې حالت کې بايد هغه ترې جوته کيدونې یا ترې د جوته کیدو موخه جوته کړي۰

غبرګ په هندسه کې:

په هندسه کې دوه کرښې، چى څنګ په څنګ داسې وځغلې، چى سره غوڅې نه کړي او که غواړۍ، چې ناپاى کې سره غوڅوي دا کرښې ( خطونه) غبرګې بلل کيږي۰ موږ دا په نورو ژبو پارالل، يا موازي بللي۰

غبرګوني:

که دوه کوچنيان د يوه موره په همغه ( یو په بل پسې)  وخت کى پيدا شي غبرګونى وي، چې په پاړسي کى ورته دوګانه وايي ۰ دا کيدى شي په پښتو کې دوه ګوني ، درې ګوني او داسى نور وبولو۰

که چيرې څوک یو بل چا ته څه ووايي، نو دا وينا لوريزه وي( طرف لري) يو څه يا يو چا ته مخامخ وي، که بل څوک وغواړي، چى د دې خبرې په هکله څه وايې دا خبره به يا همغه لوريزه وي، چى وايو سپين د زيړ د خبرې په غبرګون کى وويل:

زيړ به يا د سپين خبرې سره غبرګ څه ويلي وي يانى همغه لوريزه به وي او يا به يى د دۀ خبره ورغبرګه کړي وي، چې غبرګه به وي، خو مخامخ لوريزه ( په ضد يا که غواړۍ برعکس)۰

که چيرى په کوم کور کى پلار څه ووايې او د دۀ ځوي په دى اند نه وي او په مخامخ ( ضد) يى څه ووايى نو دا مشر بيا دى کشر ته وايى، چى خبره مه راغبرګه وه۰

که ووايو، چى د سپين د خبرې سره زيړ خبره غبره کړه، يانى دا غبرګه همغه لوريزه ده۰

زه تراوسه په دې نه پوهيږم، غبرګون به هندارونه يا انعکاس وي او که د چا، څه  يا د چا د خبرې په هکله به وي او که څنګه؟

که موخه ترې انعکاس وي، نو انعکاس اړيين نه دۍ، چى غبرګ دې وي.

که د ،،غبرګون،،  په ځای په ډېره بخښنه ،،ګړنګون،، هم ووایو همدا به ترې و پوهیږو، چې څه له غبرګون پوهیږو.

موږ لرو چې سپین د برګ د خبرو په هکله وویل:….،نوبیا غبرګون ته څه اړتیا ده.

زما په اند ژبې سره غبرګې پیدا دي او هغه څه چې په نورو ژبو کې څنګه کارولکیږي، په پښتوکې هم همداسې ده، نوراځۍ، چې د ،،غبرګون،، په ځای په ،، هکله،، بسیا وکړو او یا اړوند حالت سره سم، چې په لاندې کې به یې لږ وغزوم بل وی وکاروو.

د لا نورې روښانه ونې له پاره لاندې پوښتنه ځوابوو:

ایا د غبرګون داسې کارونه، چې زموږ ژورنالستان یې کاروي اړینه ده او که نه؟

د ښه لاس ته راوړنې له پاره موږدا د غبرګون کارونه په څو غونډالوکې روښانه کوو.

تکرار به ولري، خو د ښه پوهیدلوله پاره ښه دۍ، چې وښایودا د لیکوالانو یو ذوق او د ژبې ناسمون دۍ او که د ژبې اړتیا.

لومړۍ بیلګه:

ترمپ وویل، چې افغانستان کې د سولې له پاره باید لارې چارې وکتل شي.

د ژورنالستان لیکنه به وي:

غني د ترمپ د خبرو په غرګونکې وویل، چې په افغانستان کې سوله اړینه ده.

یا

غني د ترمپ د خبرو په غبرګونکې وویل، چې په افغانستان کې د سولې کیلي د پاکستان سره ده.

سم یې:

غنې د ترمپ د خبروپه هکله وویل،چې …………………….

دویمه بیلګه:

ترمپ وویل، چې د افغانستان جګره کې د پاکستان ښکیلتیا باید له پامه ونه غورزول شي.

غني د ترمپ د خبرو په غبرګون کې وویل، چې د جګرې بنسټیز مسؤلیت د پاکستان په غاړه دۍ.

سم یې:

یو: غني د ترمپ د خبروپه هکله وویل، چې ………………………….

دوه: غني د ترمپ د خبرو په ملاتړ وویل، چې ………………………….

درې: غني د ترمپ د خبروپه مخامخ یا مقابل  وویل، چې ………………………….

بیلګه: ،،وسلوالو طالبانو په دې اړه تر اوسه غبرګون نه دی ښوولی.،،

د غبرګون په ځای که داسې ولیکو: ،، دا چې په دې برید کې ولسي وګړو ته زیان رسیدلی او که نه چارواکو په دې اړه ( په دې هکله، په دې باره (درې ده؟) لا تر اوسه څه نه دي ویلي.،،

دا پورته ویونه لرو، چې هغه بنسټیزه موخه روښانه کوي، نو دې غبرګون یا ګړنګون اویا بل څه باندې ولې خپله ژبه تخریب کړو.

بیا: په هرصورت دا د غبرګون وي کارونه په داسې غونډالو کې یا په دې موخه ناسم او سم ناسم دۍ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب