د تحقیقي اثر ژبه رسا، روانه؛ خو ورسره سنګیني پکې وي. د الفاظو هغه سینګار چې په تخلیقي اثارو کې کېږي، په تحقیق کې جایز نه دی.( ۱۲۶:۳)
پورته وویل شول د تحقیقي اثر ژبه دې رسا وي د ادبیاتو د دنیا د ژبې د رساوالي لپاره یو بېلګه را اخلو:
غضنفر: د بل چا د ژوند او سرګذشت په اړه لیکلي اثر ته بیوګرافي وایي. ( ۴۷۵:۴) موږ وینو چې د بیوګرافي مفهوم په لنډو الفاظو کې تر مخاطبه رسېدلی. د روان والي په اړه به یې یوه بله بېلګه را واخلو، ځینې کسان دا وایي چې په پښتو شاعرۍ کې چې کوم تصویرونه راځي له لویه سره خو یې یوه ستونزه دا ده چې تکرار پکې هوبهو لیدل کېږي. د یوه تصویر را اخیسبل او بیا بیا یادول پکې چندان عیب نه ښکاري او دغه حساسیت په کافي اندازه موجود نه دی، چې تصویرونه باید نوي شي. (۲۲۴:۴) که په دې پراګراف کې خبرې مستقیمې نه وې شوې نو دا رساوالی او روانوالی یې دومره نه پاتې کېده. زه چې پښتو متنونه لولم نو یو ډول تکلف پکې وینم، که هغه د کلمو استفاده ده او که د ژبې جوړښت دی. دې اثر سره مې دا ستونزه نه لرله ځکه دا د خبرو لیکلې بڼه وه، یعنې د متن لپاره مفاهیم سره اوډل شوي نه و. موږ لاسي د متن ژبه ځان ته سختوو ګنې د پښتو ژبه دا ښېګڼه لري چې متن او خبرې مو سره نږدې وي. په متن کې د چندان پر ځای دومره وایو، د جوړښت له لحاظه په خبرو کې اطناب نشته، که له پورتنۍ بېلګې موږ یوه کلمه هم وباسو نو معنا ته ضرر رسوي، د فعلونو د استعمال په برخه کې د ادبیاتو په دنیا کې هغه فعلونه راغلي چې موږ یې په ورځنیو خبرو کې هماغسې استفاده کوو، په همدې پورتنۍ بېلګې کې موږ وینو چې تصویرونه راځي، را اخیستل، ښکاري او شي، موږ په خبرو کې همداسې کاروو، خو په لیکنو کې مو دا فعلونه ډېر نه وینو، د راځي پر ځای کېدای شي موږ د جوړولو فعل وکاروو.
غضنفر: پښتو شاعري په تصویري لحاظ تر ډېره حده د سترګو شاعري ده. ( ۲۲۴:۴). موږ چې کله دا جمله د متن لپاره لیکو نو د کلمو د بدلولو تر څنګ نحوي جوړښت یې هم تغییر کوي، لکه پښتو شاعري پر ځای اضافت حرف ورسره یو ځای کوو او د پښتو شاعري یې لیکو. نو د ادبیاتو دنیا یو نوښت یې ژبه ده، بل نوښت یې د بحثونو په ډول لیکل یې دي، چې په پښتو ادب کې په نشت حساب دي. ټولنې ته یې ګټه دا ده چې د بحث او مرکې سره یې اشنا کوي، زموږ ټولنه داسې عادت شوې، چې ډېری بحثونه یې په جنګ اوړي، خو دلته پر مخالفتونو استدلالي بحث کېږي.
غضنفر: که ژبې ته راشو کله چې موږ اصطلاح وایو نو معمولاً مو یوه کلمه منظور نه وي. موږ وایو چې ( له زاڼو کټوري غوښتل) د ژبې یوه اصطلاح ده. دلته اصطلاح یو داسې ژبنی جوړښت دی، چې په مصدر بدلېږي. یوه ورځ استاد آصف صمیم وویل: چې متل جمله ده او په مصدر نه بدلېږي او که یې په اصلي شکل لیکو نو په مصدر به یې لیکو. ( پلانی له زاڼو کټوري غواړي) دا ویلای شو لیکن که یې لیکو او اصلي شکل یې معرفي کوو نو لیکو به چې( له زاڼو کټوري غوښتل)، لوټه اېښودل او تر اوبو تېرېدل)، (ښکته پورته کېدل) یعنې په مصدري شکل به یې لیکو. د اصطلاحاتو د همدې برخې په تعریف کې دا ځانګړنه شاملولای شو چې په اصلي حالت کې په مصدري بڼه لیکل کېږي. لیکن کله چې اوبه وایو او علمي اصطلاح یې بولو هلته بیا د مصدر سوال پیدا کېږي.
منلی: په ژبه کې هم دا تعریف چې تاسو ورکړ، دا نه جامع دی، نه مانع دی. په دې معنا چې کامل تعریف نه دی. اصطلاح ضرور نه ده، چې د فعل ځای ونیسي، تاسو مثال ورکړ چې لوټه اېښودل او له اوبو تېرېدل، دا صحیح ده، دلته د فعل ځای نیسي، ځینې اصطلاحات د فعل ځای نیسي: ښکته پورته کېدل، پر چا سر رنګول، لوټه اېښودل له اوبو تېرېدل، پر چا ځان نه پوهول، دا هغه اصطلاحات دي چې د فعل ځان نیسي. مګر اصطلاحات کېدای شي چې د صفت ځای ونیسي: د انځر ګل، کاڼي کرښه، د لستوڼي مار، می و وریجې…. دغه راز اصطلاحات کېدای شي چې د نوم ځای ونیسي: د مرغۍ پۍ، د خبرو ژرنده، اصطلاحات کولای شي چې د قید ځای ونیسي: تاترین، د تورو اوبو تل اصطلاحات کولای شي چې د وخت ځای ونیسي: نن سبا، شپې ورځې، توره خړه. نو دا تعریف چې تاسو ورکړ چې اصطلاحات د فعل ځای نیسي او د مصدر په بڼه راځي فکر کوم، دا د اصطلاحاتو یوه برخه ده او کامل تعریف یې نه دی. کامل تعریف یې کېدای شي دا واوسي چې اصطلاح یو سنټګمي جوړښت دی چې د جوړښت معنا د اجزاوو څخه په منطقي ډول نه استنباط کېږي. که زه ووایم د بام سر ته ختل، دا یو سنټګمي جوړښت دی. دغه څو کلمات سره په همدې شکل راځي، د هرې کلمې او د ورپسې کلمې ترمنځ یو ارتباط شته او عمومي معنا له دغو کلمو ترکیب شوې ده (۴: ۵۲۳- ۵۲۴) ګورو چې منل او نه منل یې مستدلل دي.
د دې اثر بل نوښت په دوو نفرو د یوه اثر لیکل دي. چې زموږ په ټولنه کې ګروپي کارونه په مجموع کې کم دي، وروـ ورو به خلک له ګروپي کارونو سره بلد شي. د ادبیاتو په دنیا کې د نوو موضوعاتو څېړل یا په نوي مېتود د زړو مسایلو څېړل یو بل نوښت دی. موږ له ادبي رایو سره اشنا کوي. لکه د کتاب په ( ۵۱) او (۶۴۴) مخونو کې د کرهکتنې تر عنوان لاندې بحث شوی دی، خو محتوا یې بېله ده، موضوع یوه ده مګر مفاهیم یې تر یوه حده بیل دي. په یوه ځای کې د کرهکتنې اړیکې له ادب پوهنې او ادبي تاریخ سره څېړل شوي خو په بله برخه کې بیا د کرهکتنې د دندو پر اړه خبرې شوې دي.
د ادبیاتو د دنیا ځنو برخو کې د وخت کمی محسوسېږي لکه څنګه چې د کتاب د سر په خبرو کې یې یادونه شوې ده، (( ځینې بحثونه پکار وو چې تر دې اوږده شي خو د بحث په ورځ زموږ خپلو ستونزو او یا د راډیویي پروګرام د وخت محدودیت مجبور کړي یو چې موضوع راونغاړو او ډېر څه ناویلي پاتې شي، د سېمبول په برخه کې همداسې یو کمی حس کېږي.
سېمبول هغه پدیده ده، چې له محسوسې او د تجربه کېدو وړ نړۍ څخه اخیستل کېږي، خو د نامحسوس او نا پېژندل شوې نړۍ پر یوه پدیده او یا هم تر خپل ټاکلي او مستقیم مفهوم ور هاخوا، پر یوه بل مفهوم دلالت کوي؛ په دې شرط چې دا اشاره او دلالت د قرارداد پر بنسټ نه وي او دا مدلول هم یوازینی مدلول ونه ګڼل شي؛ په لنډ ډول سېمبول د ناموندل شوي واقعیت یوه موندل شوې نښه ده. (۱: ۱۶۹) خو د ادبیاتو په دنیا کې ما داسې یو څه و نه لیدل، دلته د سېمبول، ایکن او انډیکس توپیر نه دی شوی، یعنې درې واړه سېمبولونه ګڼل شوي په دومره توپیر چې د تخلیقي او ناتخلیقي سېمبول یادونه شوې ده او تر ډېره یې د لفظ شننې ته توجه شوې لکه: په استفاده کې یو شی د یو ځل لپاره بل شی تداعي کوي خو په سېمبول کې د تل لپاره دا کار کېږي. په دې معنا چې په ټولنه کې دا منل شوې وي چې دغه شی به د دې مفهوم لپاره دا کار کېږي. مثلاً زموږ په ادب کې شراب د مینې په مفهوم باندې کارول کېږي او دا زموږ په تصوفي ادبیاتو کې یو سېمبول دی.( ۴: ۶۱۲)
زموږ په ټولګي کې به د ځینو مسایلو په سر جر و بحث کېده، خو نتیجه یې نه لرله. د هغو له ډلې څخه د پښتو ادبي مکتبونه و، ځکه موږ له څو ورته مسایلو سره مخ و ، سبک، مکتب، مېتود او تاریخي پړاو دا هغه مسایل و ، چې تر ډېره سره ورته دي، خو توپیرونه هم لري. موږ به د څو شاعرانو او لیکوالو د سبکونو ورتهوالی مکتب باله او جوخت به مو ورسره د مېتود په اړه دا خبره کوله هغه لاره ده چې د یوې ټولنې ادیبان یې په رڼا کې اثار تخلیقوي، نو د یوې لارې په مرسته چې اثار تخلیق شي خاماخا به سره ورته والی لري نو. په ځینو ځایونو کې به مو دا هم ولوستل چې: د ادب د ځینو تیورستانو په نظر ادبي او هنري مکتب د میتود سره کوم ثابت سرحد نه لري. ( ۲: ۹۸) خو د ادبیاتو په دنیا کې د مکتب په اړه داسې ویل شوي، منلی: زه فکر کوم هغه څه ته چې په غربي ادب کې مکتب ویل کېږي، داسې وي چې یو لړ کسان د خپل هنر فرهنګ او ادب په باره کې شعوري فکر کوي، تحلیلوي یې، ارزوي یې، کمي او زیاتي یې څېړي او دا څېړنې چې څومره ټولنه له دې ګټه اخیستلی شي، دوی سره کښېني او په مشترک ډول د یوې نوې لارې د موندلو هڅه کوي. په دغسې شرایطو کې د مکتب نوم واقعاً مطرح دی. ( ۴: ۶۶۲) دلته شعوري فکر د مکتب د جلاکېدو اصلي لامل ګڼل شوی، خو زموږ ادبي مکتبونه بیا څنګه؟
کله چې موږ غواړو د خپل هېواد په ادبیاتو باندې فکر وکړو د دې لپاره باید له نورو هېوادونو موډلونه راوانه خلو او دغه موډلونه هوبهو په خپل ادب کې تطبیق نه کړو.( ۴: ۶۶۶) نو زموږ ادبي مکتبونه له نورو سره توپیر لري.
ماخذونه چې هغه اثار او سرچینې رانغاړي چې په څیړنیز کتاب کې ترې استفاده شوې وي. ( ۳: ۱۵۱) محمد رضا حافظ نیا له ماخذونو استفادې ګټې ښودلې. چې له ماخذ نه په استفاده د اثر علمي ارزښت لوړېږي.( ۳: ۱۵۱) نو د ماخذونو نه لیکلو د دې اثر علمي ارزښت راټیټ کړی دی.
ماخذونه:
۱- درمل، احسانالله. ۱۳۹۷. شعرستان. دویم چاپ. کابل: سروش کتابپلورنځی
۲- شینواری، دوست. ۱۳۹۳. د ادب تیورۍ اساسونه. دویم چاپ. ننګرهار: یار خپرندویه ټولنه
۳- ښکلی، اجمل. ۱۳۹۸. د ادبي څېړنې اصول. کابل: اکسوس کتابپلورنځی
۴- غضنفر، اسدالله او نجیب منلی. ۱۳۹۹. د ادبیاتو دنیا