سه شنبه, مې 7, 2024
Homeخبرونهله ولسي جرګې تایید شوي وزیران، ولسمشر له دندو ګوښه کړل

له ولسي جرګې تایید شوي وزیران، ولسمشر له دندو ګوښه کړل

تاند (شنبه د دلوې ۴) ولسمشر په همدې یوه میاشت کې دوه وزیران له دندې لرې کړي، چې دواړو په ولسي جرګه کې د تایید رایې ترلاسه کړې وې.

تازه یې د مالیې وزیر عبدالهادي ارغندیوال له دندې ګوښه کړ.

ښاغلی ارغندیوال د عوایدو په راټولولو کې د ځنډ، په مالیې وزارت کې د غیر قانوني ګمارنو، د څېړلو په اړه له ټاکلي پلاوي سره د ښاغلي ارغندیوال مرسته نه کول او د یاد پلاوي مخنیوی، مدیریتي ضعف، د حکومتولۍ ارزښتونو ته نه ژمنتیا، د اساسي قانون د ۷۷ مادې په پام کې نه نیول او د جمهوري ریاست له احکامو څخه د سرغړونې له کبله له دندې لرې کړل شوی.
د جمهوري ریاست د چارو ادارې د خبر پاڼې له مخې د نوموړي پر ځای خالد پاینده مالیې وزارت ته سرپرست وزیر ټاکل شوی.

د ولسمشر غني د ټاکنیز کمپاین د دورې نیږدې ملګری عبدالهادي ارغندیوال، په داسې حال کې له دندې ګوښه کیږي، چې لاهم د ۱۴۰۰ مالي کال بودیجه نه ده تصویب شوی او مالیې وزارت به د دریم ځل لپاره د بودیجې مسؤده د تصویب لپاره ولسي جرګې ته وړاندې کوي.

باید یاده شي، چې ولسمشر غني د روانې میاشتې په لومړیو کې د روغتیا وزارت وزیر احمد جواد عثماني هم له دندې ګوښه کړ.

که څه هم ګوښه شوو وزیرانو له ولسې جرګې د باور رایه ترلاسه کړې وه، خو په خپلو دندو کې د فساد او ښې کارکردګۍ د نه لرلو له امله د ولسمشر له لوري له دندو ګوښه کړل، چې اوس مهال یاد وزارتونه د سرپرستانو له لوري رهبري کیږي.

په همدې حال کې بیا تازه د اطلاعاتو او کلتور وزارت معئین محمد رسول باوري او د ماليې وزارت ویاند شمروزخان مسجدي هم له خپلو دندو استعفاء کړې ده.

1 COMMENT

  1. Arghandi wall sahib is the best minister.but some time ghani doing wrong .Arghandiwal is the only finance minister who are free from corruption. Peoples knows .in government more office administater do corruption.ashrafghani love them.but arghandiwal is one honest afghan.arghandi wal love afghans and afghanistan.thank you

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب