Home+موږ ټول د (کې) ویټامین په کمي اخته یو

موږ ټول د (کې) ویټامین په کمي اخته یو

زاهد صمدزی/

د هالنډي څېړونکو په عقیده کېدای شي، هغه کسان چې عمر یې لوړ او یا ماشومان په ظاهره مشکل نه لري او پوره روغ ښکاري د وېټامین K له کموالي سره مخ وي. په همدې خاطر د وېټامین K2 لرونکو خوړو کارول د هغو کسانو لپاره چې کمی یې لري، ګټور بلل شوي دي.

باېد پوه شئ، چې د وېټامین K مختلف ډولونه شتون لري. مثلأ: وېټامین K1 په کاهو، ګوبي یا ګلپي، پالکو او نورو کې شته او وېټامین K2 بیا په پنیر او له نورو سربېره یې سره غوښه ښه منبع ده. د یادونې وړ ده، چې وېټامین K د زړه سیستم، خولو او هډوکو لپاره ګټور دي.

په یوه ۱۱۰ کسېزه څېړنه کې، چې موخه یې په ماشومانو او په عمر پخو کسانو کې د وېټامین K انډول معلومول وو، معلومه شوه چې د پخو عمر لرونکو په څېر په ماشومانو کې هم د وېټامين K انډول برابر ندی او باید وویل شي، چې تر ۸۰ سلنې پورې ګډون کوونکو د وېټامین K کموالی درلود.

څېړونکي په دې باور دي، چې د یاد وېټامین کموالی د هډوکو نښلول کمزوري کوي او د بدن نه خوله کېدل هم لوړي، چې دا داوړه د روغتیا لپاره زیان لري. د ډاکترانو په وینا، د وېټامین K جذب د وینې په تولیدي فاکتورونو پورې تړاو لري.

دوۍ په خپلو څېړنو کې دې پایلې ته رسېدلي، چې په ماشومانو او لویانو کې د یاد وېټامین کموالی هغه کسان لري، چې زیاتره وخت هغه خواړه نه خوري چې K2 وېټامینونه لري.

1 COMMENT

  1. صمدزی صیبه سلاموونه، ستاسو د لیک په سر کې لاندې کرښو باندې پوه نشوم:« هالنډي څېړونکو په عقیده کېدای شي، هغه کسان چې عمر یې لوړ او یا ماشومان په ظاهره مشکل نه لري او پوره روغ ښکاري د وېټامین K له کموالي سره مخ وي.»،

    یعنې چه مخامخ یا ظاهري روغتیا دلیل د دغه ویتامین کمبود دی؟

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...