شنبه, سپتمبر 28, 2024
Home+افغان کرکټ لوبډله نن له آیرلینډ سره دوهمه لوبه ترسره کوي

افغان کرکټ لوبډله نن له آیرلینډ سره دوهمه لوبه ترسره کوي

تاند ( یک شنبه، د دلوې یا سلواغې ۵ ) د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې او ایرلینډ کرکټ لوبډلو ترمنځ دوهمه یو ورځنۍ لوبه نن یک شنبه ترسره کېږي.

له دې وړاندې افغانستان آیرلینډ ته په لومړنۍ یو ورځنۍ لوبه کې هم د ۱۶ منډو په توپیر ماتې ورکړې وه.

په لومړۍ لوبه کې افغان لوبډلې د پچې په ګټلو سره لومړی توپ وهنه کړې وه چې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره یې آیرلینډ لوبډلې ته د ۲۸۸ منډو هدف وټاکه.

آیرلینډۍ لوبډله ونه توانېده چې ټاکل شوی هدف پوره کړي.

یادې لوبډلې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۲۷۲ منډې جوړې کړې او لوبه یې د ۱۶ منډو په توپیر بایلوده.

د افغانستان او آیرلینډ ترمنځ نننۍ لوبه د افغانستان پر وخت لس بجې پیلېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب