دوشنبه, مې 6, 2024
Homeخبرونهنیوزیلنډ په ۸۹ منډو استرالیا ته ماتې ورکړه

نیوزیلنډ په ۸۹ منډو استرالیا ته ماتې ورکړه

تاند(شنبه، د میزان۳۱) نیوزیلنډ د نړیوال شل اوره جام لومړۍ مسابقه له استرالیا څخه په ډیر توپیر وګټله.

نیوزیلنډ کوربه استرالیا ته ۲۰۱ منډې هدف ټاکلی و. خو استرالیايي لوبغاړي په ۱۷ اور کې، په داسې حال کې چې صرف ۱۱۱ منډې یې کړې وې، وسوځوېدل.

نیوزیلنډي لوبغاړو د ۳ لوبغاړو له سوځېدو وروسته په ۲۰ اورونو کې ۲۰۰ منډې وکړې. د دوی لپاره تر ټولو ښه بیټنګ دیفن کانوې وکړ. ده په ۵۸ توپونو ۹۲ منډې وکړې اوتر پایه ونه سوځېد.

خو د نیوزیلنډ د ۲۰۱ هدف په وړاندې استرالیايي لوبغاړي له پیله تر فشار لاندې وو او یو په بل پسې وسوځېدل.

نړیوال جام؛ نیوزیلنډ ۲۰۰۱ منډې د استرالیا لپاره هدف وټاکه

تاند(شنبه، د میزان۳۰) د ۲۰۲۲ د کرکټ شل اوره نړیوال جام د ۱۲ غوره لوبډلو په لومړۍ مسابقه کې نیوزیلنډ کوربه استرالیا ته ۲۰۱ منډې هدف وټاکه.

پچه استرالیا وګټله او غوره یې وبلله چې لومړی بیټنګ نیوزیلنډ وکړي.

نیوزیلنډي لوبغاړو په داسې حال کې چې ۳ لوبغاړي یې سوځېدلي وو، ۲۰۰ منډې وکړې. د دوی لپاره تر ټولو ښه بیټنګ دیفن کانوې (Devon Conway) وکړ. ده په ۵۸ توپونو ۹۲ منډې وکړې اوتر پایه ونه سوځېد.

نن بله مسابقه د افغانستان او انګلیستان ترمنځ د استرالیا په پرت ښار کې ده.

انګلیستان د شل اوره سیالیو نړیوال اتل دی او په تېرو دوو کلونو کې په دې فورمټ کې کله لومړی او کله هم دوهم شوی دی.

دا لوبه په څو دلیلونو د افغانستان لپاره له ډیرو ننګونو ډکه ده. مسابقه په استرالیا کې کېږي چې تیز باولران پکې ښه چلیږي، په داسې لوبغالي کې کېږي چې پیچ یې ډیر واښه یا چمن لري او دا ډول پیچ د سپینرانو لپاره ښه نه وي. د افغانستان قوت په سپینرانو کې دی.

افغانستان او انګلیستان تر دې وړاندې دوې شل اوره سیالۍ کړي او دواړه انګلیستان ګټلي دي. که څه هم د انګلیستان دا بري له روحي نظره اغېز لري خو د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې هم په راوروسته موده کې ډیره تجربه ترلاسه کړې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب