Homeخبرونهویسټ ژر به د افغانستان د کنګل شویو پیسو په اړه پرېکړه...

ویسټ ژر به د افغانستان د کنګل شویو پیسو په اړه پرېکړه وشي

تاند(شنبه، د میزان۳۰) د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی توماس ویسټ وايي، په یوه میاشت کې به د افغانستان د کنګل شویو شتمنیو په اړه په سویس کې د افغانستان د پیسو د صندوق د غړیو ترمنځ لومړنۍ غونډه دایره شي.

ده زیاته کړه، په دې ناسته کې به دوه استازي د امریکا او سویس او دوه تنه هم د افغانستان ګډون ولري.

ویست وویل چې دی او د امریکا په حکومت کې د ده همکاران له طالبانو سره تماس لري او د پاکستان په شمول کوم درېمګړي هیواد ته اړتیا نه ویني.

ده زیاته کړه:«موږ د اعتماد رامنځته کولو لور ته روان یوو خو بې له شکه په افغانستان کې امریکا سترې ملي ګټې لري او هغه دا دي چې افغانستان بیا د تروریستانو په خوندي ځالې بدل نه شي.»

ویسټ ټینګار وکړ، د جون په وروستیو کې په کابل کې د القاعده شبکې د مشر ایمن الظواهري له وژل کېدو وروسته امریکايي چارواکو دوې اوونۍ پخوا په دوحه کې له طالب چارواکو سره مخامخ خبرې وکړې.

ده د امریکا او طالبانو د استخباراتي مشرانو د کتنې په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې په دې کتنه کې د نورو امریکايي چارواکو ګډون نه تاییدوي او نه ردوي.

مخکې په راپورونو کې ویل شوي وو چې د امریکا د سي آی اې مرستیال ريیس او د طالبانو د استخباراتو رييس د دوحې په غونډه کې ګډون درلود او دوی په ځینو مهمو موضوعاتو خبرې او موافقې کړي دي.

خو ښاغلي ویسټ وویل چې د دوحې په کتنه کې د افغان نجونو د تعلیم، د ښځو د حقونو او کار، له تروریزم سره د مبارزې او پراخ بنسټه حکومت په اړه خبرې شوي دي.

ویسټ په دې اړه چې ایا د داعش په اړه هم دواړو خواوو خبرې کړي؛ وویل، «دا ترورزیستي ډله د امریکا اوافغانانو ګډه دښمنه ده.»

 طالبانو تېره شپه د کابل په بني حصار کې د داعش یو پټنځای له منځه یووړ او د دې دلې ۶ غړي یې پکې ووژل.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...