دوشنبه, مې 6, 2024
Homeخبرونهمجاهد:پر وزير اکبرخان خان جومات د چاودنې او کاج مرکز د برید...

مجاهد:پر وزير اکبرخان خان جومات د چاودنې او کاج مرکز د برید عاملان مو ووژل

تاند:(شنبه ،د ميزان ۳۰مه)‏‌ د طالبانو د حاکمې ادارې وياند ذبيح الله مجاهد په کابل کې د داعشيانو پر يوه مرکز د پرون ورځې او تېرې شپې د جګړې جزییات خپاره کړل.

نوموړي ویلي،چې ‏‏‏تيره ورځ او شپه د داعشیانو د يوې مهمې شبکې په ضد د کابل په ختيځ کې د دوی د ځانګړو قطعاتو له لوري عمليات ترسره شوي.

د مجاهد په وينا،لومړی د داعشیانو دوه مهم کسان ونيول شول، وروسته د کابل ښار اتمې حوزې په مربوطاتو کې ‏د داعشیانو يو پټنځای کشف او ماښام مهال عمليات پرې پيل شول.

طالب وياند زياتوي، چې د دغو عملياتو په نتیجه کې د داعشيانو شپږ تنه ووژل شول او له‌ دوی څخه کلاشينکوفونه، لاسي بمونه، منفجره مواد او يو کرولا موټر تر لاسه شو.

مجاهد زياتوي:«په دې عملياتو کې وژل شوي داعشیان ټول هغه مجرمان وو چې د کابل د وزير اکبرخان مسجدد دشت برچي سيمه کې د کاج په ښونيز مرکز او د نورو ځينو ملکي سیمو په بريدونو کې یې لاس درلود.»

ذبيح الله مجاهد په دې عملياتو کې د يوه طالب عسکر د وژلو او بل د ټپي کیدو خبر هم ورکړی.

ځايي خلکو بیا ویلي، چې داعش ډلې هم د طالبانو پر وړاندې تر ناوخته پورې سخته جګړه او مقاومت کړی او ممکن طالبانو ته هم ډېر ځاني زیان اوښتی وي.

دا په داسې حال کې ده، چې طالبان بيا-بیا د داعش ډلې د نابودۍ اعلان کوي، خو وروسته د يادې ډلې د نورو بریدونو او د ځپلو لپاره یې د عملياتو خبر ورکول کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب