یکشنبه, مې 19, 2024
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهد امریکا ځانګړي استازي د نويو افغان بانک نوټونو د چاپ خبر...

د امریکا ځانګړي استازي د نويو افغان بانک نوټونو د چاپ خبر ورکړ

تاند:(شنبه ،د ميزان ۳۰مه)‏‌ ‏‏‏د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازی توماس وېسټ وايي،چې ژر به نوې چاپ شوې افغانۍ( بانک نوټونه) کابل ته ورسیږي.

هغه په یوه مجازي ناسته کې ویلي، چې د دغو پيسو د چاپ اجازه امريکا متحده ايالاتو ورکړې ده.

هغه له طالبانو سره د یوې بلې بانکي معاملې خبر هم ورکړی، خو د دواړو نور جزییات یې نه دي روښانه کړي.

د امریکايي استازي په خبره،چې د دواړو بانکي معاملو لګښتونه د افغانستان د مرکزي بانک لخوا تادیه شول.

ټام ویسټ وویل چې ډیر ژر به کابل ته د افغانیو نوي بانکنوټونه را ورسیږي.

په ورته مهال د افغانستان بانک پخواني سرپرست واحد نوشېر هم ویلي چې ډېر ژر به نوي چاپ شوي د افغانۍ بانکنوټونه بازار ته راووځي.

معلومه نه ده، چې ياد شوي بانک نوټونه څومره او د چا په امضا چاپيږي.

يوې باوري سرچينې تاند ته وويل، چې د طالبانو ادارې ته د نويو بانک نوټونو د چاپ اجازه نه ده ورکړل شوې، بلکې د جمهوري نظام پر مهال د چاپیدونکو افغانیو د نېمګړي کار دوام ته اجازه ورکړل شوې ده.

ګومان کېږي، چې پر دغو بانک نوټونو به د افغانستان بانک د يوه پخواني مشر او په ډېر احتمال د پخواني سرپرست وحید نوشېر لاسليک موجود وي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب