چي ته نه راځې جانانه!
نو يادونه دي پېريان شي
او زما پر زړګي کښېني
بس له تا راته ګويان شي
ورته خاندم ورته ژاړم
تن مي واړه په لړزان شي
ښه په ځان باندې پوهېږم
چي ستا روح راکي روان شي
دوى ته جوړه ننداره شي
را موږي تلې ورغوي
کليمې راباندې وايي
او شړي راڅخه روي
په غوسه وي راته خواښې
وايي «زهر دې تر خوله وي»
نه پېريان دي، نه خسمان دي
ځئ! نه مري، نه يې زړه چوي»
ته له ما سره ږغېږې
زه دي خاندم پر خبرو
دوى مي څنګ ته راته ناست وي
وايي «ولې سترګورو!»
څه مخلوق يئ او څه غواړئ؟
نجلۍ پرېږدئ زورورو!
څه چي غواړئ ټول به درکړو
راته واياست مرورو!»
ته له مانه ژبه واخلې
دوى ته وايې «زه باران يم
دا زما د ژوند غوټۍ ده
زه پسرلى يم، در روان يم
زه نه اور يم، نه اوبه يم
مګر تاسې ته تاوان يم
نه پېرى يم، نه لېوه يم
روح د دې خاکي انسان يم»
زه را ټوله شم په خود شم
دوى مي بوځي تاويزګر ته
هغه وايي «څه در کېږي؟
څه دي پېښه ده بشر ته؟»
خواښېګۍ مي ورته وايي:
«ده بلا مو ټول ټبر ته
پېريانۍ ده، لېونۍ ده
ده خطر مي د زوى سر ته»
تاويزګر چي ماته ګوري
وايي «دا داسې پېريان دي
په اسانه به ورک نه شي
زورور لکه دېوان دي»
خواښېګۍ مي وايي «ښه نو!
ولې تل ورسره وران دي؟»
تاويزګر وايي «وران نه دي
پرې مين دي ورته خاندي»
ورته خواښې مي بد ګوري
وايي «ښه څه به چاره وي؟»
تاويزګر کتاب ته ګوري
وايي «زړه کله ښکاره وي
نه يې ږغ اورېدل کېږي
نه د هيلو يې ناره وي
دا نجلۍ که ژوندۍ غواړئ
دا پېريان دي ورسره وي».
♦♦♦♦
I really love this poem very interesting very very lovely kindly share more poems like this