پنجشنبه, مې 2, 2024
Homeداسې هم شتهساینسهند د بې چلوونکي موټر بشپړولو ته نژدې شوی

هند د بې چلوونکي موټر بشپړولو ته نژدې شوی

تاند- هندي ساینسپوهان وايي، دې ته نژدې شوي چې لومړنی بې چلوونکي موټر بشپړ کړي.

هندي رسنیو د سې شنبې په ورځ د دغه هیواد د ټکنالوژۍ په موسسې کې د بې چلوونکي موټر د پروژې د پروژې د مشر دي چاکرا وارتي له قوله وویل چې د دوی له لوري جوړېدونکی بې چلوونکي موټر به راتلونکی کال بازار ته راووځي.

چاکروارتي همداراز وویل:«د موټر کار بشپړېدو ته نژدې دی، تمه لرو چې لومړنۍ نمونه به یې په ۲۰۱۴ کال کې په ازمېښتي ډول سړکونو ته راووځي.»

د هند د بې چلوونکي موټر د پروژې رييس یادونه وکړه:«د دې موټر د لومړنۍ بېلګې د بشپړولو په حال کې یو، دا موټر د دې ترڅنګ چې چلوونکي ته اړتیا نه لري، په داسي سیستم سمبال دی چې له خنډونو ځان ساتلی او د جي پي ایس یا لارښود په وسیله منزل ته ځان رسولی شي.»

هند او چین هغه دوه هیوادونه دي چې په نړۍ کې یې اقتصادي وده تر ټولو زیاته او چټکه ده.

هندیان په ځانګړي ډول په حساب او محاسبې کې خورا ښه استعداد لري او د کمپیوټر په برخه کې د زیاتو متخصصانو د لرلو له کبله یې د نړۍ تکنالوژۍ ډېر مرکزونه ځان ته محتاج کړي دي.

1 COMMENT

  1. دیرښه اختراع ده
    دوعاوکی چی افغانستان اوافغانان هم پدی وتوانیگی
    آمینننننننننننننننننننننننن

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب