جمعه, مې 17, 2024
Homeداسې هم شتهساینسچینايي ډاکتران له سمارت غاښه کار اخلي

چینايي ډاکتران له سمارت غاښه کار اخلي

تاند- په چینايي رسنیو کې په خپرو شویو عکسونو کې ښودل شوي چې په دغه هیواد کې د غاښونو د درملنې لپاره له سمارټ غاښونو څخه استفاده مخ پر زیاتېدو ده.

سمارت غاښ یوه وړه حسي وسیله ده چې په مصنوعي غاښ کې اېښودل کېږي او د وګړي عادتونه لکه د ژوولو څرنګوالی، سیګرېټ څکول، څښل، پرنجل او زیات خوړل ښيي.

دا غاښ، چې د انسان عادتونه ثبتوي، تر یو سانتۍ کوچنی دی.

غاښ ډاکتران وايي چې د دې وسیلې په وسیله د ناروغ په اړه ثبت شوي مالومات په درملنه کې لویه مرسته کوي.

سمارت، چې لغوي مانا یې ځیرک او هوښیار ده، هرې هغې وسیلې ته ویل کېږي چې په لمس کولو کار کوي لکه د بانک کارتونه، ټچ سکرینونه (د تلویزیون، کمپیوټر او نورو)

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب