دوشنبه, مې 6, 2024
Homeکالمونهقانعپښتو د خرڅلاو لپاره/ عصمت قانع

پښتو د خرڅلاو لپاره/ عصمت قانع

یو وخت په پېښور کې د نورو ارزښتونو د خرڅلاو ترڅنګ د اسلام او جهاد د ارزښتونو کاروبار داسې تود شو، چې ټولو دغه کاروبار ته لاس ور واچاوه.

د پاکستان د پلازمېنې اسلام آباد ترڅنګ د کوټې او پېښور ښارونه د دینارونو، ریالونو، پونډونو، ډالرو او… خارجي اسعارو د خرڅلاو په تورو ادرسونو او مدرکونو بدل شول.

نر هغه وو، چې دوکان خلاص کړي، ږیره اوږده کړي، سپینه جالۍ داره خولۍ پرسر کړي او له انجینر حبیب الرحمن، مولوي حبیب الرحمن، غلام محمد نیاري او عبدالرحیم نیازي سره په اسلامي تحریک کې د ګډې مبارزې د شریک باڼو او ګډون والو په توګه د مبارزاتي قدامت او سابقې دعوه وکړي.

دوی له اسلام پرته د بل شي خبره نه کوله، هر شي ته یې د اسلامي ناب حکومت او حاکمیت په دوربین کې کتل.

سید قطب د احمد شاه ابدالي پر ځای او حسن البناء د میرویس هوتکي پرځای د مهاجرینو په پنډغالو کې د افغانستان د تاریخي قهرمانانو په توګه د تاریخي تدریس وړ عنوانونه وو.

پر اسلامي حزب برسېره په اسلامي جمیعت کې هم د سپینو خولیو، اوږدو ږیرو او اسلامي مبارزاتي سوابقو دعوه جلبه مداریان موجود وو.

دوی نه پر دین باور درلود او نه پر سادین، یوازې د جیبونو د ډکولو کاروبار یې زده وو او له همدې لارې یې د فقیر آباد او حیات آباد په نقره یي بنګلو کې د عیش او نوش د لګښتونو لپاره اسلام، اسلامي تحریک، اسلامي شریعت، عُمري عدالت او اسلامي ایډیالوژیک هویتي شعور د کاروبار وسیله ګرزولې وه.

خدای دې مولوي خالص وبخښي یوه ورځ یې سندغاړي حضرت باز ته ویلي وو، چې که خدای د جهاد او هجرت آجر د قیامت په ورځ پر افغانانو وېشلو، نو حضرت باز او د ننګرهار نور سندرغاړي به په لومړي صف کې ولاړ وي او خدای پاک به خالص له منافقینو سره د ملګرتوب په تور تر څټ نیولی وي.

د خالص له خولې یې واورۍ، زما ګناګار پر خوله باور مه کوئ. خالص په رښتیا دی او زه په درواغو یم. یوه ورځ یې ماته وویل، چې قانع ګله زه د سیاف او ګلبدین په ایمان کې شک بولم.

همدارنګه وایي، چې خړ سپی د لیوه ورور دی. د ګلبدین، سیاف، ملانبي او ملا منصور توپکیانو د افغانستان په جنوب، جنوب غرب او شرق کې د اسلام په نوم د هنرمندانو، کارګرو، خانانو، ملکانو او د افغاني ټولنې د نورو هغو برخو په بې عزته کولو، وژلو او رټلو کې د اسلام د سیاسي سوداګرۍ مارکېټ تود ساتلی وو.

په شمال کې د رباني د ډلې اخوانیانو، منګل غچک نواز، عزیز الله دروازي، فتح الله دروازي او یو زیات شمېر محلي هنرمندان ووژل، د هغوی لاسونه یې د کوکچې سیند ته ور وغورځول او په پېښور کې یې د همدغو وژنو او ترورونو په بیه د اسلام د سیاسي سودا مارکېټ نور هم پسې ګرم کړ.

کله چې د اخوان المسلمین د مکتبې اسلام د سیاسي سوداګرۍ بازار په کابل کې د غازیانو د پړسېدلو خیټو په مردادیو ولړل شو، نو د سودا او کاروبار لپاره نور دوکانونه خلاص شول، د نورو مارکېټونو تابیا وشوه، نور منډیي ګان ولټول شول.

په دغو نویو مارکېټونو، دوکانونو، بازارونو، منډیګانو او د خرڅلاوو په ډګرونو کې دا ځل د اسلام پرځای د ژبې، سمت، توکم، قبیلویت او قومیت بوتان د سودا لپاره اېښودل شوي دي او د دغو توکو سوداګر د ږیرو پر ځای خریېلي مخونه او د شیطان کُلاه پر ځای نیکټایي په غاړه کې اچوي.

خو د هرې ژبې د تکامل او تعمیم مدعي د سفارتی پروفوزلونو د دلال او معامله ګر په توګه خپل خپل جیبونه ډکوي، هېڅوک هم د ژبې او کلتور د اصلي مدعیانو په توګه خپله دعوه په کلتوري او فرهنګي ساحه کې نه پرېږدي، بلکې سودا ته یې وړاندې کوي.

موږ پوهېږو، چې دغه دوکانونه یوازې او یوازې د څو تنو دلالانو د کاروباري اهدافو وسیلې دي. د پښتنو یوه ستره بدمرغي داده چې د دوی له ادرسه د پښتنو د حقونو د ضیاع او تاوان بار د هېواد پر اقلیتي او بېوسو قومونو ور اچول کېږي.

زه فکر کوم دا ډول پروپاګنډونه تر هر چا زیات د پښتنو په تاوان او خسران دي. افغانستان مساوي له پښتنو سره دی او پښتانه د افغانستان د مساوي حیثیت مفهوم دي. هېڅوک حق نه لري، چې فهیم ته د تاجک ټیکه دار اعتبار ورکړي، هېڅوک هم ددې حق نه لري، چې دوستم د ازبکو د افغان توکم نماینده وبولي، هېڅوک دا حق نه لري، چې هزاره ګان دې د محقق او خلیلي ملکیت وبولي او هېڅوک هم د پښتنو د کلتوري او فرهنګي نماینده په توګه د کاروباري دلالي سند او جواز نه لري.

په اوسني وخت کې د افغانستان بېړۍ د زمانې په متلاطم سمندر کې له توپاني څپو او طغیاني توپانونو سره مخامخ ده.

جنابانو: پښتانه دومره هم نه دي خوار، چې څو تنه نا معلومه مداریان یې د ژبې او حقونو د ټیکه دارانو په توګه د هېواد سرنوشت د معاملې و ډګر ته ور واچوي. افغانستان د پښتنو هېواد دی او په دغه هېواد کې له دوی سره نور اتنیکي توکمونه هم ژوند کوي.

له پښتانه سره حوصله ددې هېواد د انساني ټولنې د وحدت تر ټولو ښه تومنه ده، موږ دومره هم نه یو وړوکي، چې د خپلو اتنیکي اقلیتونو له لاسه وژاړو او دومره هم نه یو ویده، چې پښتو دې د مارکېټ په متاع بدله شي.

دا لیکنه په محور ورځپاڼه کې خپره شوې.

13 COMMENTS

  1. قانع صیب په بله لاره روان ېې

    دا څو لسیزې جنګ یوازې په پښتنو سیمو متمرکز دی، بغاوت یوازې پښتانه کوي (په بله ژبه، یوازې پښتانه ځورول کیږي او رټل کیږي)، دا پدې مانا نده چې پښتانه باید ارته سینه ولري. دا هر څه په سړه سینه وزغمي او لږکیو ته نور هم وخت ورکړي چې د خپل بادار (روس، امریکې او ایران) په اوږو سپاره او زموږ هویت ته شرمیدونکی رنګ ورکړي.

    پښتو نه، خو پښتانه باید ځان خرڅ او پارچه پارچه نکړي.

    پښتنو ته پکار ده چې ددې مکارو اقلیتونو سره په هوښیاره او برلاسې توګه سیاسي او کلتوري شریک ژوند پر مخ بوزي.

    د هر بهرني هیواد پر وړاندې چې لږکي پداسې توګه لکه دا نن ېې چې سمبالوي باید په کلکه او په نره د هیواد د اکثریت د ګټو د خوندیتوب غوښتنه وکړي او د هر هغه چار مخه کلکه ونیسي کوم چې د اکثریت د سرنویشت سره لوبه کول وي.

  2. SALAM!
    د افغاني يوالي لپاره قانع صاحب ښه ليکنه کړيده کور يې ودان،خو دا شعار چي افغانستان د پښتنو سره مساوي کوي ،د بحث وړ دی.
    که رښتيا ووايو افغانستان مساوي کيږي د پنجشير د ولسوالي سره
    (۳۰۰۰۰۰۰۰=۵۰۰۰۰ —— % ۱۰۰ =%۰،۱۶۶)
    د قانع صاحب خبري د ظاهر،داوود او تره کي په وخت کي د قبول وړ وې،نه اوس
    که په پښتنو کي ملي احساس قوي سي ، ټولي پره دی ايدياوي(راسته او چپه) شاته وغورځوي ،خرڅ سوي رهبران رسوا او تجريد کړي،بيا نو اميد پيدا کيږي چي پښتانه ټول افغانان پر ځان را ټول او د ملت جوړولو لپاره د قافيلې سالار سي،خو زه او ته (قانع صاحب)به نه يو، ځکه چي د شيطان سکنی ورور،مکار (ا س ا)مو دايمي ګاونډی دی.

  3. عجب ګل خانه وروره سلامونه مي په خپل حضور کي ومنه : وروسته د یوه لوستي زړه سواند په ډول لږ دي دا ګرم حواس له ګرمي نه داسي را وساته چي په جګړه باندي د چا جواب مه وایه او میدان هم یوازي په جګړه نه ګټل کیږي .جګړه ګټونکی نه لري . هدف ته د رسیدلو لاره د زیاتو ستا رنګو پښتنو په ګومان په کلکه او په نره (د زور له لاري) دریدل دي .خو د نورو له پاره هدف ته د پوهي او یوالي له لاري رسیدل شرط دي . ستا لیکنه چي ګواکي پښتانه باید ځان خرڅ نه کړي ، په خپله د پوهي کمزوري ده . نور هیچا ته د وینو تویولو توان نه دي پاته . مننه محمداعظم

    • محمد اعظم لالا سلامونه مې در واخله

      مهرباني وکړه زما لیکنه بیا بیا ولوله تر څو سر مو پرې خلاص شي.

      زما لیکنه د جګړې مانا نلري. ما د خپل حق غوښتنې او ددغه موخې د ترلاسه کولو لپاره د هوښیارۍ، یوالي، او زیرکۍ څخه د کار اخیستو خبره کړیده چې پدې ویوکو کې یو ېې هم د جګړې مانا نلري.

      نو هیله کوم چې د هر چا خبره په جنګ وانخلې

      مع السلام

  4. قانع صیب، ښکلې لیکنه او په زړه پورې څرګندونې. مننه
    په رښتیا چې مونږ تکړه قام یو. خو د خواشینۍ ځای دی چې دې قام کې کرزی صیب او ښاغلی نجیب هم زېږېدلي چې د خپل په قام پسې یې سوټي راواخیستل. په مینه او په درنښت

  5. قانع صیب سپینه به دې ویلې وه. که ټارګېټ دې د ملي تحریک کوچنی وي، تا خو هم په خپلو انتخاباتي لوحو لیکلي وه چې:
    تر مغلو پښتانه په توره ښه دي
    که په پوهه پښتانه وای لږ هوښیار

    یو بل دې له دې نه هم لږ ور تېر لیکلی وه خو رانه اوس هېر شوی دی.
    په هر حال، له داخلي غوسو نو تېر شئ که نه څملول کېږئ.

  6. سلامونه او درناوی قانع صیب
    جالبه لیکنه مو کړې ده ، یو شمېر پښتانه ،چې رښتیا هم په دی حساسو شیبو کې دقوم او ژبې کارت کاوري موخه په افغانستان کې دقومي نفاق ته لمن وهل دي او دا دګاونډي پاکستان له برکته کوي
    زه داسی یو څو اتشه پښتون پيژنم ،چې مېرمن دپارلمان وکیله هم ده او هره میاشت دپاکستان په سفارت کې له نظامي اتشې سره لیدنه لري
    ددی ډول خلکو موخه یوازی دپیسو راټول دي ، دا که دقوم ، ژبې په حساب وی سر پرې نه ګروي

  7. قانع صحب مننه کوم
    ډیر په زړه پوری او ریښتینی خبری مو لیکلی وی دلته په افغانستان کی ډیر داسی تیکه داران شته. ما د فیسبوک له لاری ورته ولیکل چی نور نو بس کړی زمونږ قومونه مو په یو او بل نوم ډیر وجنګول نور نو د پښتون په نو خپل جیبونه ډکول پریږدی . دا خو لا څه کوی چی یو شمیر نور بیا دلته زمونږ د کونډو ، یتیمانو ، او بیوزلو عکسونه د ځان سره بهر ملکونو ته وړی او خپل جیبونه پری ډکوی .
    هیله مند یم چی دا تجارت نور بند کړی

    مننه

  8. Taand jalpanha de tabserey pe khperawelo key de mor aw mairey chaland kawi. Koma tabsera chey pe waqiat welarha wi kho de taand de chelawoonko pe khwand ne wi no ne nashrawi.

  9. سلام قانع صیب
    هیله ده دا ځل دهغو کسانو نومونه هم واخلئ ،چې پر پښتو او پښتنو تجارت کوي اخر تر کومه به دوی دا کارت دځان دګټې لپاره کاروي

  10. هو قانع صاحب ښې لیکنې کوي او زما ډېرې خوښیږي، خو زه د عجب ګل ورور له ورستني نظر سره موافق یم. چې موږ باید خپلې ټولني (پښتنو) ته خوځښت ورکړو. خپل حقوق باید واخلو او له دغه نور چالاکانو ( لږکیانو) سره هوښیار و اوسو. دغه هزارګان، ازبکان او تاجکان پر تا زړه نه سوځوی، د دوی غواړي چې په ما او تا سوداګري وکړي او ځانونه د ښه ژوند خاوندان کړي. ځانونه د قوت، امتیاز او چوکۍ همدارنګه د تاریخ څیښتن کړي. ما او تا ته اوس دومره ستونځې جوړوي ، نو که پښتانه ویده وي د اولادونو به یې څه حال وي. او زه د قانع صاحب هیله لرم چې هغه خواو ته لیکنې وکړي چې زموږ ضعف او زموږ دښمنان او د هغوی په مقابل کې د مبارزي په هکله لیکنې وکړي
    په درنښت

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب