حفیظ الله بشارت
د ناول له ډولونو پوليسي او جنايي ناولونه نسبتاً نورو ناولونو ته زياته تلوسه او جذابيت لري، په ټوله کې هره پوليسي پېښه له تلوسې او ورښکون توب ډکه وي، همدا لامل دی چې پوليسي ناولونه د نورو ناولونو بر خلاف زيات لوستونکي او مينوال لري.
پوليسي او جنايي ناولونه د پوليسي پېښو په باب ليکل کېږي او د وژنو، غلاو، تښتونو او نورو جرايمو اړوند کيسې کوي. د همدغه ډلې له ناولونو څخه مې دا ځل “ولسمشر ما وژلی!” ناول ولوست!
ياد ناول “آرش ننګیال” په ۷۹ مخونو کې راټول او ليکلی دی.
د دې ناول کيسه د لومړي شخص د ليد له زاويې بيان شوې ده، د لومړي شخص د ليد په زاويه کې د داستان اصلي کرکټر په خپله ژبه کيسه بيانوي او داستان د لومړي شخص يا متکلم له ليده بيانېږي. د ناول پېښې ډېرې ښې او پرلپسې راوړل شوې دي. د دې ناول پلاټ هم بې جوړې دی.
د دې ناول بله ځانګړنه دا ده چې که ځينې ځای د ليکوال نه صحنه مصنوعي کېږي، نو بېرته په پوره ځيرکتيا سره ليکوال هغه صحنه له مصنوعي کېدلو ژغوري او ښه يې لا دا چې لوستونکی هم قانع کوي.
په دې ناول کې د مرکزي کرکټر رول د توريالي په نوم يو شخص لوبولی. توريالی چې يو عام او بې ګناه سړی دی، د بهرنيو ځواکونو له خوا نيول کېږي، مور، پلار، لوڼې او زامن يې د امريکايانو له خوا شهيدان کېږي. توريالی بې ګناه وهل او ټکول خوري، زنداني کېږي او بلاخره يوه ورځ داسې هم راځي چې توريالی له زندانه تښتي، د غچ اخيستو په تکل له مجاهدينو سره يو کېږي، يوه ورځ د مشرانو په امر ولسمشر وژني او د نوموړي د غچ اخيستلو اور هم د ولسمشر له وژلو سره مړ کېږي.
نه غواړم د ناول کيسه نوره هم بيان کړم، ځکه بيا يې تلوسه له منځه ځي. راځم د ناول ځينو منفي نقطو ته…..
د دې ناول په ځينو جملو کې ځينې کلمې بې ځايه کارېدلی دي، مثال: «سونيتا د خبرو پرمهال زما د غبرګون سخته په تمه وه». دلته که د «غبرګون سخته په تمه وه» پر ځای «د سخت غبرګون په تمه وه» وليکل شي نو هم به کلمې پر خپل ځای کارېدلي وي او هم به ټوله جمله سليسه او روانه ولوستل شي. دا ډول جملې په دې ناول کې نورې هم شته…..
همدارنګه د ناول په ځينو پراګرافونو کې يوه کلمه دوه درې ځله کارېدلې چې لوستونکی خسته کوي، مثال: «ټکان مې وخوړ او پاڅېدم، ژر مې ساعت ته وکتل، لس باندې دوه بجې وې، له ځايه پاڅېدم». دلته دوه ځله د «پاڅېدم» د کلمې راوړل د ټول پراګراف او جملې خوند له منځه وړی.
په دې ناول کې ځينې تشبېه ګانې هم بې ځايه او د نه منلو وړ دي، مثال: يو ځای کې مجرم پوليس له مټو نيسي او موټر ته يې په ډېکو او زورو بيايي، په ناول کې د مجرم دا حالت د يوې ناوې له حالت سره تشبېه شوی چې دا تشبېه ماته د نه منلو وړ وه، ځکه د ناوې نيول له مټو او بيا موټر ته بېول، د يوه بندي او مجرم له بېولو سره ډېر ښکاره توپير لري.
دا ناول له همدې ډول ځينو نورو وړو اشتباهاتو سره سره، په يو ځل لوستلو ارزي.